تاند- په افغانستان کې د یوه برمته شوي امریکايي پوځي له خوشي کېدو وروسته څرګنده شوه چې دوه تنه نور لوېدیځوال هم په افغانستان کې برمته شوي دي.
د هغې اومیندوارې امریکايي ښځې، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال په وروستیو کې له خپل کاناډايي خاوند سره په افغانستان کې بې درکه شوې وه، کورنۍ ته دوې ویدیوګانې په لاس ورغلي چې پکې له طالبانو څخه د خلاصون لپاره د امریکا له حکومته مرسته غواړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د دې ویدیوګانو په اړه یې، چې تېر کال د تښتول شوې امریکايي ښځې کیتلان کولمن کورنۍ ته په لاس ورغلي وې، اوس اوس معلومات ترلاسه کړي دي.
دا ویدیوګانې د کیتلان کولمن او د هغې د کاناډايي خاوند جاشو بایل په اړه لومړنۍ او یوازینۍ نښه ده چې تراوسه پوري لیدل شوې ده.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دا جوړه ۲۰ میاشتې پخوا کابل ته نژدې په یوه غرنۍ سیمه کې روان ول چې بې درکه شول او له کورنۍ سره یې ارتباط پرې شو.

د امریکا امنیتي چارواکي، چې د دې جوړې د بې درکه کېدو په برخه کې څېړنې کوي، ویدوګانې حقیقي بولي خو وايي چې په تحقیقاتو کې ورسره زیاته مرسته نه کوي ځکه چې نه پوهېږي چې دا ویدیو چیري او کله جوړه شوې ده.
دا ویدیوګانې، چې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته سپارل شوي، د تېرکال په جولای او سپټمبر میاشتو کې د یوه افغان له لوري د مېرمن کولمن پلار ته ایمیل شوې وې.
افغان ویلي و چې له طالبانو سره اړیکې لري خو ډېر وخت کېږي چې له دغه افغان سره تماس نه نیول کېږي.
په یوه ویدیو کې کولمن په تور ټوکر کې پوښل شوې خو مخ یې لوڅ دی.
دا وايي:«زما ولسمشره، بارک اوباما راسره مرسته وکړه.»
۲۸ کلنه کولمن په بله ویدیو کې، په داسي حال کې چې د خپل خاوند ترڅنګ ناسته ده، وايي:«زه له خپلې کورنۍ او حکومته غواړم چې زما د خاوند، ماشوم او زما د خلاصون لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس یې وي.»
په ویدیو کې د دې د خاوند ږیره اوږده او ګډوډه ښکاري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د کولمن کورنۍ اوس د پنځو طالب بندیانو د خلاصون په بدل کې د امریکايي پوځي بووي بریګدال له خوشي کېدو وروسته پرېکړه وکړه چې ویدیوګانې څرګندې کړي.
د دواړو کورنۍ وايي چې په دې خوابدي شوي چې د دوی اولادونه او لمسی د بریګدال په شان نه دي خوشي شوي. دوی د امریکا او کاناډا له حکومتونو هیله لري چې د بشري خواخوږۍ له مخې د دوی د عزیزانو د خلاصون هڅه وکړي.
د کولمن د کاناډايي خاوند جاشو بایل پلار پیتریک بایل، چې قاضي دی، له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په ټېلفوني مرکه کې وویل چې نور به مناسبه نه وي چې حکومت یې خپلو اتباعو ته شا واړوي.
د امریکا په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیو له طالبانو سره د بریګدال پر تبادلې انتقادونه کړي او په دې خاطر یې شکایت کړی چې پر دې مسلې حکومت له دوی سره مشوره نه وه کړې.