د دریځ چارې د سباوون خاموش سره وې،په لومړي سر کې د یاد بهیر پخواني مشر خوشال دراني خبرې وکړې،نوموړي وویل د تېر یوکال راهیسې چې دبهیر مشري ورترغاړې وه.په خپل وار یې تېر کال هغه ملګري ، فارغ شول یوــــ یو ستاینلیک د ژبو ادبیاتو پوهنځي له خوا او بل د ژوند ادبي بهیر له خوا ورکړل شول،چې ځانګړې ناسته یې هم ورته نیولې وه.

په روان کال کې یې هم یوه ځانګړې ناسته وکړه،چې په یوه ورځ یې د سمیع الله مجاهد د درېیو کتابونو مخکتنه او هم یې کالیزه ولمانځله.

نوموړي په خپلو خبرو کې هغه ستونزې هم یادې کړې،چې تېرو کالونو کې نه وې.

هغه له ټولو فارغ شویو او برحاله محصلینو څخه مننه وکړه،چې له ده سره یې اوږه پر اوږه کار وکړ او ژوند ادبي بهیر یې څلور کاله ژوندی وساته.

د بهیر نوي مشر نقیب احمد عزیزي که څه هم مسوولیت دروند وباله ،خو له ملګرو یې هیله وکړه،چې یواځې یې پرېنږدي،عزیزي له ټولو فارغېدونکو محصلینو څخه مننه وکړه،چې یاد بهیر کې یې خپلې خولې وڅڅولې.

عزیزي د بهیر مرستیال الله محمد مشواڼی او د اړیکو مسوول هلال عاجز وټاکل او له ټولو ملګرو څخه یې هیله وکړه،چې دوی هېر نه کړي.

عبدالباسط امیرزوی د بهیر څلور کلنې خاطرې وویلې،چې یاد بهیر کې یې ډېر څه زده کړل او له نورو ملګرو څخه یې هم هیله داوه،چې باید ژوندي اووسي.

سمیع الله مجاهد هم په دې خوښ وه،چې د انګلیسي ادبیاتو ترڅنګ یې په یاد بهیر کې له پښتو ادبیاتو سره هم اشنا یې پیداکړه.

الله محمد اتل ټولو ملګرو ته ډاډ ورکړ،چې دنوي ښوونیز کال په پیل کېدو به خپلو غونډو ته دوام ورکوي.

وروسته خوشال دراني،عبدالباسط امیرزوی او سمیع الله مجاهد ته دوه ـــــ دوه ستاینلیکونه یو د ژوند ادبي بهیر له خوا اوبل د ژبو ادبیاتو پوهنځي له خوا ورکړل شول.

غونډه دملګرو په ګډه دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *