خوب

په اوږده خونه کې میز پروت و. دواړو غاړو ته یې څوکۍ وې. هلکان او نجونې یې شاوخوا ناست وو. زه یې ښوونکې وم.  ته مې ولیدې چې په زده کوونکو کې ناست یې. ما ځان ناګاره کړ. خو ستا مخامخ کښېناستم. ټولو ته مې وویل ځانونه معرفي کړي. تا وویل:

–         اې راباندې ګرانه یې.

زړه مې موسک شو. خو تندي مې خولې وکړې. ژر ژر مې نورو ته وکتل، کتاب مې پرانیست. نه مې درته کتل.

مور مې رانارې کړې:

–          تر قیامته به ویده یې، پورته شه.

سپيده چاود و. سترګې مې بیرته پټې کړې خو نه خوب راغی او نه مې ته ولیدې. زموږ د کلي د هلکانو ښوونځي هم تړلی.

10

ژوند

–  مورې ورته گوره.

مور مې په ټوکر گل اوبده. عينکې يې د پوزې په سر پر��ې وې . تار يې په غاښ پرې کړ.د عينکو په شيشو کې يې راته ونه کتل. په خپلو زهيرو سترگو يې وليدم. ورور ته مې يې هيڅ ونه ويل، زه يې مخاطبه وم: – دلته راسه يو څه زده کړه. ورور مې وخندل. لا يې په عذاب کړم. تندى مې تريو شو. پېغور يې راکړ:

 – ښه وايي ورشه. سبا به واده يې.

ومې ژړل. پلار مې راغى، غوسه شو: –

–         غلې شه، مېلمانه دي غږ به دې واوري.

11

انتظار

عکس مې وليد. د ونو ترمنځ کږه وږه بياله له اوبو ډکه وه.په ونو کې دوه مرغان ناست و. د ونو ترمنځ ځاى په شنو وښو پوښلى و. ومې يادېدې. ما ويل که راسره واى، دغلته به مې له ويالې اوبه په لپه را اخيستې او درشيندلې به مې. تا به په غېږ کې نيولم. گرمي مې وشوه. مور دې رانارې کړې: –

 – ورشه حويلۍ جارو کړه ، مازديگر شو.

جارو مې راواخيست. هوا توده وه. له څاه مې اوبه را وايستلې، په وچ پوټي مې ورو ورو وپاشلې. بوى يې خوند راکړ. جارو ستړې کړم. نه ته وې، نه د عکس هغه ښکلى ځاى. شپه شوه ، بله ورځ واوښته.

12

ځنډ

 سترگه مې پروني سوک پړسولې وه. پړونى مې په تودو اوبو لوند کړ، ټکور مې کړه. ستړې وم. کور کې څوک نه و. تلويزيون مې روښانه کړ. خبرونه و. مظاهره وه. د ښځو حقونه يې غوښتل. ته مې هم وليدې. په لاسونو کې دې سپينه دړه وه. لوړ دې نيولې وه چې ټول يې وويني. –

 له ښځو سره تاوتريخوالى ختم کړئ.

سترگه مې وخوږېده. تلويزيون مې مړ کړ. پخلنځي ته لاړم چې ډوډۍ دې بيا ونه ځنډېږي.

0 thoughts on “بل لور: د اغلې کوچۍ لنډکۍ لیکنې‎”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *