موږ د ننګرهار ولايت د دوه ويشت ولسواليو او جلال اباد ښار علما کرام لومړی په واضحو ټکو ولسمشرۍ ته مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګندوو او د خپلې غونډې پرېکړه ليک په لاندې مادو کې وړاندې کوو:
لومړی :
څېړنو، پوښتنو او ګروېږنو دا ښودلې چې پر ډاکټر اشرف غني احمدزي لګيدلي تورونه او فتواوې بې بنسټه دي، دی يو مسلمان او د مسلمانې کورنۍ غړی دی.
دويم:
د ډاکټر محمد اشرف غني تګلاره د اسلام مبارک دين پر اساساتو ولاړه ده او مونږ علما له دې تګلارې په بشپړه توګه ملاتړ کوو.
دريم:
مونږ علما هغو کسانو چې په پټو سترګو په يو مسلمان د کفر فتوا ورکوي غوښتنه او هيله کوو چې له خپلو بې بنسټه فتواوو او خبرو دې لاس واخلي.
څلورم:
ډاکټر محمد اشرف غني داسې ماموريت کړی چې نه يې د چا په قتل لاس سور دی او نه په فساد کې ښکېل دی. په بهرنيانو نه بلکې پر خپل ولس متکی دی، دا د ده ايمانداري ښيی، قول او عمل يې يو دی.
پينځم:
د ډاکټر اشرف غني احمدزي درې خبرې پرمقصده دي چې د ممبر او ارګ ترمنځ واټن لري کوي او د اسلامي زده کړو لپاره په کور دننه علمي او ديني مراکز او مدارس جوړوي، دا کار علماو ته يو زيری او اسلامي اساساتو د خپرېدو يو ستر کار دی، نو دا غږ د يو مسلمان زړه نه راوځي او دا غږ د ډاکټر اشرف غني دی.
شپږم:
محمد اشرف غني د روسي يرغلګرو پروړاندې قلمي جهاد کړی دی او مجاهدينو سره يې مرسته کړې ده او د ده کورنۍ يوه مجاهده کورنۍ ده.
اووم:
د ډاکټر اشرف غني ديني زده کړه دا ښايي چې؛ دی اسلامي اساساتو ته معتهد او عمل پرې کوي

0 thoughts on “د ډاکټراشرف غني احمدزي په اړه د ننګرهار د دیني علماوو پریکړه لیک”
  1. پسله ډېره وخته مي د ديني علماوو پرېکړه ليک و ليد کوم چي د وطن او وطنوالو په ګټه دی، ستاسي دغه دريځ به په
    تاريخ کي د تل لپاره ثبت وي، تاسي ښکاره کړه چي ستاسي سره د افغانستان او افغان غمونه درسره دي، تاسي خپل
    په دغه پرېکړه ليک د افغانستان ټول کورني او بهرني قسم خوړلو دښمنانو ته د حقيقت يو اسلامي او افغاني څپېړه پر
    پر مخ ورکړه، او زه تر داسي علماوو جارشم چي د علم او پوهي سره ملګري کيږي ٠
    پاکستان، اېران، روس او انګرېز بيا سقاويان رامخته کړي او بيا هم هغه زاړه او کړغېړن تبليغات چي ېې دامان الله خان
    په مقابل کي کول اوس ېې په ډېره بې شرمه او خائنانه ډول د اشرف غني په مقابل کي کوي ، خو ستاسي دغه پرېکړي به د دوی ټوله دسيسې او پلانونه شنډ کړي ٠
    زما د ټولو ولاياتو د علماوو څخه دا غوښتنه ده که رښتيا د دين او د وطن او وطنوالو غم در سره وي نور د چپ پاته
    کيدو وخت نه دی د مزخرفاتو په مقابل کي تاسي هم خپل دريځ روښانه کړی، همدا اوس دي وخت دی ، دښمنانو مسکينيار او شفيع عيار هم ګمارلي دي چي يو ځل بيا داوطن په جنګو او بد بختيو کي ډوب کړي، شپه او ورځ د اشرف
    غني پر ضد رنګارنګ درواغ او بې ځايه تورونه لګوي، نو ای ديني عالمه اوس تاته تر هروخت ډېره اړتيا ده د مظلومانو ملګرتيا نو بيا کم وخت کوي، د ننګرهار د علماوو سره ملګري سی٠
    ننګرهارته مي سلام دی چي داسي ديني علما ېې راته روزلي دي ٠

  2. داجه وايء ننكرهاره هميشه بهاره. دا يوه واقعي فلسفه لري .خوشحاله به دي يم جه زه خبله ننكرهاري يم او دننكرهار عام اولس او عام قومونه به دي حساسو شيبو كي دننكرهار دوارو اولسواليو عام ولسونه عام قومونه ، ،دعلماوو كرام به ديني او ملي إرشاداتو سره را توليزي يوازي نه دننكرهار دباره بلكه دعام ملت دبهبودداسلامي قوانينو به رنا كي د وطن دبهبود او نجات به خاطر عالمانه تصميم نيسي او خبل نوماند دجمهوري رياست دمقام دباره يو عالم ،دانشمند ، سياست بوه داكتر اشرف غني احمدزي به كوته كوي اي با وجدانو قهرمانانو خرنكه جه مو تاريخ روشانه درلوده نن مو بيا ثابته كره جه هميشه مونز خبل تاريخ به زر ينو ليكو دكا غذ به مخ ثبتوو لعنت دي وي به هغه محدودو ،كوتي به شمار انسانانو جه له تاسي فاصله نيولي
    جنرال حبيب الله جلالزوي خوكياني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *