تاند- د ګوانتنامو له بنده د پنځو خوشي شویو طالب بندیانو له منځه یو تن غواړي چې له وسله والو طالبانو سره یوځای شي څو د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
د نورالله نوري خپلوانو نن /سې شنبه/ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلی نوري غواړي چې له طالبانو سره یوځای شي او د سولې لپاره کار وکړي.
نوري، چې ۱۲ کاله بند یې په ګوانتنامو کې تېر کړ او د مې په یودېرشمه خوشي شو، د طالبانو د رژیم تر پرزېدو وړاندې په بلخ ولایت کې والي و. د بلخ ولایت شیعه ګان تور لګوي چې نوموړي په ۱۹۹۸ میلادي کال په دغه ولایت کې د شیعه ګانو په وژلو کې لاس درلود.
نوري او څلور نور پخواني طالب چارواکي د شنبې په ورځ له ګوانتنامو څخه قطر ته په الوتکه کې ولېږل شول. قطر ته د دوی د سپارلو په بدل کې طالبانو یوازینی اسیر امریکايي پوځي بووي بریګدال خوشي کړ.
د نورالله نوري د تره زوی عبدالله فرانس پریس خبري اژانس ته په ټېلفوني مرکه کې وویل:«وروسته له دې چې دی (نوري) خوشي شو موږ ورسره خبرې وکړې، دی ډېر لېواله دی چې افغانستان ته ستون شي.»
عبدالله دا هم وویل چې نوري غواړي چې له طالبانو سره یوځای شي او هغوی سولې ته وهڅوي.