د بلخ د ګمرک د عوایدو په اړه بلا راپورونه خپاره شول، چې د بلخ زورو او مطلق واکمن والي عطا محمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله په کمپاین کې لګولې دي.
د راپورونو له مخې د بلخ د ګمرک عواید د ټاکنو په درشل کې د دریو میاشتو په موده کې د ورځې ۳ میلیونه افغانۍ کم شوي دي، چې ټول ۲۷۰ میلیونه افغانۍ کېږي.
دغه پیسې عطامحمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله په کمپایني لګښتونو او هغو ناظرینو وېشلې دي، چې د وري په شپاړسمه یې په ټاکنو کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په ګټه تقلب وکړ.
اوس په ټولنیزه میډیا کې د احمدضیاء مسعود د کمپایني ټیم او ملګرو له لوري داسې راپورونه هم خپرېږي، چې ښیي دغه ټیم د ټاکنو د لګښت لپاره له بیرونه هم مرستې ترلاسه کوي.
ددې راپورونو له مخې، ټاکل شوې دغه ټیم د ایران پراخې مرستې ترلاسه کړي. ددې مرستو د ترلاسه کولو بهیر پدې ډول دی چې ډېر ژر به د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم یو با اعتباره کس دوبۍ ته ولاړ شي، څو د ایران د سپاه پاسداران د ډلې له خوا ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړي او هغه یې د یو تجارتي شرکت د مالي اموراتو په توګه کابل ته را انتقال کړي.
وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي و، چې ایران د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره همکاري لري، خو وروستی راپور دغه اوازې د ثبوت تر کچې رسوي.
په فېسبوک کې د احمد ضیا مسعود پلویانو د ډاکتر عبدالله عبدالله په ټیم تور لګولی چې د ایران له استخباراتو سره نېږدې اړیکي لري او له همدې وجې پدې وروستیو کې ورته د امریکایي دیپلوماتانو او سفارت توجه کمه شوې ده.
دغه موضوع له دې اړخه هم اندېښمنونکې ده، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د نفوذ ښودنه کوي، هغه څه چې افغانانو یې په تېر کې دروند قیمت پرې کړی دی او که د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو ځل بیا بریالی شي، نو ورته حالت راګرځېدونکی دی.
په ورته وخت کې له دولتي امکاناتو د استفادې په لړ کې هم ددې ټیم په اړه ځینې راروزنه رامخ ته شوي دي، چې یو یې هم له طلوع نیوز سره د ډاکتر عبدالله عبدالله د دویم مرستیال څرګندونې دي.
د ډاکتر عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې که ټیم یې بریالی شي د اوسنۍ کابینې دوه وزیران (د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی او د دفاع وزیر بسم الله محمدي) به پخپل حکومت کې وساتي.
د توجه وړ موضوع داده چې ولې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ولسمشر کرزي په اوسنۍ کابینه کې دغه دوه وزیران انتخابوي؟ د ښاغلي داؤدزي او محمدي هڅې ټولو ته څرګندې دي. په تېرو ټاکنو کې د افغان ځواکونو په اړه داسې راپورونه خپاره شول، چې پولیسو د یو مشخص کاندید په ګټه تقلب کړی دی.
له دې ټولو مسایلو سره، سره اوس پوښتنه داده چې ولې د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم دغه وزیران له ځانه سره ساتي؟
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له لوري د ژمنو ورکولو په لړ کې له دې دوو او مهمو کلیدي وزارتونو ناوړه استفاده کېږي. دا چې دغه دوه وزارتونه د ټاکنو په ورځ په امنیت ټینګولو او خلکو ته د زمینه سازۍ په برخه کې ډېر مهم رول لري، نو ځکه د تقلب لپاره ددې ټیم له لوري انتخابېږي. خو د کورنیو چارو وزارت په خبري کنفرانسونو کې دغه شان ادعاوو ته له وړاندې ځواب ویلی او پولیس هغسې چې (ملي) بللي دي، په ملي ډول یې د دندې د ترسره کولو ژمنه هم کړې ده.
د تاکید وړ موضوع داده، چې پلټونکي ارګانونه باید د ښاغلي محقق څرګندونو په اړه پلټنه وکړي، هسې نه چې له دولتي پوستونو د مشخص کاندید په ګټه استفاده وشي.
له بلې خوا د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم څخه درز شوي راپورونه وایي، چې ددې دوه وزیرانو او دې ټیم ترمنځ پټې معاملې هم شته دي.
ددې راپورونو په اساس، د جاوید جیحون په نوم کس چې په جاوید لالا مشهور دی (د یونایټیډ بانک رییس) دغه اړیکي رهبري کوي. ویل کېږي د بلخ زورور والي عطاء محمد نور او ښاغلی عمر دوادزی ددې بانک لوی سهم لرونکي دي.
د راپورونو له مخې، دوی په ګډه په دویم دور ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاین د لګښتونو پوره کولو لپاره له وړاندې ځینې تړونونه هم سره لاسلیک کړي دي.
د وزارتونو، معینیتونو او سفارتونو په لیلام کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم ټولو هغو سیاسي څېرو ته پخپل حکومت کې د چوکیو وړاندیز کوي، چې دوی ته له ۲ زرو زیاتې رایې راټولې کړای شي.
هغه کسان له دوی سره یو ځای کېږي ددې ټیم لخوا ورته تر دوو میلیونو امریکایي ډالره هم ورکول کېږي او په وروستي ځل یې د لومړي دور ټاکنو د ولسمشرۍ کاندید ګل اغا شیرزي ته هم دوه میلیونه امریکایي ډالره ورکړل، څو ورسره یو ځای شي.
اوس باید د ټاکنو کمېسیون دغه مسایل په پام کې ونیسي او که چېرې په شفاف ډول وڅېړل شي، نو حتمي ده چې پړه به پېژندل کېږي او هغه وخت په کار ده چې د ټاکنو قانون په اساس لومړی جریمه او وروسته قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.