د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې د دواړو نوماندانو درناوی لرم خو ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی یواځینی وړ کس دی چې کولای شي افغانستان له اوسني بحران څخه په سمه توګه وباسي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته چې یواځې څو ورځې پاتې دي دوه نوماندان ددغېڅوکۍ هیله مند دي ـ ګمان کیږي چې د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی به د بل نوماند څخه د مبارزو ترڅنګ او ترمنځ په توده مبارزه بوخت دی او د ولس خوڅ اکثریت له ده سره مینه لري.
ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزی چې یو وړ او ښه شخصیت دی د افغانستان په دننه او بهر کې بیلابیلې دندې ترسر کړي دي چې په لنډه توګه یې دلته یادوو نوموړي د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبياتو پوهنځي د بشري علومو په څانگه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد دنده ترسره کړ،.په ١٩٧٧ ميلادي کال کې د ډېنمارکپه اورهوس پوهنتونکي د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفيسر،يو کال د امريکاد متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بېکليکي استادۍ دنده،اته کال د امريکا په مشهور پوهنتون جانزهوپکنزکي استاد ،لس کاله د نړېوال بانکد پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر.
د يادولو وړ ده چي په نړيوال بانککي د کار پر مهال ښاغلي ډاکټر ا��رف غني په لومړيو پنځو کلونو کي د ختيځي او سويلي آسياد هيوادونو لپاره کار کاوه، او په پاتې نورو پنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانگړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه د پام وړ کارونه ترسره کړل، چي ويل کېږي د روسيې د هر اړخيزي اقتصادي رغوني بهير يې خورا چټک کړ.
د ۲۰۰۲ کال د جولاي نه تر ډېسمبر ۲۰۰۴ کاله پورې د افغانستان د مالیې وزير پاتې شوی. هغه په افغانستان کې د طالبانو د واک د راپرزېدلو وروسته د افغانستان د اقتصاد د بياراژوندي کولو لپاره لارې چارې هوارې کړې.
په ۲۰۰۵ کې د کابل پوهنتون مشر وه، په ۲۲/۰۲/۲۰۰۱۱ کې د انتقال پروسې رئیس په ۱۱/۰۴/۲۰۱۱ افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د ستر سلاکار او له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد د مشر په توګه دنده ترسره کړه دا دی اوس ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو له مخکښو نوماندانو څخه دی، ولس او شننونکي هم په دې باور دي چې دا ځل بریا د بدلون او دوام دی ځکه د افغانستان ولس نور د بیکاره او بی کفایته کسانو واکمني نشي زغملی.