په کندهار کي د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى) خبر ورکړ، چي په تيرو پنځو مياشتو کي د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي ١٣ پيښي يې ثبت کړي دي.
د يادي ادارې سيمه ييز مسؤلين وايي په دې پيښو کي د وهلو ډبولو او د ګواښونو قضيې هم سته.
دا يوازي کندهار نه دى، چي خبريالان يې ځورول کيږي، بلکي د هيواد په کچه دا ستونزه له تيرو کلونو راهيسي روانه ده، ځکه زموږ په هيواد کي د بيان ازادي لا تراوسه بلوغ ته نه ده رسېدلې او له دې ازادۍ څخه ځان پېچوونکي کسان لا تراوسه هم د زر او زور پر مست نېلي سپاره دي.
دا سور سترګي او زورواکان د بيان د ازادۍ ترڅنګ هيڅ ازادي نه خوښوي، ځکه په داسي مدني خپلواکۍ کي د عام ولس ګټه ده او په دې ګټه کي ددغو ښاغلو(!) مادي تاوان نغښتى دى، نو دوى کله غواړي، چي ځان تاواني کړي.
ترڅو، چي په ټولنه کي ريښتنى مدنيت( رسنۍ) وده ونه کړي او د يوې ټولني ټول اوسيدونکي يې خپلواکۍ ته قايل نه سي، دا ستونزي به رواني وي، ځکه رسنۍ مدنيت او له مدنيت څخه وېرېدونکي کسان هيڅکله په بدوي فکر مدنيت نه سي زغملاى.
زموږ يوشمير خلک وايي، په پرمختللو هيوادونو کي رسنۍ ډېر زور لري او خلک يې ازادۍ ته ژمن دي، که چيري د هغو يادو هيوادونو د رسنيو تاريخ وپلټل سي، نو معلومه به سي، چي هلته هم دبيان ازادي په يوڅو ورځو کي لوړو منارونو ته نه ده رسېدلې، بلکي هلته هم ژورناليسټانو د بيان د ازادۍ ونه په ډېرو خورايو لويه کړې، اوس يې يخ سيوري ته ناست او له مېوې يې د ټولني ټول غړي ګټه اخلي.
که په رښتيا ښى سترګه پرانيزو، نو دا به راته څرګنده سي، چي زموږ اکثرو خبريالانو د ژورناليزم او ټولني غوښتنو ته تر ډېره مثبت ځواب ويلى او په دې لار کي يې د تندي خولې په نره توى کړي دي.
داسمه ده، چي يو دانه مانه( د ګوتو په شمېر) تش په نامه خبريال به د خبريالۍ له سپېڅلي مسلک څخه ناوړه ګټه اخيستې وي، خو هغوى هيڅکله د ژورناليسټانو په ليکه کي شمېرل کېداى نه سي، ليکن په ټوليز ډول زموږ خبريالان د بيان ازادۍ ته ژمن او دې ژمنتيا په پام سره يې تل ځان له ګواښونو سره مخ کړى، خو حقايق يې نه دي پټ کړي.
د خبريالانو نيوکه يوازي د ټولني د سمون او د ستونزي د له منځه وړولو لپاره ده، ريښتني ژورناليسټان هيڅ وخت ستونزو ته له شخصي زاويي نه ګوري، دوى ځان په خطر کي اچوي، خو ټولنه له ناخبرۍ ژغوري.
ځيني چارواکو او زورواکانو ته په کار ده، چي د خبريالانو کار شخصي ګټه ونه ګڼي، بلکي پر دې خبره سل په سلو کي باور ولري، چي ريښتنى خبريال د ولس استازى دى او يوازي د مدنيت لپاره کار کوي، ژمن خبريال هيڅ وخت خداى مه کړه نه څوک توهينوي، نه په چا پسې څراغ اخلي او نه هم دچا په شخصيت کار لري.
پر همدې بنسټ د يوې سالمي ټولني او په ټولنه کي د مدنيت، سولي، نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره د ژورناليسټانو سره معلومات پر وخت شريکول، د اړوندو مسؤلينو ملي دنده ده، ځکه خبريال همدا معلومات د ژورناليزم له اصولو سره سم په ټولنه کي د خلکو د خبرولو په موخه خپروي.
د بشري حقونو مسؤلين هم وايي، ريښتنو معلوماتو ته لاسرسى د خلکو حق دى اودا حق د خبريالانو په واسطه خلکو ته په ښه ډول رسېداى سي.
په ټولنه کي دا ځينو خبريالانو ته هم په کار ده، چي خپل دروندمسلک، د ټولني شرايط ، د ولس ستونزي او ځينو نور مذهبي او کلتوري موضوعاتو ته په ژورپام کولو دقت د سرعت په پښو کي حلال نه کړي، ځکه ژورناليسټ د ټولني عادي وګړى نه دى بلکي دئ د مدني ټولني هغه فعال غړى دى، چي ټوله ټولنه يې په خبرو باور کوي.
که چيري د حقايقو د خپراوي په لار کي له ستونزو او ګواښونو سره مخ کيږي، نو له بشپړزغم څخه بايد کار واخلي، ځکه د بدرنګو په ښار کي د هندارو خرڅول اسانه کار نه دى.
نورو مدني ټولنو او خپله ژورناليسټانو ته هم په کار ده، چي د بيان دازادۍ د پياوړتيا لپاره يو موټى او څوک پرېنږدي، چي د دوى د ريښتنولۍ هنداره ماته کړي.