تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال کې د سېل د جاري کېدو له کبله شاوخوا پنځوس تنه مړه شوي دي.

د بغلان ولایت چارواکو وویل چې د ګذرګاه نور په سیمه کې د سېل په اثر د ۵۴ تنو مړي موندل شوي.

د بغلان د پولیسو یوه چارواکي فضل الرحمن وویل چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ده په وینا ګڼ نور کسان بې درکه دي.

فضل الرحمن وايي چې ممکن د دې سېل د تلفاتو شمېر تر سلو تنو واوړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې چارواکو نه د مړیو په موندلو کې مرسته ورسره کړې او نه یې نورې مرستې وررسولي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهرعظیمي وايي چې د ملي دفاع وزارت سیمې ته دوې هیلي کوپترې لېږلي چې سېل ځپلیو ته مرستې ورسوي.

په همدې حال کې له بیړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې وویل چې له خپلو زېرمو څخه یې بغلان ته خوراکي مواد او نور ضروري شیال استولي دي.

ګذرګاه نور د پلخمري د شمال په ۸۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *