د۱۳۷۱م کال د چنګاښ میاشت کله چې د (شفیع دیوانه) ډله په دریمه کارته کې یوه کور ته ننوځي ، د کورټول اوسیدونکی د راکټونو او ګولیو د باران له کبله کور پرایښی اوبلې خواته تښتیدلی، یوه بوډۍ انا چې د نوي کلونو په منګ به وه له دې کبله چې تلی نشی ،په کور پاتې ده د کورنورکهول کله چې هغه بیوله، ډیرې زارۍ یې ورته کړی ( موږ تا په شا باندې وړو) خوهغې نه ده منلې (که مرم همدلته به مرم ، بچیانو تاسوځان باسی ) بوډۍ ته دومره یو څورئ نږدې ایښول شوی ، چې څوورځې پرې ګذاره وکړی، څو تنه چې کلشینکوفونه اوراکټ لانچریې پر اوږو دی د دیوال له سرنه، انګړ ته راټوپ وهی اوسیده دبوډۍ خونې ته راننوځی ، لمړی بکسونه لټوی ، بیا وروسته بوډۍ ته وایی چې (قروت کجا یه؟) بوډۍ ورته وایی زمنو ! (موږکورت نه لرو ).

1وسلوال خپل مینځ کې کټ،کټ په خندا وایی ( خودش یه) هغوی دبوډۍ پرمخ په یوه بوتل کې اوبلن شیان چې ځان سره یې راوړی ، پاشی ، څو شیبې وروسته بوډۍ سورې نارې وهی،(اوه ! خدایه مخ مې اور واخیست ) بوډۍ ترسبا سهاره په یوه کریکه او چیغه شپه سبا کوی .

سبا ته د هغې یو خپلوان راځی، که ګوری چې کورتالا اوبوډۍ انا په کریغو ده ، هغه ژر په نریو لارو اوکوڅو پر خپله غیږ اوشا باندې انا ترجمهوریت روغتون رسوی ، خو په خواشینۍ سره چې د بوډۍ انا ټول مخ د تیزابو له کبله شړیدلی اوسترګې یې هم څه نه وینی .

دا د هغو ورځو یوه لنډه یادونه وه، چې خلک یې باید په یا د ولری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *