د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په اړه اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې«د پخواني پښتون جګړه مار استازو په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.»
په یوه غونډه کې، چې د کابل د ودونو په یوه سالون کې جوړه شوې وه او د سیاف دواړو مرستیالانو پکې ګډون کړی و، عبدالله عبدالله د سیاف مننه وکړه.
سره له دې چې سیاف په غونډه کې ګډون نه و کړی خو څرنګه چې دی په تېرو څو لسیزو کې تل د نظار شورا پیرو پاتې شوی توقع کېده چې د عبدالله عبدالله ملاتړ به اعلانوي.
سیاف د نوې یمې لسیزې په پیل کې د حکمتیار په وړاندې او وروسته د طالبانو په وړاندې د احمدشاه مسعود ملاتړ کړی و.
ویل کېږي چې سیاف له اصله د کابل د شمالي اوسېدونکی دی. پلرونه یې، چې هندو مذهبه ول د اسلام له قبولو وروسته له استالف څخه پغمان ته تللي او هلته یې ځان خروټی معرفي کړی دی. کله چې پېښور ته مهاجر شو هلته سید شو.
د ولسي جرګې په دواړو دورو کې د نظار شورا او جمعیت غړیو د سیاف له ریاست سره مخالفت وکړ او دې مسلې سیاف له خپلو پخوانیو متحدانو ګیله من کړی و.
اسوشیتد پریس خبري اژانس وايي سیاف هغه جګړه مار دی چې د ۱۹۹۰ میلادي لسیزې په کورنیو جګړو کې د بشري حقونو په سرغړونې، سخت دریځۍ او د اسامه بن لادن په شمول له سرزورو ډلو سره د اړیکو په لرلو تورن دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې سیاف د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څه باندې ۷ فیصده رایې ګتلې وې او که د ده پلویان په دوهم ځلي انتخاباتو کې عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي د نوموړي له بریالیتوب سره لویه مرسته کولی شي ځکه چې لا هم یو شمېر پښتانه فکر کوي چې سیاف «پښتون!!!» دی.
——————————
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
د افغانستان خلک نور هغه پخواني د تورو تیارو اوسیدونکي ندي چې تش د نوم پسې لاړشي ، زه فکر نه کوم چې هغه اوه فيصده خلکو چې سیاف ته رايه ورکړې وه ، د سیاف زر خريد نوکران اوسي چې دئ هره خوا لاړشي دوی به ېې ملګري وي ، لکه څنګه چې د زلمي ، رسول او بلدوزر صيب سره خپلو ملګرو پریښوده ، اميد دئ چې د سیاف پیروان به هم حق ته نظر وکړي او اصلي د جمهوري رياست وړ او حقدار داکتر صب اشرف غني ته به خپلې راېې وکاروی ، ځکه افغانان نور د سهامي شرکتونو څخه ستړي شویدي
Durani Sb,
When I read your topic, I really couldn’t stop laughing. I don’t know what is wrong with some of my Pashtoon brothers? Until yesterday Sayaf was Pashtoon, Mujaheed etc, but today when he starts support Abdullah, you made him from the north, question mark if he is Pashtoon? He is warlord, Even you made him Hendoo.
Please think what you write and be realistic. We should respect everyone opinion and let them to support anyone who like to.
You never mentioned about General Dostum who killed our 7000 brothers in Dashte laily. Please calm down and watch what will happen next and never lose hope. Sorry if I made upset.
سیاف پښتون دی خو هغه پښتون دی چه پښتنی غیرت اوهمت کډه ترنه کړی ده اوبله خبره داده چه غله به بالاخره خپلو غلو سره یوځای کیږی اووطن پرسته خلک به له وطن پرسته خلکو سره یوځای کیږی
او د خلکو د غولولو لپاره واي چې زه په دي ښه پوهیږم جې د ملک له نني اقتصادی او سیاسي غوبل څخه د وتلو لپاره یوازینی ښه انتخاب اشرف غنی دی خو زه له ځکه نه ورسره ودریږم چې د ده معاوین اول دوستم کمونست دی دا او ها… خو دی ته فکر نه کړي چې تر پرونه چې همدا دوستم ستا له بادارانو سره د دوی په هره چټله او د ملت په دوښمنی لوبه کي ګډوو او له ډیره نازه چا ورته فاتحه چا ورته خالد ابن ولید او چا ورته پدر معنوی وایه حتی مرحم ربانی په خپل کور کی له خپلو لورانو سره خوشی کړی وو اوبهانه یی دا وه چې (مااوره بچه خواندیم) خو ته هم په همدی ډله کی وی او ته هم ورسره په دی ټولو کی شریک وی او نن چې په دی ډاریږي چې امکان لری چې سیاسی واک د یو څو پوچمغزو مافیا ګومارل شویو له لاس د ولس د خوښي و کاندید ته په لاس ورشی او ممکنه ده چی تیر حسابونه را منځ ته شي او ملت په دی وتوانیږی چې له هر غاصب څخه حساب واخلی نو دی بانی شروع کړی . محتر استاد خلک نسی غلتولای اوس هم کیدای شی چې ملت خپل کړی او را ولاړ شی په میدان د یو نر او حقیقی مجاهد غودند حق ته حق ووای او باطل ته وواي چي نور بس دي. نو به په واقعت سره ډیره ښه راتلوکی ولری کنه یو خت نه یو وخت به دا بیچره ملت له تاسو ټولو سره حساب وکړی
استاد سیاف یو مجاهد شخصیت دی. هغه د پنجشیر نه بلکه د حقیقت پیروي کوي. په مهربانۍ سره بی احترامي مه کوي او له حقیقت څخه سترګې مه پټوئ.
په درنښت
اجمل
ننګرهار
داخو دسیاف په اړه دیرښه معلومات و ما مخکی هم دغسی څه اوریدلی وه چه دسیاف نیکه ګان هندو مذهبه وه، اصلآ شخصی ګټو دوی سره یو ځای کړیدی ځکه تیرو ۴۰ کلونو دا وښودل چه دوی ملت ته هیڅ ګټه نده رسولی مګر نه جبرانیدونکی زیانو نه یی ولس او هیواد ته اړولی دی حتی دی داسلام مقدس دین ته ډیر سپکاوی کړیدی ، دوی ځانونه ددین انحصار ګران بولی د سیاف دګوند والیانو دا وښودل چه دوی په کومه اندازه پ فساد ککړ دی زما دمعلوماتو له مخی دغه پیسی چه دده والیان یی دخلکو اخلی یا دبیا رغاونی پیسي غلاکوی سم نیمایی یی دسیاف جیب ته لویږی ښه مثالونه یی دزابل والی اشرف ناصری اود غزنی والی موسی اکبر زاده دی دزابل او غزنی خلک یی په هکله ښه معلومات لری . مسلمان خو داسی نه کوی هغوی چه دخدای او دآخرت دحسابه بیریږی داسی نه کوی
pa de ke his shak neshta che da khaeen wo aw khaeen ba v da 1 choki la para aw 1 so paiso pa pa badal ke ye khpal aiman aw aabro kharsa kra.