د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې :
له دوزخ نه خلاصون :
له مسلم بن حارث رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې د ماښام له لمانځه نه را وګرځې نو نو ۷ اوه وارې دا دعا وايه چې : ( اللَّهُمَّ أَجِرْنِى مِنَ النَّارِ ) ( ای الله ما له اور څخه وساته ) نو که پدې شپه باندې مړ شې ، نو د دوزخ له اور څخه به بچ شې .
او چې د سهار لمونځ دې وکړو نو هم همداسې وايه ، نو که پدې ورځ باندې مړ شې ، د دوزخ له اور څخه به بچ شې . ( أبوداؤد )
لس لکه نېکۍ :
له عبد الرحمن بن غَنْم رضي الله عنه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته ، په داسې حال کې چې پښې يې نه وي را ټولې کړي – لس وارې دا دعا اووايي : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ– نو په هر وارې به لس نېکۍ ورته وليکل شي ، او لس ګناهونه به يې ( له عمل نامې څخه ) لرې کړی شي ، او لس درجې به يې پورته شي ، او له هر بد شي نه به په امان وي ، او له شيطان نه به هم په امان وي ، او له شرک نه پرته بله ګناه به هغه نه هلاکوي ، او هغه به له ټولو خلکو نه غوره وي . هو ، که کوم بل کس له ده نه هم کومه غوره دعا ويلي وي . ( مسند أحمد )
له هر لمانځه نه وروسته تسبيحات :
ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چې ابوذر ( رضي الله عنه ) : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! مالداره خلکو ډېر ثوابونه وګټل ، ( له مونږ نه مخکې شول ) هغوی هم زمونږ غوندې لمونځ کوي ، زمونږ غوندې روژې نيسي ، خو هغوی مالونه لري ، هغه خيراتوي ، او له مونږ سره څه نشته چې مونږ يې خيرات کړو .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوذر ! زه داسې کليمي درته ونه ښيم چې ته يې اووايي ، نو په مخکنيو پسې به ور ورسېږې ، او وروستني به په تا پسې ونه رسېږي .
هغه ورته اوويل : هو ، ای د خدای رسوله !
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : له هر لمانځه نه وروسته ۳۳ وارې سبحان الله ، ۳۳ وارې الحمد لله ، ۳۳ وارې الله أکبر ، او په آخر کې لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ. وايه . ( شعب الإيمان للبيهقي )
له كعب بن عجره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : څوک چې له هر لمانځه نه وروسته 33 وارې سبحان الله ، ۳۳ الحمد لله ، ۳۴ وارې الله أکبر اووايي نو هغه به نامراده نه شي .( شعب الإيمان للبيهقي )
مسئله : له لمانځه نه وروسته د الله أکبر په هکله دوه روايتونه دي ، اول ۳۳ وارې او په څلور دېرشم وارې بهلا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ وايي ، لکه د أبوذر رضي الله عنه روايت .
دوهم – الله أکبر به هم څلور دېرش وارې وايي ، لکه د کعب رضي الله عنه روايت .
پدې دواړو کې چې په هر طريقه باندې څوک عمل وکړي سمه ده .
او د نقشبنديه طريقې مشايخ فرمايي چې : له لمانځه نه وروسته به دواړه يوځای کوي ، داسې چې الله أکبر به ۴۴ وارې وايي او په آخر کې به لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ. وايي .
چاته چې کوم اسانه وي عمل دې پرې وکړي .
د شپې او ورځې دعاګانې :
د خوب او له خوب نه د را پورته کېدلو دعا :
حذيفه رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې د شپې په خپله بستره باندې څملاستلو نو ( د قبلې خواته به يې مخ واړولو او راسته ) لاس به يې د مخ لاندې کېښود ، بيا به يې دا دعا ويله : ( اَللّهُمَّ بِاِسْمِكَ أَمُوْتُ وَأَحْيَا ) . او چې له خوب نه به را پورته شو – نو دا دعا به يې ويله : ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُوْرُ ) ( بخاري )
او عائشه رضی الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خوب نه د را پورته کېدلو په وخت کې دا اووايي چې 🙁 لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ ) نو الله تعالی به د ده ټول ګناهونه وبخښي ، که څه هم ګناهونه يې د سمندر د زګ هومره ( زيات ) وي . ( ابنُ السُّنِّيْ )
په خوب کې د وېرېدلو دعا :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې په خوب کې اووېرېږي نو دا ( دعا ) دې اووايي 🙁 أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَأَنْ يَحْضُرُوْنَ ) نو ( هېڅه به هم ) ضرر ورته ونه رسوي .
عبد الله بن عَمْرو بن العاص رضي الله عنه به خپلو بالغو اولادونو ته دا دعا ور زده کوله او نابالغو ته به يې په يوه کاغذ کې وليکله او په غاړه کې به يې ور واچوله ( ترمذي )
عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إذا فزِعَ أحدكم في النوم فليقل : أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَأَنْ يَحْضُرُوْنَ ، فإنها لن تضره ، قال : وكان عبد الله بن عمرو يعلمها من بلغ من ولده ومن لم يبلغ منهم كتبها في صك ثم علقها في عنقه. ( رواه الترمذي وقال : حسن غريب ) قال الشيخ عبد الحق الدهلوي في اللمعات : هذا هو السند في ما يعلق في أعناق الصبيان من التعويذات . . . وأما تعليق الحرز والتمائم مما كان من رسوم الجاهلية فحرام بلا خلاف انتهى ( تحفة الأحوذي )
33 وارې سبحان الله ۳۳ الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر :
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمې ( رضي الله عنها ) ته اوويل چې د ويده کېدو په وخت کې 33 وارې سبحان الله ۳۳ وارې الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر واياست . ( مستدرک )
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال : أتانا رسول الله صلى الله عليه و سلم فوضع رجله بيني و بين فاطمة رضي الله عنها فعلمنا ما نقول إذا أخذنا مضاجعنا فقال : يا فاطمة إذا كنتما بمنزلتكما فسبحا الله ثلاثا و احمدا ثلاثا و ثلاثين و كبرا أربعا و ثلاثين قال علي : و الله ما تركتها بعد فقال له رجل كان في نفسه عليه شيء و لا ليلة صفين قال علي : و لا ليلة صفين) رواه الحاکم في المستدرك , وقال : صحيح على شرط الشيخين ،وقال الذهبي :على شرط البخاري ومسلم )