تاند- د بغلان ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېل له جاري کېدو دوه ورځې وروسته د ۸۱ تنو مړي موندل شوي دي.

د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ امنیه قومندان فضل الرحمن نن وویل چې د سېل په اثر د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۴ تنو ۸۱ ته لوړ شوی دی. ویل کېږي چې لا هم لږترلږه ۲۰ تنه بې درکه دي.

د ده په وینا پولیس او کلیوال لا هم د جمعې د ورځې د سېل له کبله په بې درکه شویو کسانو پسې ګرځي.

فضل الرحمن وویل چې ۸۵۰ کورونه بیخي نړېدلي او تر ۱۰۰۰ زیات نور زیانمن شوي دي.

ګذرګاه نور ولسوالي، چې د بغلان له اوسني مرکز پلخمري ۱۴۰ کیلومتره لېرې ده، لس کاله پخوا له خوست او فرنګ ولسوالۍ څخه جوړه شوه.

په بغلان کې کابو یوه میاشت پخوا هم سېلونه بهېدلي وو خو دومره زیان یې نه و پېښ کړی.

تېره میاشت سختو سېلونو په جوزجان، فاریاب، سرپل او بادغیس ولایتونو کې په لسګونو کسان مړه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *