په ټاکنو کې درغلي یوه ستره ننګونه بلل کیږي.ننګونه ځکه ده،چې زمونږ ټاکنې د نورو هېوادونو په څېر په عصري سستمونو برابرې نه دي.په نورو هېوادو کې ټاکنې د سهار له اوو بجو پیل تر څلورو بجو دوام کوي. په همدې شپه ، سبا یا بل سبا یې پایله هم راوځي؛ځکه دوی په عصري ټېکنالوجۍ سنبال دي. خو په مونږ کې دغه ستونزه له ورایه ښکاري، نو ځکه خو په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ډب کول ستونزمنه ده.

د لومړي پړاو ټاکنې له درغلیو ډکې وې ، ډېرې درغلۍ یوازې د یوه نوماند عبدالله د پلویانو لخوا شوې وې. ددې درغلیو مستند راپورونه په رسنیو کې شته دي .دغه راز د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو دواړو کمیسیونونو هم په ټاکنو کې شوې درغلۍ منلې دي.

د درغلیو د خپرو شو�� راپورونو پر بنسټ ویل کیږي ، چې د کمیسیون یوې ښځینه کار کوونکې تر لومړي پړاو ټاکنو څو ورځې وړاندې (۸۰۰۰۰۰ ) رای پاڼې مخکې له مخکې اېستلې وې او د هیواد شمالي ولایتونو ته یې لېږلې وې. همدارنګه په شمال کې د عبدالله په ګټه د جعلي رای پاڼو کارول، د یو یو کس لخوا د لس ځله رایې کارول، په هغه سایټونو کې چې د اشرف غني رایه زیاته وه د کمیسیون د ځینو عبدالله پلوه کارکونکو لخوا د هغه رایې پاڼو نه امضا او دېته ورته نورې د عبدالله له سترو درغلیو څخه شمېرل کېږې.

د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو کمیسیونونه وایي ،چېپه دوهم پړاو کې به تر خپلې وسې د درغلیو مخه ونیسي. مګرداچې د کمیسیون ډېر غړي هم د هغه نظام خلک دي، کوم چې په فساد کې نړیوال ریکارډ لري؛ نو څوک نشي ویلای،چې هغوی به د درغلیو دمخنیوي په وړاندې څومره جدي او یابه د دوی خبره څومره د اعتبار وړوي؟

 څو موده وړاندې د ټاکنو کمیسیون د هغو درغلګرو په اړه څېړنې وکړې چې په لومړي پړاو کې یې د ځينو خاصو نوماندانو په ګټه درغلۍ کړې وې او د هغوی نوم لست یې ارګ ته نیغ په نیغه وسپاره؛ خو شمېر مسوولين وايي، چې هغه لست د ټاکنو د کميسيون د دفتر او ارګ تر منځ په لاره کې ورک شوی دی، چې په لومړي پړاو کې د متقلبو چارواکو او د ټاکنو مسوولينو نومونو په کې ښودل شوي وو.

د ټاکنو کميسيون سرچينې وايي، چې دغه لست يې څو ورځې مخکې د جمهوري رياست ماڼۍ ته ليږلی، خو د امورو د ادارې د ليکونو د مسوول لخوا د دې موضوع په هکله بې خبري ښودل شوې ده.

نو اوس دا جوتېږي، چې ډاکټر اشرف غني له چا سره سیالي کوي؟دکمیسیون غړیو سره، چې د عبدالله خپل کسان دي او د فضل احمد معنوي په خوښه ګمارل شوي دي،یا جعلي رایې سره یا د یو کس پر ځای له لسو کسانو سره یا د انتخ��باتي کارتونو پر ځای له تذکیرو سره ؛نو څرګنده ده، چې ډاکټر اشرف غني له عبدالله سره نه ،بلکې د عبدالله له درغلۍ سره نوماند دی.

د دوام اداره.

0 thoughts on “د غني سیال درغلي ده/ د دوام اداره”
  1. د دغي ليكني خخه معلو ميزي جه در غلي سرتا سر در غلي دي ولي مسول خوك نشته او نه مسوليت خوك به غاره اخلي
    راخي جه ووايو جه نه دولت شته نه قانون شته نه دقانون تطبيق كونكي
    ( ديوانه سر شار خوش است ). كرزي به هم وأي جه ما دملت دخلكو دباره خدمت وكر
    زه قانون بوه نه يم مكر به قانوني جوكات كي مي كار كري ،قانون مي تطبيق كري او به قانو تطبيق ولو بأندي دهر جا شه بوهيرم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *