سریزه:

زما دا څېړنه د احمد شاه بابا په تصوفي شاعرۍ راڅرخي چې احمد شاه بابا څنګه تصوف ته په خپل شاعرۍ کې ځای ورکړی ده همدارنګه د تصوف په کومه لاره روان وه د احمد شاه بابا او د نورو تصوفي شاعرانو په شعرونو رڼا اچوو لکه د پیر روښان او د ده لاریویانو په تصوفي شاعرۍ باندې،خو پیل د احمد شاه بابا د تصوف په دوو مشهور لارو (وحدت الشهود او وحدت الوجد)کي رڼا اچوو پر و حدت الوجود دونه ټينګ ولاړ دى چي ان ځان له نوره بولي لکه په دې لاندي بيتو کي چې دی په خپله وایې:

عالم لــــــه نوره پيدا سوى
دا قـــــــــــــدرت واړه له خدا
زه احمد له نوره پوه سوم
اوس ثنا کـــــــــــــــــــــړم ربنا

احمد شاه بابا په پرله پسې توګه د وحدت الوجود فلسفه په خورا درب او درز سره بيانوي لکه په دې لاندي څو بيتو کي:
د کثرت بازار يې جـــــــــوړ کړ
عجيب نور پکښي جولان که
لکه نور له ځانه بيل ســــــــــــــــو
د موجود هايي نشان کــــــــــــه
پټه ها وه په عدم کښــــــــــــــــــي
د انسان نقش يې په ځان کـه

تر دې ځايه موږ د احمد شاه باببابا پر تصوفي شاعرى و ږغيدلو ،چې د احمد شاه بابا شاعري د تصوف په برخه کې ډېره خوږه او درنه شاعري دئ،احمد شاه بابا د تصوف لارې یو ښه شاعر دئ
اوس به خپل بحث ته دوام ورکړو د احمد شاه بابا په لاندې شعر:

څه وفا په دا نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړۍ
څه سو خلق چي يې سنا اوو دې څړۍ
د دنيا قدر مي و ليده په سترګــــــــــــــــــو
له اطلسه برابره ځي شـــــــړۍ
دلته احمد شاه بابا ځان ډېر عاجز بولي ځکه خپله پادشاهي او مقام نه ناز نه کوي بلکې ځان یو فقیر او ملنګ ورته ښکاري چې پادشاه،فقیر،ګدا،خان ټول له دنیا څخه ځي دنیا او دولت د انسان په مرګ کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولای پرته له عبادت او پرهېزګارۍ نه،احمد شاه بابا په پرله پسې توګه د زړه د پاکى لپاره د ذکر او د خداى ميني ږغ کوي
صورت ستا حــــــــــــــــــــــــــــــجاب دئ
تې د سر په وينو سور کــــــــــــــــــــــــړه
که خودي واخلې له ميانــــــــــــــــــــــه
بېخودي خود حضور کړه
مهمه مسئله په تصوف کي د نفس سره مجادله ده احمد شاه بابا دې مسئله کي ډېر جدي دي د نفس او خودى د لمنځه وړلو خبره کوي لکه په دې لاندي بيتو کي

د يقين توره در واخلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
نس رقيب باسه له کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوره
که يې و باسې له کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوره
کور به خلاص وينې له شور

په یاد بیت کي احمدشاه بابا یقین د تورې سره تشبیه کړی ده چې یقین له توري نه هم تېره بولې او نفس له دښمن سره تشبیه کوي چې نفس د انسان دښمن بولي هغه هم داسې دښمن چې له هغه سره مقابله او مجادله به ستونزمنه کړنه بولي چې ټینګ هوډ او عزم ته اړتیا لري چې دښمن له خپل سرحد نه وشړل شي هغه سرحد چې هغه نفس ده چې احمد شاه بابا په دې ډګر کې بریالی جنګیالی ښکاري،داچي په لاندې بیتونو کې به راته ښه جوته شي

د شيطان په نغوته درومــــــــــــــــــــــــي
دوى د سر عقل خــــــــــــــــــــــــــــــــوړلى
د يقين بانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدي شپه ده
په ګُمان يې ايمان بايلولى

دلته احمدشاه بابا هغه چاته وینا کوي چې دوی د شیطان په لاره روان دي او د شیطان خبره مني هغه له کم عقل او یا هم له لیونیو سره پرتله کوي او بې ایمانه ورته ښکاري دوی ګمان کوي په سمه لاره روان دي خو برعکس دئ.
يوه بله مسئله چي د اسلامي تصوف ته لاره موندلې ده هغه د نه خوراک يا لږ خوراک مسئله ده همدارنګه د اسلام ستر لارښوود هم د لږ خوراک خبره کوي چې احمد شاه بابا هم په دې مسئله کي ډېر جدي دى لکه په دې لاندي بيتو کي
نغوته د نس پرېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږده
چي خلاصه دي وي غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاړه
د هغه ورځ اسباب نن کــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
چي په حلق دي نه چليږي لاړه

زړه د خداى کور او يا هم کعبه بلل کيږي احمدشه بابا د دې سپېڅلي ځاى د پاک ساتلو لپاره ډېر پام کوي او د دې نصیحت کوي چي هغه بايد پاک و ساتل سي ځکه دا د خداى کور دى،لکه په دې لاندي بيتو کي چي وايي:

يقين د زړه دئ بې ادراکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
که سينه کړې له غيرو پاکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
هر چار به بې ريا کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د زړه په نوره تماشا کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
احمدشاه چي د مخه ليري رِداکه
دلته بیا هم احمد شاه بابا د یقین خبره کوي غواړي زړه له غیرو نه پاک کړي، هر عبادت خاص د الله له پاره وکړي نه دریا د پاره هر عبادت باید د خدای د پاره ادا شي چې دا نظریه د تصوف په لارویانو کې لیدل کیږي چې احمد شاه بابا هم ښکاره دا خبره کوي
دلته به د پیر روښان او د د لارویانو نظر هم را واخلو چې دی هم د تصوف لارویان او یا هم بنسټ اېښودونکی دئ

چې روښان ئې شولو زړه د خدائ له ذکره
نوم ئې ومونده روښان د خدائ له فکره

تل د تصوف د لارې لارویان په ذکر بوخت وي او زړونه یې له هر ډول وسواس څخه پاک وی او خدای ته نږدې کېږي

چې ئې زړه د حق له نوره مصفا شو
هر يو شې ورته معلوم د حق له خوا شو
ور ښکاره ئې کړې کږې او نېغې لارې
خپل ملګري ئې کړل پوئ د دين په چارې
انبياء هم نور د حق په نور وو
چې ليدلې ئې دا نور په کوه طور وو
مريدان ئې ملقب په رښاني شول
لکه ستوري له افتابه تاباني شول
اوس به راشوو د پیر روښان د لارې لارویانو ته

ملا علی محمد مخلص:

شناخت به نه مومې بې پيره
که په دا وينا محرم يې

خو مخلص بیا له پیره نه پرته ژوند بې مفهومه بولي هرڅه د پیر په لاس نیوی کې ویني وایې کامل انسان له پیر سره کامل کېږي چې دی خپله وایي:

مخلص وايې کامل پير کړه
که تشنه دهستۍ يم يې

دلته د احمدشاه بابا او مخلص ترمنځ توپیر دا ده چې احمدشاه بابا د پیر یادونه نه کوي خو مخلص په ښکاره ډول د پیر یاونه په ویاړ سره کوي خو نور د دواړو نظرونه سره یو شان دي،خو اوس به د دولت نظر هم د تصوف په برخه کې را واخلوو چې دی څه نظر لري:

دولت لواڼى (نوحاڼى)

زه دولت سني مسلم چار يار منمه
هم په خداى رسول راوړى دى ايمان ما
چې د خداى و رسول نوم پكې يادېږي
شاعري بله نور مه ګڼه تر دا ښه

دلته د احمد شاه بابا او دولت ترمنځ کوم ځانګړې ډول توپیر نشته دواړه د خدای په مینه کې ډوب دي او د خدای په مینه کې شاعري هم کوي،خوپه بل ځای کې دولت د پیر لاس نیوی کوي او د پیر روښان څخه په ښکاره ستاینه کوي:

پـــير روښان لــــكه مـــلاح مدد يې راكړ
په ګرداب كې مې زورن و په دا نن شپه

خو دلته دولت په زغرده سره د پیر ستاینه کوي او هم یې په تصوف کې ښه شاعري کړې ده خو د وخت له کمښته نه شو کلای چې ډېر څه درته واضېح کړو د دولت شاعري په تصوف کې همدا به بسنه وکړي:

واصل خان
واصل هم د تصوف د شاعرانو دلارې مل دئ ډېر ځه یې کښلي دي خو یو څه به دده په شاعرۍ رڼا واچوو چې پیل یې په لاندې بیتونو کوو:

كه دپاسه مخ يې سپين استر يې تور دى
د يقين ډيوه يې نه ده ځلېدلې

واصل په دې نظر دئ چې د مخ پوست یې سپین دئ خو یقین یې تر اوسه پورې سپینتوب ته نه دئ رسېدلای همدارنګه یقین ډېوه ده د یقین او رنګ تر منځ ډېر واټن دئ همداراز واصل وایې.

اى واصله خپل عزت له خدايه غواړه
ملك يې ونيو د شيطان د څوكې زور دى

که دلته د بیت ته ځیر شو یې نغوته کړې ده چې دی هم دتصوف دلارې کلک لاروی ده. له پورتنيو اشعارو څخه د واصل روښاني د شعر قوت ښكاري. دى هم د نورو روښاني شاعرانو په شان د وحدت الوجود د فلسفې وياند دى او د پير روښان مخلص مريد دئ.

اوس به د احمد شاه بابا په تصوفي شاعرۍ را شو بیا هم احمد شاه بابا وایي:

حق وينه حق وايـــــــــــــــــــــــــه
حق جويه له سبحانـــــــــــــــــه
د يقين به شا وراســــــــــــــــې
حق باطل بېل که له ځانه

احمدشاه بابا په خپله اخستې تصوفي لاره کي همېشه په ډېر تکليف ګاللو او زحمت ټينګار کوي او په هر ځاى کي د ځان قرباني کول او د خپلي خو دى د پرله پسې وژلو خبره را اخلي چي دا ډول تکليف ګالل او پر ځان سختي تېرول هغه په اکبريه طريقه کي را ولي لکه له دې لاندې بيتو څخه چي د هغه دا ډول فکر په زغردهښکاري:

عاشقان په عشق ژونــد دي
غافلان ګڼه مـــــــــــــــــــــــــراته
عاشقان چي سر فانــــــــي کا
فاني خود و کا اثبــــــــــــــــــاته
سر فاني کړه احمدشـــــــــاهه
يار به ووينې مخ راتــــــــــــــه

که دلته د احمد شاه بابا شاعرۍ ته نظر وکړو له بیتونوڅخه یې ښکاري چې احمد شاه بابا مجازي شاعري کړې همدارنګه یې حقیقي شاعري کړې ده همدارنګه یې ریښتني مینه او عاشقي کړې ده احمد شاه بابا وایې چې مینه انسان خدای ته نژدې کوي اوس به راشو په لاندې بیت رڼا واچوو چې وايې مینه قرباني او سربازي غواړي او د سر لوبه ده:

که يار زهر په لاس درکــــــــــــــــــــړه
له محبته يې ته نوش کـــــــــــــــــــــړه
د نفس پندونه ډيــــــــــــــــــــــــــر دي
ته غيرت باندي سر پـــــــوش کړه
د عشق لاره سربـــــــــــــــــــــــازي ده
ته له هوشه ځان بې هوش کړه

نو له پورتنيو تشريحاتو څخه ويلاى شو چي احمد شاه بابا نه د نقشبندي او نه هم وحدت الوجدى مګر د هغه شاعري په ناخداګانه توګه د وحدت الوجدى د فلسفې خواته ميلان پيدا کړى دى او دا هم د يو تصادف له مخي احمد شاه بابا خپل تصوف په خپله لاره او خپل ډول مخ ته بېولى خو يوه خبره شته چي د مکاني او چاپيريالي تاثيراتو څخه خالي نه دى ښه به دا وي چي څېړونکي او شنونکي د دې پر ځاى چي هغه د نړيوالو تصوفي معيارنو يا په بله اصطلاح د فلسفي تصوف په هنداره کي و ګوري،هغه د رښتني اسلامي تصوف په رڼا کي چي حضرت محمد(ص) يې بنسټګر دى و ګوري ځکه احمد شاه بابا ته معيار قران او حديث وو نه نوري ډلي او ټپلي او هغه د څلور طريقو نهايت زيات احترام درلود لکه په دې لاندي بيتو کي چي خپله واي او سالک د هغه و عملي کولو ته را بولي:

پيرو د نبي اوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
کړه د کبر شمله کـــــــــــــــــــــــــوره
دى د خـــــــــــــــــــــداى حبيب دئ
چي عالم يې دى له نــــــــــــــــــوره
څلور لاري ګوښې نـــــــــــــــه دي
لکه ثمر د خپل پردو آبخوره

اوس به راشو د احمد شاه بابا د تصوفي شاعرۍ پایلې ته

پایله:

په دې څېړنه کې ښکاره شوه چې په پښتو ادب کې تصوفي شاعري ډېره غني شاعري ده همدارنګه په تېرو کې ورته ډېر پام شوی ده او په هروخت کې خو د پیر روښان او د ده لارویانو خو ډېر زیات د تصوفي ادب او شاعر ۍ ته کار کړی ده همدارنګه ستر ټول واک احمد شا بابا هم د تصوفي شاعرۍ لاروی وه او د تصوف شاعرۍ لمن یې ډېر غني کړی ده چې د پښتو ادب کې ته یې نه هېرېدونکي هلې ځلې کړي دي همدارنګه احمد شاه بابا د خپل وخت شاعران او د خدای دوستان په هر اړخیز ډګر کې په ځانګړي ډول د ادب په لاره کې ور سره نه هېرېدونکې مرستې کړی دي او د خپل وخت د ادب لمن یې ډکه کړې ده ډېر شعرونه یې د خدای په مینه کې ویلي دي چې د احمدشاه بابا شاعري د قدر وړ شاعري ده همدارنګه هر شاعر په خپل وار سره د تصوفي شاعرۍ په ډګر کې ځان ته مقام لري خو احمد شاه بابا او د روښاني لارې پیروان په پښتو ادب کې ځان ته مقام او ځای نیولی ده چې د احمد شاه بابا د تصوفي شاعرۍ برخه ډېره غني ده، تر دې ځايه موږ د احمد شاه بابا پر تصوفي شاعرى و ږغيدلو خو يوه خبره چي زما بايد هېره نه وي هغه دا ده چي تر دې ځايه دا ټولي خبري زما نظر دى دا کومه پرېکړه نه ده .
په درنښت
امېدالله کمالزی(سهاک)
میدان ښار،افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *