ارشیف

د قبایلي سیمې میرامشا په بازار کې تر سلو زیات افغان پلرونه د خپلو هغو ورکو زامنو په لټه پسې لالهانده دي، چې پاکستاني ديني مدرسو بګېل کړي او ځانمرګو بریدونو ته یې استولي دي.

دوی وايي دا د خپلو زامنو د موندلو ځای دی، که وژل شوي وي، نو عکسونه او یو تحسین نامه راکړي او که ژوندي وي، نو بیا یې پته نه راکوي او ګواښي مو، چې له دې لټې تېر شو.

د مرکو په ترڅ کې دغو خلکو ويلي، چې دمدرسو طالبان ددوی کلیو ته ورځي، د ماشومانو کورنۍ په پاکستاني مدرسو کې د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي، خو چې ماشومان هلته ورسېږي، بیا تري تم شي.

د ملي امنيت وروستی راپور په ډاګه کوي، چې دامهال اتيا سلنه ځانمرګي بريدونه د ماشومانو په وسيله تر سره کېږي، خو هغه افغان کورنۍ، چې زامن يې پولې ته څېرمه په پاکستاني ديني مدرسو کې زده کړه کوي، غواړي د ځانمرګي بريدکوونکو په ليکو کې د جذب له وېرې يې بېرته خپلو کورونو ته را ستانه کړي.
د ماشومانو د ځانمرګو بريدونو په تړاو پرلپسې راپورونو يوشمېر هغه افغان کورنۍ دې ته هڅولې، چې پاکستاني مدرسو ته د زده کړې لپاره د خپلو ماشومانو د استولو په برخه کې له احتياط نه کار واخلي.

دا موضوع په دې وروستيو کې له دې امله د پام وړ وګرځېده، چې پرله پسې افغان ماشومان له پاکستاني مدرسو تري تم شول.

په تازه مهال کې په قبايلي سيمه ميرامشا بازار کې ۱۰۰ افغانان له دې امله لالهانده ګرځي، چې پاکستاني مدرسو ته د استول شويو خپلو ماشومانو درک ولګوي، خو د دوی ډېر کم شمېر په دې توانيږي، چې يوازې پته يې ولګوي او بس.

يو عيني شاهد کيسه کوي، چې دغه کورنۍ ډېر کم خپلو اولادونو پته لګولای شي، خو هېواد ته د راستنولو په برخه کې يې له دې امله پاتې راځي، چې ورته ګواښ کېږي، که له ځانونو سره خپل بچيان بېرته افغانستان ته ستانه کړي، نو کورونه به يې وروسوځي او دوی به ټول له منځه يوشي.

د عيني شاهد په وينا، دغه پلرونه وايي، دا د خپلو زامنو د موندلو ځای دی، که وژل شوي وي، نو عکسونه او یو تحسین نامه راکړي او که ژوندي وي، نو بیا یې پته نه راکوي او ګواښي مو، چې له دې لټې تېر شو.

د مرکو په ترڅ کې دغو خلکو ويلي، چې دمدرسو طالبان ددوی کلیو ته ورځي د ماشومانو کورنۍ په پاکستاني مدرسو کې د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي، خو چې ماشومان هلته ورسېږي، بیا تري تم شي.

دغه ماشومان په پاکستاني ديني مردسو کې تر روزنې وروسته افغانستان ته را استول کېږي، چې کورنۍ، بهرنۍ ادارې او ځواکونه په نښه کړي او ځانمرګي بريدونه پرې وکړي.

د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی سيدکريم يو له هغو کسانو دی، چې ۱۳کلن زوی يې له پاکستاني مدرسې بې درکه شوی دی. دی وايي، دوه کاله د مخه مې خپل زوی د زده کړو په هدف په پاکستاني مدرسه کې شامل کړ، تر شپږ مياشتې زده کړې وروسته چې کله کور ته راغی، ټينګار يې کاوه، چې بيا نه ځي، خو دی وايي، ما اړ کړ، چې لاړ شي: ((يوکال وروسته چې هلک بيا ځلي راغی، نو له يادې مدرسې يې سرټکاوه او ويل يې چې نور نه ځم، خو دا ځل مو هم مجبور کړ، چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي، هلک لاړ، خو له دې سره سم تری تم شو، د قبايلي سيمې ميرامشا بازار ته پسې لاړم او د خپل زوی پته مې ولګوله، چې د افغانستان نيمروز ولايت ته استول شوی و. ډېره هڅه مې وکړه، چې له ځان سره يې راولم، خو راته ګواښ وشو، که غږ پورته کړم، نو ټوله کورنۍ به مې له منځ يوسي.))

په ټوله کې اوس د ځانمرګو بريد کوونکو روزنه په يوه ستر کاربار بدله شوې ده، روزل شوي هغه افغانستان ته را استول کېږي، ان د شخصي بديو او يا هم د مافيايي ګټو د پاللو لپاره پېرل کېږي او پلورل کېږي.

د ۱۳۹۲ کال په وروستيو کې وسله والو طالبانو د پروان له يخ درې څخه ۱۵ ماشومان وتښتول او راپورونه وايي، چې دا ماشومان د ځانمرګو بریدونو په هدف د پاکستان په کوم نظامي کمپ کې روزنې ته وړل شوي او د مياشتو په تېرېدو سره له دغو کوچنيانو درک نشته.

په همغه مهالځايي خلکو ادعا کوله، چې په سیدان دره کې یې د ماشومانو یوه بله ورته ډله هم د طالبانو له منګلو ژغورلې، چې پاکستان ته یې قاچاق کوله.
ځايي خلک وايي، د ماشومانو په هڅونه کې هغه زلميان لاس لري، چې له وړاندې پاکستان ته د زده کړو لپاره استول شوي وي، خو کله چې په رخصتيو خپلو کورونو او يا د جګړې لپاره افغانستان ته راستانه شي، نو بيا کليوال ماشومان هم له ځان سره ملګري کوي.

مياشت د مخه د افغانستان ملي امنيت اعلان وکړ، چې په دې وروستيو کې يې ۵۰۰ کسان نيولي، چې عمرونه يې له پنځلسو کلونو تر اولسو کلونو پورې وو او افغانستان ته د ځانمرګو بريدونو لپاره را استول شوي وو.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ځانمرګو ماشومانو لالهانده پلرونه خپل بچیان غواړي”
  1. د تاند سایټ محترمو مسولینو سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ورسته له سلامه دغه تصویر مو چی نشر کړی ای پوهیژی چی د خلکو په ذهن څومره منفی تا ثیر لری دا تصویر ښځی او ماشومان ګوری ایا پر دی پوهیژی چی پر دوی به څومره منفی تاثیر لری که مهربانی وکړی د دغه رنګه تصویرونو د نشرولونه ډډه وکړی دا په ډیره ښه وی ځکه چی په هر ځل نشرولو تکرار د دغه غمیزی وی

  2. د تاند سايټ محترمو مسولینو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ورسته له سلامه کوم تصویر مو چی نشر کړی دا په خلکو څومره منفی تاثیر لری ایا دا فکر مو کړی دی او دا شان تصویرونه پر ښځو او ماشومانو څومره منفی تاثیر لری دا مو کله خیال کړی دی که یو ځل دا تصویر خپل اولاد په وښایی بیا به پوه شی چی څومره منفی تاثیر لری که امکانو ولری د دغه شان تصویرونو د نشرولو ډډه وکړی مهربانی به وی

  3. :لیکوال ته

    ((يوکال وروسته چې هلک بيا ځلي راغی:::
    که یو کال وروسته چې هلک بیرته راغی

    »بیا ځلي«
    که بـــــیرته

    دا بیا ځلي مو له کومه په پښتو کې را وټنبه
    اوس مو ږ پر خواره پښتو د ایران د یرغل مخه ډب کړو او که د مشرقي والو له محلي لهجو ځان او خپل تنکي اولادونه بچ کړو!!!

    لږ فکر وکړئ چې څه کوئ

  4. روغ لیونیه!
    زما په فکر دلته د (بیا ځلي) پر ځای به (بېرته) مناسب وي چې استعمال شي خو دغه بل مسله دې چې په کې را تاو کړې چې (وس مو ږ پر خواره پښتو د ایران د یرغل مخه ډب کړو او که د مشرقي والو له محلي لهجو ځان او خپل تنکي اولادونه بچ کړو…) په دې کې دې خپل اصلیت ښوولې. دا چې یو پښتون يوه پښتنه لهجه له ایرانۍ سره برابروي بیا نو له پنجابي او پاړسیوان څخه ګیله نه ده په کار.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *