تاند- وکیل احمد متوکل، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بهرنیو چارو وزیر و،وایي چې د طالب بندیانو خوشې کیدا د سولې د بهیر لپاره د اعتماد او باور زمینه برابرولی شي.

وکیل احمد متوکل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ددغو پنځو بندي طالبانو خوشی کیدل د دې په ترڅ کې چې د سولې د بهیر لپاره د اعتماد او باور زمینه برابروي، د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته ګټه لري خو شرط دا دی چې د جوزا د څلروویشتمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو په نتیجه کې داسي څوک ولسمشر غوره شي چې د روغې جوړې او سولې د راوستو پخه اراده ولري.

د جوزا د څلرویشتمې نېټې انتخابات د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ کېږي. که څه هم دواړو سوله د افغانستان لپاره مهمه بللې خو ښاغلي عبدالله، چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې ۴۵ فیصده رایې ګټلي او د ولسمشرۍ ګڼ نور کاندیدان ورسره ملګري شوي، وايي چې د کرزي په شان به د سولې لپاره طالبانو ته زارۍ ونه کړي بلکې له قوي دریځه به طالبان سولې ته راضي کړي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم خپل سیال اشرف غني احمدزی په دې غندلی چې د طالب بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم له ګوانتنامو څخه د پنځو خوشي شویو طالبانو په اړه دواړه کاندیدانو تراوسه څه نه دي ویلي خو د امریکا حکومت ویلي چې د دوی خلاصون به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د افغانستان حکومت په دې مسله کې په دې خاطر ګیله من دی چې مخکې تر مخکې ورسره مشوره نه ده شوې.

ښاغلی متوکل وویل:« څرنګه چې دا پنځه طآلبان له امریکا سره بندیان ول نو باید چې د هغو د خلاصیدو خبرې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ شوېوای.»

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان حکومت وایي دا بندیان باید افغانستان ته استول شوي وای، نه قطرته. که افغانستان ته لیږل شوي وای، سولی ته به ېي ګټه کړې وای، ښاغلی متوکل وویل: « دې کار به ځکه کومک نه وای کړی چې د افغانستان حکومت ته چې بندیان وسپارل شي، هغه باید یو څه وخت په حکومتي زندانونو کې تیر کړي، او بله دا چې دا د بندیانو عادي خوشی کیدل نه دي، دا د بندیانو تبادله ده، او تبادله د دخیلو اړخونو په خوښی او اختیار کیږي.»

د افغانستان حکومت ویلي چې باید پنخه واړه طالب بندیان افغانستان ته لېږل شوي وای چې د ازادو اتباعو په شان یې په خپل هیواد کې ژوند کړی وای.

امریکايي چارواکو ویلي چې طالب بندیان یې قطر ته سپارلي او د قطر حکومت تضمین ورکړی چې هغوی به هیڅ راز فعالیت نه شي کولی.

په امریکا کې دننه هم د طالب بندیانو پر سر ناندرۍ پیل شوي دي. د جمهوریتپال ګوند مشرانو د دغو بندیانو پر خلاصون د اوباما پر حکومت نیوکې کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره ډېر افغانان هیله لري چې د طالب بندیانو خوشي کېدا به په افغانستان کې د سولې د بهیر د بیلېدو سبب شي.

0 thoughts on “متوکل: د طالب بندیانو خوشی کېدا د سولې لپاره ګټوره ده”
  1. موږ د خوشی شوو پنځو طالب بندیانو د خوشی کیدو هرکلی کوو خدای وکړی چی ټول هغه طالیبان چی اوس هم په کیوبا کی په امریکایی زندانونه کی شپی ورځی سبا کوی رایله شی پاتی شوه د ا مسله چی د دغو طالیبانو را یله کیدل به د سولی د راتګ سره مرسته وکړی زه فکر کوم چی که دغه طالیبان که په رښتیا وغواړی چی د موجوده یا راتلونکی حکومت سره د سولی خبری وکړی کولای شی په دی شرط چی د پاکستان د استخباراتی شبکی تر تاثیر لاندی نه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *