په وزیرستان کې د طالبانو په مشرۍ کې د اختلاف را ټوکېدل د لوبې نوی رنګ راښيي.

دغلته تر ډیره بریده پورې د کشمکشونو اصلي عامل دوه هغه « متحرک ځواکونه » دي، چې په طالبانو کې د نفوذ او د هغوی د مشرۍ د کنټرول په لټه کې دي. د پاکستاني طالبانو د کنټرول دې هڅو په هغوی کې کورنۍ سیالي ته هم لاره اواره کړې ده.

پاکستان د بیت الله مسید له وژل کېدو وروسته په دې لټه کې دی، چې د طالبانو مشري پاکستان پلوه کس ته وسپارل شي، خو د لوبې بل اړخ، چې دمګړۍ د افغان او پاکستاني طالبانو د مستقیم او غیر مستقیم کنټرول ستراتیژي پرمخ وړي، د پاکستان له ولکې نه د طالبانو د هستې او مشرۍ د اېستلو هڅه کوي.

د پاکستان لپاره د وزیرستان په جغرافیا او د «وزیرو او مسیدو» په مشرۍ کې د طالبانو د مشرۍ محدودول د جګړې د محدودولو په معنا دي. د وزیرستان په مشرۍ مقاومت په تاریخي لحاظ یوازې د همدې سیمې تر جغرافیا پورې محدود پاتې شوی، خو له دې جغرافیا نه یې د مشرۍ انتقال نه یوازې دا، چې ټول پاکستان نا امنه کوي، بلکې منځنۍ اسیا او د سنکیانګ له اړخه د چین په څېر د اسلام اباد ټینګ متحد هم ګواښلای شي. په تیرو څو لسیزو کې پاکستان په طالبانو کې د نفوذ له لارې په دې بریالی شوی، چې د چین پر لور د جنګیالیو د نفوذ او تګ مخه ونیسي، خو که له ګوانتانامو خوشي شوي طالب مشران امریکا په ولکه کې وساتي، پاکستان ته به د طالبانو د دودیز کنټرول دوام ستونزمن وي.

پاکستان دغو ژورتیاوو ته په پام سره اوس دوه کاره کوي. لومړی دا، چې جګړه په وزیرستان پورې محدوده کړي او وزیرستان د پخوا په څېر د افغان طالبانو ملاتړې جبهه پاتې شي. دویم، د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو د مشرۍ په کنټرول سره په دواړو خواوو کې د سولې بهیر یرغمل وساتي.

په پاکستان کې د طالبانو د هستۍ او مشرتابه حضور او کنټرول په کورنیو او بهرنیو سیاسي معادلاتو کې د اسلام اباد لاس لوړ ساتي. د افغانستان د سولې بهیر نن له همدې اړخه زیانمن دی، چې د طالبانو اصلي هسته او پر هغوی کنټرول په پاکستان کې دی او که د مولانا فضل الله په څېر د پاکستاني طالبانو هسته او کنټرول ددغه هېواد له جغرافیا وځي، د سولې او خبرو اترو په برخه کې به د افغانستان په څېر «دویم ځواک» او «هېواد» ته اړ وي.

په ښکاره داسې ښودل کیږي، چې په پاکستاني طالبانو کې د اختلاف عامل مذهبي او نورې ستونزې دي، خو دا د مسالې ظاهري اړخ دی. اصلي مساله د طالبانو د کنټرول دوه اړخیزې هڅې دي، چې هغوی یې هم عملا په دوو سترو ډلو سره ویشلي دي.

پاکستان له دې مخکې د بیت الله مسید پر وړاندې په عبدالله مسید او ترکستان بیټني هم کار کړی و، خو هغه وخت د بیت الله مشري په وزیرستان متمرکزه وه او هرڅه یې په کنټرول کې وو، ځکه یې اغیز محسوس نه و. اوس، چې د پاکستاني طالبانو مشري له وزیرستان نه بهر ده، اغیز یې شونی دی.

د پاکستان د طالبانو له غورځنګ نه د خالد مسید په مشرۍ بېله شوې ډله د مفتي ولي الرحمن پیرو دي. ولي الرحمن په خپل ژوند کې په پاکستان کې د سولې پلوی و او له حکیم الله سره یې شخړې هم له همدې امله وې. د حکیم الله له وژنې وروسته د خالد مسید پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ شاهین بیټنی و، چې د مولانا فضل الله د مشرۍ ملاتړ یې کاوه. ښکیلو کړیو دده په ګټه شاهین بېټنی له منځه یووړ، خو دی بیاهم د طالبانو مشرۍ ته رانغی.

اوس پوځ او پاکستان ته یوه لاره پاتې او هغه داده، چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات وکړي، د مولانا فضل الله ملاتړي او د حکیم الله پاتې شوني وځپي او هغه ډله واک ته ورسوي، چې د پاکستان امنیت او ګټې خوندي کولای شي.

نوې ډلې په خپلو لومړنیو لسو شرطونو کې څو مهم ټکي په ډاګه کړي:

–         ملا عمر ته ډیر درناوی لري او د اسلامي امارت پیروي کوي

–         د هرې هغې ډلې ملاتړ کوي، چې د یرغلګرو ځواکونو خلاف جنګیږي

–         علماوو ته درناوی لري او د هغوی لارښوونو ته غوږ ږدي

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې پاکستان کوښښ کوي د پاکستان د طالبانو له غورځنګ نه د بیلې شوې ډلې مشري په ملامحمد عمر تایید کړي، خو دا چاره هغوی په یوه دوه لار کې واقع کوي، ځکه د دویمې مشرۍ ملاتړ له لاسه ور کوي. د هغه لپاره به غوره انتخاب بې طرفه پاتې کېدل وي.

د نوې ډلې په اصولو کې یو مهم څیز د اسلامي امارت پیروي او د یرغلګرو پر وړاندې جنګیدل دي. هغوی عملا د افغان طالبانو د ملاتړ لپاره جواز غواړي. دلته تر ټولو د غور وړ ټکی ددیني مدرسو د علماوو نظر او لارښوونو ته غوږ نیول دي. په دې توګه یوځل بیا داسې ښکاري، چې د پېښور د دیني مدرسو مشران په طالبانو کې د خپل رول د احیا په لټه کې دي. هغه رول، چې حکیم الله مسید صفر ته رسولی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *