تاند- د ولسمشر کرزي د مشر ورور قیوم کرزي ټول انتخاباتي ټیم د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د قیوم کرزي، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شوی و، انتخاباتي ټیم نن په یوه غونډه کې په دې تاکید وکاوه چې له اشرف غني احمدزي سره یوځای به د فساد پر ضد مبارزه وکړي او په هیواد کې به د قانون د حاکمیت لپاره هلې ځلې وکړي.

د قیوم کرزي د انتخاباتي کمپاین مرستیال مفتي احمد وویل:«موږ د اصلاحاتو او تداوم د ټیم غړي د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د اصلاحاتو او بدلون د ټیم ملاتړ اعلانوو.»

له دې سره په یووخت نن ۳۵ مدني ټولنو، د ملي مشارکت ګوند او د خوست دیني عالمانو هم د اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ننګه وکړه.

اشرف غني احمدزي له خپل ټیم څخه د قیوم کرزي او نورو ډلو د ملاتړ هرکلی وکړ، ویې ویل:«که خدای کول موږ به په دې ملي ازموینه کې بریالي شو.»

احمد ضیا مسعود، چې په وروستیو کې له اشرف غني احمدزي سره ملګری شوی، د اشرف غني په ملاتړ په جوړو شویو غونډو کې عبدالله عبدالله او د هغه ټیم په فساد تورن کړ. ده وویل:«ټول هغه کسان چې په فساد ککړ ول او خصوصي بانکونه یې لوټلي دي، په یوه ټیم کې رایوځای شوي چې هغه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دی.»

په هغه غونډه کې چې د شمالي په کوهدامن ولسوالي کې له اشرف غني احمدزي څخه د ملي مشارکت د ملاتړ په مناسبت جوړه شوې وه، اشرف غني وویل:«ان شاالله موږ به شمالي د کلتور، زراعت او صنعت پر مرکز بدل کړو.»

همداراز د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د رهبرۍ د شورا غړی او ۳۵ مدني ټولنو نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ښاغلي عبدالله د مشرتابه د شورا غړي عبدالرضا رضايي وویل چې له ډېرو مشورو او څېړنو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.

ښاغلي رضايي په یوه غونډه کې وویل:«دا ټیم مې د څو میاشتو له مشورو وروسته غوره کړی، سر له ننه مې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه استعفا کړې او د بدلون او تداوم له ټیم سره یوځای شوی یم.»

د عبدالله عبدالله ویندوی فضل سنچارکي له خپل ټیمه د رضايي وتل تایید کړل ویې ویل چې نوموړی د دوی د رهبري شورا غړی و.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د عبدالله عبدالله د ولایتونو او ولسوالیو په لسګونو ټیمونو له اشرف غني سره ملاتړ اعلان کړی و.

8 thoughts on “د قیوم کرزي ټیم د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ”
  1. احمد ضيا مسعود دخبرو خخه نتيجه اخستل كيزي جه غله اوبه فسق او فساد ا خته غري دخان د نجات به خاطر عبدالله ، عبدالله ته بناه وري ترخو خان اوخبله غلاوي دهغه تر جتر لأندي خوندي وساتي ماد أ حمد ضيا مسعود خبري تكي به تكي وأوري دي كاملاء رشتيا او به واقيعتو و لاري خبري وي د ده دخوزو خبرو خخه يو عالم مننه

  2. کرزیانو خفل بشپړ محبوبیت افغانستان کی له لاسه ورکړی ځکه یی رایی کمی وی او هیڅوک نغواړی دوی سره دوستان پاتی شی ځکه دوی ډیر در واغجن مکار او وعده خلافه انسانان ده ۰۰۰ هرچا سره یی دوکی وکړی او دافغانستان بانګونه یی چور کړل

  3. i belive peace will be in the ashrafghani sahib team.
    if ashrafghani become president,he will share taliban in government,
    we have to support doctor ashrafghani sahib,for the peace,
    if taliban think ,this is good chance for taliban,to become share in government.
    thank you

  4. ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی!
    زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی!

  5. ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی! زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی! آیا د متفکر صاحب څخه دا هیله کیداسی چی هغه د قدرت د لاسته را وړلو لپاره د هر غله، قاتل او د افغانستان د نوم سره د متضدینو سره یوځای سی؟ که ریښتیا متفکر وای نو هغوی به یی ټوله وعدالت ته رت کش کړی وای ددی پرځای چی د هغوی سره جوړ جاړی وکړی او د هغوی جیبونه او قدرت نور هم پسی ور وه پړسوی!

  6. افغانستان اوس دداسی متفکرینو لاس ته لویږ البته دغه متفکری یی په قتل، غلاوو اودا سی نورو کښي ده نه په عقل! ټول اولس ته معلومه ده چی د عبدالله ټیم یو مفسید ټیم دی په دی کښی هیڅ شك نسته! ولی د غنی په ټیم کښی یی بیا د مفسدینو سرداران دی لکه دوستم چی د هغه ښۍ لاس دی د نجیب په حکومت کښی یی ملیشو دلته په جنوب کښی د جهاد د سرکوبولو لپاره د عامه وژنی باندی اتکا وه نه کړه بلکه د خلګو مال او عزت یی هم لاس اچولی وو … او ورپسی د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری د بپښتون په خاص ډول د جنوب د پښتون اولس د ټول وژنی په ستر جنایت کی رول ادا کړی په زرها وو پښتا نه د امو سیند ته د کانتینرو سره یوځای وغورځول، او همدا ډول جناب ضیا مسود خو د ۵۰ میلونه ډالرو د بوجیو سره یوځای په دوبی کښی و نیول سوو، ایا تر دی هم ستر خیانت د ملت سره؟ همدا ډول د کابل بانك چور؟ او د هغه دوهم مرستیال چی د نړی دوهم متعصب دی، نو اوس تا سی پخپله د یو با ایمانه او ژوندی وجدان لرونکی کسی په حیث دا قضاوت وکړی چی کوم پاك ټیم او د مجریمینو څخه حلاس دی؟ نو موږ نا پیله ټولنه به هیڅ ټیم ته هم رایه ورنکړو تر څو د هغوی په جرمونو کښی آلله تعالیٰ مرتکب نه کړی!
    آلله دی په دی ځوریدلی اولس ورحمیږی! زه په خپله په والله که د عبدالله او د هغه د ټیم پلوی یم چی د تعصب له مخی دا څرګندونی کوم بلکه دا اواز د هغه مظلومینو اواز دی څوك چی ددغو ظالمانو د ظلم قربانی سویدی! آیا د متفکر صاحب څخه دا هیله کیداسی چی هغه د قدرت د لاسته را وړلو لپاره د هر غله، قاتل او د افغانستان د نوم سره د متضدینو سره یوځای سی؟ که ریښتیا متفکر وای نو هغوی به یی ټوله وعدالت ته رت کش کړی وای ددی پرځای چی د هغوی سره جوړ جاړی وکړی او د هغوی جیبونه او قدرت نور هم پسی ور وه پړسوی!

  7. دفساد اداری اصلی عامیلان کرزیان ده که دکور مشر غل نشی دکور باقی اعضا غلا او فساد نشی کوولی کله چی دکرزی ورونو محمود کرزی او قیوم کرزی غلا او فساد شروع کړ نورو د دولت چارواکو ته یی لاری خلاصی کړی دصلحی فه نام یی فه میلینو دالر له خارجیانو سخه واخستل او فه امریکا کی یی فری هوتلونه جوړ کړل کیست هاوسونه یی دفحشالفار خلاص کړل ۰۰۰ دهر کرزی جب وګوری دجاسوسی الی یی جب کی وی ۰۰۰ که اشرف غنی سره کرزیان ملګری شول نو اشرف غنی حکومت به هم دکرزی غونته چفاول ګر وی

  8. انجنر سهیل صحیح خبره کوی موږ به چی کله محمودکرزی سره خبری کولی نو داسی عمل به مو فکشی احساساوه لکه زموږ خبری چی ثبت وی موږ ته هم کرزیان جاسوس غونته معلوم شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *