د وري د ۱۶ نېټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله د اصلاحاتو او همګرايۍ ټیم د سیستماتیکې درغلۍ له بېلابېلو تخنیکونو څخه استفاده وکړه او تر یو نیم ميلیون زیاتې ککړې یا تقلبي رایې یې ځان ته ټولې کړې.
له بده مرغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یا خو دا چې ونه توانېدل د ډېر مهارت له امله چې په درغلیو کې شوی و، درغلۍ ومومي او یا خو دا چې د نوموړي ټیم له ګواښ او تهدید څخه و وېریدل.
په هر صورت، د هماغه تقلب او درغلۍ زور و، چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او د خلکو په اراده لوبې وشوې او دا دی په دویم ځل به د دې غریب او بېوزله ولس په میلیونونو ډالر بودجه لګول کېږي او ټاکنې به له سره کېږي.
یاد ټیم دا ځل تر لومړي ځل په خطرناکه لوبه بوخت دی او تر لومړي ځل د خطرناک تقلب پلان لري. د خپل سیال د نفوذ په سیمو کې د رایو د محلونو د تړلو او د امنیتي ځواکونو د ګمارلو ترڅنګ یې دا ځل په پاکستان کې د رایې ورکولو جعلي کارتونه جوړ کړي دي.
دغه کارتونه چې له اصلي کارتونو سره یې توپیر ستونزمن دی او کټ مټ هماغسې دي، تر ډېره د ښځو په نومونو لیکل شوي او وېشل شوي دي. د یادو کارتونو څو نمونې دلته له تاسو سره شریکوو او پام وړ ټکي یې تاسو ته وايوو.
لومړی خو دا چې ټول کارتونه د ښځو په نوم لیکل شوي دي. دا کار یې ځکه کړی چې بیا په ډېرې اسانۍ سره د بلې ښځې لخوا وکارول شي، حتا په ځینو سیمو کې د ښځو کارتونه نارینه هم کاروي، دا کار مخکې هم شوی دی. بل دا چې ډېر کارتونه د بېلابېلو ولایتونو لپاره په یو قلم لیکل شوي دي. که دغو شته کارتونو ته ځیر شئ د (شابانه) په نوم چې کېدای شي دا نوم هم غلط لیکل شوی وي او اصل نوم (شبانه) وي، د زيږېدو نېټه ۱۳۸۷ لمریز کال لیکل شوی دی، چې له دې حسابه شابانه غریبه ایله اوس شپږ کلنه ده.
وايي، د غله په غره کې ځای نه وي، دوی هم په بېړه لیکلي دي، دا ډول تېروتنې خو به پکې راتلې نو. که دې شته کارتونو ته ځېر شئ، هغه د نوم لیکنې د مامور بېلابېل نومونه دي، خو لیکل او خط یې کټ مټ یو شی دی.
دا څنګه ممکنه ده چې دوه کسان دې یو ډول خط ولري؟ د کارت له شمېرونو څخه داسې ښکاري چې دا ډول جعلي کارتونه کېدای شي تر میلیون زیات چاپ شوي او وېشل شوي وي.
دا ډول کارتونه کېدای شي په مختلفو سیمو او ولایتونو کې وېشل شوي وي او کېدای شي د رایې په هر مرکز کې تر سل دوه سوه زیات ونه کارول شي، د ټاکنو کمېسیونونه یې په هېڅ ډول نشي موندلی. کمېسیونونه همیشه هغه مرکزونه بیا شمېري او څېړي چې شک یې پرې وشي او د څېړنې پرمهال هم یو شمېر معیارونه لري لکه په یوه مرکز کې یو کس ته د زیات شمېر رایو اچول او ځینې نور تخنیکي مسایل.
د دغو کارتونو په کارولو سره دوی هېڅ ډول نه توانیږي چې نا پاکې رایې له پاکو څخه جلا کړي، نو ځکه ویلی شو چې دویم پړاو ټاکنې د درغلۍ او تقلب له اړخه د خطر یو خطرناک زنګ دی. یو کار چې شونی دی وشي، هغه د ډاکټر اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم لخوا په ښځینه مرکزونو کې د بیدارو ناظرینو موجودیت دی، هغه هم باید له سیمې څخه وي. دا ډول ناظرین کولی شي چې تشخیص کړي څوک رښتیني کارتونه لري او څوک جعلي.
تر ټولو مهمه مساله دا ده چې ټول کار باید د ټاکنو په مازیګر پای ته ورسیږي. کله چې صندوقونه شمېرل کېږي او مهرلاک کېږي، ناظرین او د کمېسیون غړي پاکې او نا پاکې رایې باید هماغلته سره بېلې کړي او پرې نېږدي چې کابل ته راشي.
په کابل کې مرکزي کمېسیون بیا نه توانیږي، چې دا رایې سره بېلې کړي. په لومړي پړاو ټاکنو کې همداسې وشول او مرکزي کمیسیون ونه توانېد ناپاکې رایې، چې تقریباً د ولایتونو لخوا په نښه شوې هم وې، قرنطین کړي، ځکه دلته فشارونه او ګواښونه ډېر وي.