راځم د (روده قاق) کارول شوې کلمې ته، هغوی چې دغه کلمې یې کارولې بلکل په سیاسي الفبا نه پوهېږي او له سیاست سره نابلده دي. هغوی لا هم زور او د زور ژبه پېژني، چې د زور او تحقیر ژبه نه په سیاست او نه هم په ډېموکراسۍ کې ځای لري.
عقل او مغز په روده کې نه دی، مهاتما ګاندي چې په خپلو لاسونو یې د نړۍ ترټولو ستره ډېموکراسي ورغوله ښایي د نړۍ تر ټولو ستر قاق روده و.
ښایي روده قاقي او ډنګرتوب به عیب نه وي، خو دا به عیب وي، چې یو څوک په سیاسي الفبا او سیاسي مبارزه پوه نه شي او مخینه یې له تورو ټکو ډکه وي. زه په دې پوره باوري یم، چې دغه رهبر نما څېرې، چې د زرګونو خلکو تر مخ یې دغه خبره وکوله، په خپل شخصیت په خپله ګوزار وکړ.
د دې پرځای چې یو ټیم چې غواړي په افغانستان غوندې هېواد کې واک ته ورسېږي خپل پروګرامونه خپاره کړي، دا ډول څرګندونې خلکو ته د زور او تحقیر فرهنګ ورښيي.
د ولسمشر کرزي تېر دیارلس کلونه د افغانانو لپاره د بدلون تر ټولو ځلانده لسیزه وه، په تېرو دیارلسو کلونو کې د بېلابېلو پرمختګونو پر دوام افغانان دا مهال نوې رامنځته شوې ډېموکراسي آزمايي. په نړیواله کچه د ډېموکراسۍ ښه بېلګه هندوستان یاديږي، هغه هېواد چې د وګړو شمېر یې له یو میلیارد اوړي، د بېلابېلو ژبو، قومونو او مذهبونو په لرلو سره په یوه کور کې د یوه هندي په توګه ژوند کوي.
په ډېموکراتیکو نظامونو کې د ولسواکۍ او ډېموکراسۍ د تمثیل ښه فکټور ټاکنې وي، یو ملت او ولس خپل برخلیک په خپلو رایو ټاکي.
له افغان ټاکنو سره هممهاله هندي ملت هم خپل راتلونکی مشرتابه وټاکه او په څو سوه میلیوني ګډون سره یې موفقې ټاکنې ترسره کړې.
کانګرېس ګوند، چې د هندوستان په آزادۍ او په دغه هېواد کې د ډېموکرارسۍ له عامولو نیولې بیا تر لسګونو کلونو په دغه هېواد حاکم و، ترڅنګ یې یو پیاوړي آپوزېسیون هم کار کاوه. دغه آپوزېسیون چې مشري یې د بي جي پي ګوند کوله وکولای شو له دېرش کلنې مبارزې وروسته په سږنیو ټاکنو کې خپل سیال کانګرېس ګوند ته ماتې ورکړي.
ډېموکراسي هله تمثیل شوه، چې کانګرېس ګوند د ټاکنو د پایلو له اعلان وړاندې په رسمي ډول خپله ماتې ومنله او د نرېندرا مودي په مشرۍ د بي جي پي ګوند ته یې مبارکي ورکړه او سربېره پردې په ډېر ښه ډول یې واک هم ورته وسپاره.
موږ هم ټاکنې لرو، یو پړاو یې وشوې او اوس د دویم پړاو په لور ور روان یو، که څه هم له ډېموکراسۍ خبرې کوو، خو کله مو چې ډېموکراسي د خپلو شخصي ګټو سره په ټکر کې راشي، له ډېموکراسۍ ګرځو او د زور له ژبې کار اخلو.
ډېموکراسي او ولسواکي دا نه مانا، چې خلک راشي په ټاکنو کې ونډه واخلي بلکې دا مانا چې خلک په پوره خپلواکۍ او پوره سیاسي شعور سره په شفافو ټاکنو کې ونډه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
داكتر صاحب ،عبدالله عبدالله اواسنادء محقق بايد هغه ترخي شبي خبلي مخي ته ودروي جه دكابل همشهريانو بأندي د دوي له خوا تأمين شوي وه وي حتي جه خبل شهيدان ي جه بيروني إمكانات ي نه درلوده به خبلو كورو كي دفن كره نه بوهيرم جه نن به كومو ستركو دوي دهماغه خلكو خخه دراي اخستو توقوع كوي اوبه كوم وجدان سره جه رهبري دملت به لأس كي ونيسي أياد خدمت دباره أويا دهماغه صحنو زوندي كيدو به خاطر كه مي دروغ ويلي وي وطنوال دي ما محاكمه كري اوكه رشتيا وايم وطنوال دي تدير شوو حالاتو خخه عبرت وأخلي او دمحقق د تهديدي خبري به ارتباط روده كأك ته دي رأي وركري جه به سليم عقل لرلو سره وطن او خلكو ته د ما
فيأتي دلي خخه نجات وركري
جلالزوي
ولی داسی ښکاری چه دمحقق مغز په رودو کی دی که چیری ددی جناب مغز په سرکی وای هیڅکله یی داسی پرتی اوسپکی سپوری خبری په یوه ملی شخصیت پوری نه کولی ولی په هرصورت داخبری دده دشخصیت اوظرفیت څرګندونه کوی اوزمونږ مسلمان ولس دامنفوری اومنحوسی څیری پیژنی