په کېږدۍ کې څو شېبې ورسره کښېناستو، همکار مې غوښتل په د دوی په شاوخوا چاپېريال کې د شته ناروغيو او دا چې دوی له کومو لارو چارو کار اخلي مرکه ورسره وکړي.

1د کېږدۍ په خوله کې خوسکی په پړي تړل شوی و. چې کله يې د کېږدۍ د ننه خواته ټوپ واهه او که بهر خواته.

زموږ په ورتګ سره يې سمدلاسه په کېږدئ کې چې د مېلمنو لپاره ځانګړې شوې وه، د کښېناستو راته وویل. پلار يې زوی ته يې نارې کړې چې موږ ته ژر مستې راوړي.

د کېږدئ په غولي د وړيو ټغر اوار و، دوه توشکې او دوه بالښتونه پکې پراته و. غولۍ يې په خاورو اخېړ شوی و.

مشر کوچی او ځوان زوی يې راسره کښېناستل، د مستو خوند ښه و. له خپل همکار سره مې نوش جان کړې.

1له کوچي سره مې د خپل همکار تر مرکې او پوښتنو مخکې د دوی د ژوند په اړه خبرې وکړې:

–          اصل کې د کوم ځای یاست؟

–          د لغمان يو.

–          ژوند څنګه تېرېږي؟

–          د الله شکر دی، بد نه دی.

1–          په سيمو کې ګرځئ او په نابلدو ځايونو کې اوسېږئ، له څومره ستونزو سره مخامخ ياست؟

–          والله ژوند مو ټول ستونزې دی، هر ځای کې له خلکو سره په جنجال يو، څه وخت وروسته پنجشېر ته ځو، هلته درې مياشتې تېروو، هېڅ ځای هم خلک له موږ سره ښه چلند نه کوي. بس ټول وخت له ستونزو سره لاس او ګرېوان يو.

–          که چېرې مو په يو ځای اړولي وای ښه به نه و؟

–          نو دا مال به څنګه کوو، مېږې، وري، اوښان او نور به ځای په ځای څنګه ساتو، همدا مال مو ګټه ده.

–          که چېرې دا مال خرڅ کړئ، د کابل يا هم کوم بل ولايت په يوه لرې سيمه کې څو بېسوې ځمکه پرې واخلئ يوه وړه کلا پرې جوړه کړئ او تاسې د ژوند چلولو لپاره کومه بله خواري وکړئ ښه به نه وي؟

1–          څه وايې په لغمان کې کلا لرو شکر، خو زموږ ګټه په مال کې ده.

–          آيا ستاسې آرام ژوند ته زړه نه کېږي؟

–          ولې مو نه کېږي، خو اوس آموخته شوي يو، موږ ته مال ډېره ګټه کوي.

–          څومره ګټه درته کوي، آيا اوس مو ټولې ستونزې پرې حل شوې دي؟

–          نه ټولې ستونزې چېرې پرې حل کېږي، ډېر په بېوزلی کې ژوند کوو.

–          که چېرې تاسې په لغمان کې په خپله کلا کې ژوند وکړئ، مالونه مو وپلورئ، په دې باندې يو دوکان جوړ کړئ، ښه به نه وي، ځکه چې بيا به مو اولادونه هم پاک ستره وي او ښوونځي ته به لاړ شي، درسونه به ووايي.

–          موږ ته د اولادونو تر درسونو مال ډېر ارزښت لري. که لنډه يې ووايم، تر اولاد مال ته ډېر ارزښت ورکوو.

–          دا ماشومان مو هم لوڅې پښې ګرځي؟

–          بلا يې نه وهي.

–          تاسې او دې ځوان زوی مو چې څنګ کې دې ناست دی، درس ويلی؟

–          نه موږ يوه هم درس نه دی ويلي.

–          کله هم ارمان کوې چې درېغی درس دې ويلی وای او اوس يو انجنير وای؟

–          ولې نه مرتبې ته د چا زړه نه کېږي.

–          نو اوس که چېرې تاسې په خپلو دې وړو اولادونو(زامنو او لورګانو) درسونه ووايئ ښه به نه وي؟ او که يې پرې ونه وايئ بيا به ستاسې په څېر د زده کړو ارمان نه کوي؟

–          نه کېږي، اوس موږ له مال سره آموخته شوي يو او دا ګټه له لاسه نه شو ورکوی.

–          فکر نه کوم مال دومره ګټه درته ولري، ځکه تاسې مخکې وويل چې د ژوند آسانتياوې نه لرئ، نو که چېرې دې يو زوی انجنير شي، د دوو میاشتو معاش به يې ستاسې د مال د ټول کال له خوارئ ډېر نه وي؟

–          زما نو په دومره ډېرو خبرو سر نه خلاصېږي. همداسې ښه يو، همداسې مو په خپل حال پرېږده.

کابل د قره باغ ولسوالي. __د۱۳۹۳ لمريز کال د غوايي ۲۲ مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *