د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې پنجشیر او لغمان خپلې ګروپ کې سیالۍ په خپلو بریاو سره پیل کړې
د بابای ملت ولایتي ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې نن د پنجشیر لوبډلې پکتیا او لغمان د میدان وردګو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پکتیا او پنجشیر ترمنځ سیالي چې په زرملوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، پچه یې د پکتیا لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۴۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې رحمت شاه سهاک ۶۰ او یونس احمدزي ۲۴ منډې جوړې کړې. د پنجشیر لوبغاړو له لوري پرویز د پکتیا څلور لوبغاړي وسوځول.
د پنجشیر لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۳۱ اوور کې د درو لوبغاړو په سوځیدو سره بیشپړ کړ چې له ډلې یې نورالحق ۴۶ او مصور ۴۲ منډې جوړې کړې. د پکتیا توپ اچونکو له لوري اسد د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د سیالۍ غوره لوبغاړی پرویز ونومول شو.
دوهمه سیالي چې د ننګرهار غازي امان الله په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، پچه یې د میدان وردګ لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره لغمان لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عارف الله ۵۸ او حبیب الرحمن ۲۵ منډې جوړې کړې. د لغمان توپ اچونکو له لوري فهیم ناصري ۴ او روهید ۳ لوبغاړي وسوځول.
لغان ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۳ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې مرتضی ۵۶ او خیبر ۲۷ منډې جوړې کړې. د میدان وردګ توپ اچونکو له لوري مسعود او قیوم د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
فهیم ناصري د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د سیالۍ دوهم ګروپ لوبډلو ترمنځ لوبو پیل خورا زړه راښکونکی وباله. نوموړي د کورني کرکټ په کچه د ورته ګټورو سیالیو په لاره اچول او په بریالۍ توګه عملي کول یې یو ګټور ګام بولي.