جیمز ډابینز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز ډابینز نن/چهارشنبه/ نوي دیلي ته ورسېد چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له طالبانو سره د وړاندیز شویو خبرو په اړه هندي چارواکو ته مالومات ورکړي.

ډابینز به سبا/پنجشنبه/ له خپل هندي ساري (ایس کې لمبه) سره وویني. ده نن د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر رانجان متهای سره ولیدل او هغه ته یې د افغانستان د سولې د بهیر په باب، چې ټول به د افغانانو په مشرۍ وي، د امریکا نظر تشریح کړ.
په نوي ډیلي کې د امریکا د سفارت له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلی ډابینز به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په شمول پر یو لړ مسایلو له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

ډابینز هند ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له درې ورځني سفره یوه ورځ وروسته دغه هیواد ته سفر کړی دی. کیري له هندي چارواکو سره د هند او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د دیالوګ لپاره سفر کړی و.

ډابینز له دوحې څخه ظاهراً بې له دې چې له طالبانو سره خبرې وکړي د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی چې افغان چارواکو ته د سولې د بهیر په اړه قناعت ورکړي، له هغه ځایه د افغانستان د دېرش کلنې لانجې د کلیدي لوبغاړي پاکستان مرکز اسلام اباد ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره له سلامشورو وروسته نن هند ته لاړ چې د هندي چارواکو رضایت هم ترلاسه کړي.

له دې د افغانستان د قضیې پېچلتیا له ورایه کېږي.

امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې تېزې کړي دي او سخته هڅه کوي چې د قطر پروسه ژوندۍ وساتي.

2 thoughts on “ډابینز هندي چارواکو ته د قطر د بهیر په اړه د امریکا دریځ روښانه کړ”
  1. Karzai saeb is not happy with the talks because he will lose his dominance in the Pashtun south therefore nothing in the future.

  2. د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن په خپله راډیویي وینا کې وویل: موږ سوله غواړو او د ټینګښت لپاره یې هڅه کوو. خو هیچا ته به دا اجازه ور نه کړو چې زموږ د سولې له هیلو او هڅو څخه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو اهدافو د تحقق په منظور افغانستان ضعیف او ملوک الطوایفي پرې تحمیل کړي.

    موږ د پردو اعمال او تلاښونه له نژدې څارو او په مقابل کې یې بیداره یو.

    حامدکرزي وویل چې د سولې د عالي شورا له لارې له طالبانو سره د سولې د منظمو خبرو د پیل او ادامې لپاره په قطر کې د طالبانو له دفتر سره موږ او امریکې موافقه وکړه، خو کله چې دفتر افتتاح کیدلو بیا خبره بل ډول وه او زموږ له توافقاتو سره یې سمون نه درلود. موږ د دې عمل په وړاندې ټینګ ودریدو او د افغانستان د خلکو په کلک ملاتړ مو دسیسه شنډه کړه.

    د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د سولې عالي شورا تل او په پرله پسې ډول له طالبانو دا غوښتنه کړې ده چې د پردیو د اهدافو د تحقق لپاره خپل وطن مه ورانویء. خپل ځان او خپل وروڼه مه وژنیء، د وطن بچي له زده کړو مه محرومویء او د وطن د نورو بچیانو په څېر له خپلو ټولو مدني او سیاسي حقوقو څخه په استفادې د خپل وطن په غېږ کې آرام او هوسا ژوند وکړیء او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلیء.

    حامدکرزي زیاته کړه چې طالبانو ته به وروستیو پیښو ور ښودلې وي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی.

    ده، پر طالبانو ږغ وکړ چې راسیء د وطن په مطمینه غېږ کې له خپلو وروڼو سره خبرې وکړیء او مطرح مسایل له نژدې وڅیړیء.
    ده، وویل چې موږ به انشاء الله خپل نهایي هدف ته د رسېدو لپاره چې هغه په افغانستان کې د دایمي سولې تامین دی خپلو هڅو ته په دقیق ډول تر هغه وخته ادامه ورکوو، څو په هېوادکې دایمي سوله تامین او خلک مو هوسا شي، اما د دې آرزو ترڅنګ به موږ د پردو اعمالو ته هم ځیر یو او د خپل هېواد ملي حاکمیت، قوي مرکزي حکومت او ملي منافعو ته به مو جدي پام وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *