لاریون کوونکي: افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.

د پکتیا سلګونو اوسېدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې پر افغان دولت او نړیواله ټولنه نیوکه وکړه چې تر اوسه د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه چوپه خوله ده او د یادو بریدونو مخه يې نه ده نیولي.

دوئچې د کونړ د خلکو په ننګه د ګردېز مرکزي څلورلاري کې راغونډ شوي و، پاکستان د افغانانو ازلي دښمن وباله او له افغان دولت څخه يې غوښته وکړه چي د پاکستان سره دې یاده ستونزه ژر تر ژره حل او د بې ګناه خلکو د وژل کېدلو او ټپي کېدلو مخه دې ونیسي.

1لاریون کوونکو، چې د لوئ افغانستان اوونیزې له خوا رابلل شوي و،د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د راکیټي بریدونو غندنه کوله، د مرګ پر پاکستان، ژوندي دي وي افغان امنیتي ځواکونه او ژوندی دې وي افغانستان شعارونه يې ورکول.

لاریون کوونکو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره دې خپلې مرستې بندې کړي او پر یاد هېواد دې فشار راوړي څو دا بریدونه ودروي.

قهرجنو لاریون کوونکو پر افغان دولت غږ وکړ چې پاکستان ته دې ورته ځواب ورکړي او په خبره يې که دولت نه شي کولی نو بیا دې دوئ ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې خپله دفاع او ساتنه يې وکړي.

د رپوټونو له مخې افغان سرحدي ځواکونو له خپلې خاورې د دفاع لپاه چمتوالی ښودلی خو وايي چې د خپلو آمرینو او لوړ پوړو مسؤلینو امر ته انتظار دي، او که د هغوئ له خوا ورته امر وشي نو دوئ تیار دي په هر ډول چې وي چې له خپل حریمه په مېړانې دفاع وکړي.

لاریون کوونکو د ډېورېنډ تش په نامه کرښې له هغې خوا پښتنو هم غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې چوپه خوله نه کینې او ويې ویل: راځئ پښتنو نور سره یو شو ټول د لوئ افغانستان یو، راځئ له خپلې خاورې په کلکه او مېړانه دفاع وکړو.

له څه مودې راهیسې پاکستانې ځواکونه یو ځل بیا پر افغان خاوره راکيټي بریدونه کوي خو د خلکو ډېره غصه هغه مهال را وپارېده چې پاکستانې پوځیان افغان خاورې ته را واوښتل او له چورلکو يې پر کونړ بمباري وکړه.

د ‌دې تر څنګ له تېرې اونۍ راهیسې د پولې له هغې خوا پر کونړ سلګونه توغندي ویشتل شوي چې له امله يې پنځه تنه شهیدان شوي او کابو څلوېښت نور ټپیان دي.

تېره دوشنبه په کابل کې هم د لوئ افغانستان اونیزې له خوا په همدې اړوند احتجاجي لاریون شوی و.

شکورکامران ــ پکتیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *