خبریال: احسان الله امیني- د خوست لسګونه ديني عالمانو، جهادي او قومي مشرانو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ او په دې ولايت کې يې د ټاکنيز کمپاين او د رايې اچونې په ورځ د ښې څارنې لپاره يوه مشورتي شورا جوړه کړه.
دغه مشران چې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې سره جرګه شوي وو، اشرف غني احمدزى يې د راتلوونکي ولسمشر په توګه يو وړ نوماند وباله او ويل يې، چې د ده له راتګ پرته به د بل چا انتخاب افغانستان د لا زيات بحران خوا ته بوځي.
په خوست کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين په دې نوي جوړه شوي شورا کې، د خوست مرکز او ١٢ ولسواليو ديني عالمان، قومي مشران او جهادي شخصيتونه برخه لري.
د دې شورا يوغړى داود خان شهيدزوى وايي، دوى په غوڅ اکثريت د تحول او تداوم ټيم سره يو ځاى شوي او له خلکو سره د ناستو له لارې به هغوى په ټاکنو کې ګډون ته راوبولي.
ښاغلى شهيدزوى زياتوي، باوري دى، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به د لومړي هغې په پرتله څو برابره خلک، د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه به رايې وکاروي.
د خوست د ديني عالمان، جهادي او قومي مشرانو دا شورا د اشرف غني احمدزي له نورو ټاکنيزو مرکزونو جلا فعاليت لري او دا شورا په چوکاټ کې به د هرې سيمې ولسي خلک د رايې اچونې په بهير کې د درغليو مخنيوى کوي او که په ځينو سيمو کې اړتيا شي، نو دوى به قومي اربکي راوباسي، څو د ټاکنو امنيت خوندي کړي.