قاري صدیق الله دوست
زینداور کتاب دهلمند دتکړه لیکوال شریف الله دوست سرواني څېړنیز اثر دی چي دهلمند دتاریخ د لړۍ یوه کړۍ شمېرل کیږي. لکه له نامه څخه چې ښکاري زینداور د هلمند دشمال ډېري لرغوني سیمي زینداور(زمینداور) ته ځانګړی سوی دی او د کتاب منځپانګه (تاریخ ، ادب او جغرافیه) جوړوي.
دلیکوال په وینا چي د دې کتاب پر لیکولو یې شاوخوا څلور کاله کار کړی چي په لیکلو کي يې د ډیرو موثقو او لومړي لاس ماخذونو څخه هم پکښي استفاده سوې ده.
کتاب که څه هم ټولټال (۱۳۰) پاڼي لري او دحجم له مخکي لږ دی خو د محتوا له مخي يې د یوه تحقیقي اثر په توګه ارزښت دپام وړ دی ، پر کتاب د هیواد دپیاوړو لیکوالو : پوهنمل حاجي محمد نوزادي ، فرهاد داوري ، محمد اسماعیل شریعتیار له خوا تقریظ او سریزي کښل سوي دي ، کتاب جلال اباد کي د مومند خپرندویي ټولني له لوري پر ۱۳۹۳/۳/۶ له چاپه راوتلی دی اوس انشاء الله د دهیواد ټولو لویو کتاب پلورنځیو کي موندل کیږي .