له تشناب نه د وتلو دعا :

غُفْرَانَکَ . اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَذْهَبَ عَنِّيْ الْأَذَى وَعَافَانِيْ له تشناب نه د راوتلو په وخت کې بايد دا دعا اووايي . ( ابوداؤد , ابن السني )

عن عَائِشَةُ رضى الله عنها أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا خَرَجَ مِنَ الْغَائِطِ قَالَ : غُفْرَانَكَ . ( سنن أبي داؤد )

عن أبي ذر رضي الله عنه قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا خرج من الخلاء قال : الحمد لله الذي أذهب عني الأذى وعافاني . ( عمل اليوم والليلة لابن السني )

له خپلې ښځې سره د کوروالي دعا :

ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خپلې ښځې سره يو ځای کېږي او دا دعا اووايي :(بِاسْمِ اللهِ اَللّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَ جَنِّبِ الشِّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا ) نو كه له دې څخه کوم بچی ورکول کېږي ، هغه ته به ټول عمر شيطان ضرر ونه رسوي . ( بخاري )

د اودس دپيل او پای دعا :

د اودس له شروع کولو نه مخکې بايد بسم الله اووايي .

بيا د اودس له ختمېدو نه وروسته دا دعا اووايي :أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ ، اَللّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ التَّوَّابِيْنَ وَ اجْعَلْنِيْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ .

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې :رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : څوک چې اودس وکړي ، او په سمه طريقه سره يې وکړي ، بيا دا ( دعا ) اووایي ، نو د جنت ۸ اته دروازې به ورته خلاصې کړی شي ، له کومې يې چې خوښه وي ، داخل دې شي .( ترمذي )

له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا :

ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم مسجد ته ننوتلو ، هغلته يې د انصارو يو سړی وليدلو چې ابواُمامه نومېدو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوامامه ! څه خبره ده چې بې د لمانځه له وخت نه په مسجد کې ناست يې ؟ هغه ورته اوويل : ای د خدای رسوله ! غمونه دي راباندې او قرضونه . هغه ورته اوفرمايل : داسې يو کلام درته ونه ښيم چې کله يې اووايې نو غم دې در څخه لرې کړي او قرض دې هم ادا کړي ؟ هغه ورته اوويل چې : هو ای د خدای رسوله ! بيا يې ورته اوفرمايل : سهار او ماښام دا ( دعا ) وايه :اَللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحُزَنِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ . ابو امامه وايي چې : بيا ما همدا سې وکړل نو الله تعالی زما غم لرې کړو او قرض يې راته ادا کړو . ( ابوداود )

له جادو پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا :

قعقاع بن حکيم وايي چې : کعب به ويلې چې که دا څو کليمې نه وی چې زه يې وايم نو يهودانو به له ما څخه خر جوړ کړی وو ، ( کعب مخکې د يهودانو عالم وو بيا مسلمان شو ) چا ور څخه پوښتنه وکړه چې : هغه کومې کليمې دي ؟ هغه اوفرمايل :أَعُوذُ بِوَجْهِ اللَّهِ الْعَظِيمِ الَّذِي لَيْسَ شَيْءٌ أَعْظَمَ مِنْهُ وَبِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ الَّتِي لَا يُجَاوِزُهُنَّ بَرٌّ وَلَا فَاجِرٌ وَبِأَسْمَاءِ اللَّهِ الْحُسْنَى كُلِّهَا مَا عَلِمْتُ مِنْهَا وَمَا لَمْ أَعْلَمْ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ وَبَرَأَ وَذَرَأَ .      ( امام مالک )

دا دعا که يو وارې سهار او يو وارې ماښام اوويل شي نو سمه ده .

د مصيب ځپلي د ليدلو د وخت دعا :

له عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : څوک چې کوم کس د تکليف او مصيبت په حال کې اوويني ، او دا دعا اووايي :

( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ عَافَانِيْ مِمَّا اِبْتَلَاكَ بِهِ وَ فَضَّلَنِيْ عَلَى كَثِيْرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِيْلًا) نو دا کس به له هغه مصيبت څخه ټول عمر بچ وي . ( يعنې هغه مرض او مصيبت به په دې کس باندې نه راځي ) ( ترمذي )

فائده : د دې دعا برکت دادی چې انسان به له هر مصيبت او مرض څخه په امان وي .                                   د دعا ژباړه : د ستاينې او صفونو وړ دی هغه ذات چې زه يې له هغه مصيبت څخه خلاص کړم چې ته يې پرې مُبْتلا کړی يې ، او زه يې په ډېرو مخلوقاتو باندې غوره کړم .

د سفر دعا ګانې :

چې کله څوک سفر ته روانېږي نو د رخصتېدلو پر مهال دې مخامخ کس ته دا دعا وکړي : اَسْتَوْدِکُمُ اللهَ الَّذِيْ لَا تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ( أحمد ، ابن ماجه ) او حاضر کس دې مسافر ته د رخصتېدو په وخت کې دا دعا کوي : (اَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَکَ وَ اَمَانَتَکَ وَ خَوَاتِيْمَ عَمَلِکَ. ( أحمد ، ترمذي )

بيا چې کله مسافر په ( موټر ، کشتۍ ، يا طياره ) کې په خپل ځای ( سېټ ) باندې کښېنې نو درې وارې دې الله أکبر اووايي بيا دې دا دعا اووايي :(سُبْحَانَ الَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ) اَللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ فِى سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى ، اَللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا ، اَللَّهُمَّ اِطْوِ لَنَا الْبُعْدَ ، اَللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِى السَّفَرِ وَالْخَلِيفَةُ فِى الأَهْلِ وَالْمَالِ ) ( أبوداؤد )

او چې كله له سفر نه بېرته کور ته را ورسېږي نو دا دعا دې اووايي : آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ . ( أبوداؤد )

مسئله : چې کله په پورته ځای باندې خېژي نو الله أکبر دې وايي او چې کله بېرته را کوزېږي نو سُبْحانَ الله دې وايي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه لښکرو به همداسې کول ( أبوداؤد )

پدې هکله مونږ ته مفتي عبد المجيد دينپوري شهيد رحمة الله عليه په جامعة العلوم الإسلامية بنوري ټاون کراچۍ   کې ، د ترمذي شريف په درس کې فرمايلي وو چې : د پورته ختلو په وخت کې الله أکبر ويل ځکه چې الله جل جلاله ډېر لوی دی او شان يې ډېر لوړ دی ، نو چې انسان دا لږ پورته کېږي نو الله أکبر دې وايي چې تکبر پکې رانشي ، او د خدای لويي او عظمت يې په ياد وي .

او د ښکته کېدلو په وخت کې سبحان الله ويل ، ځکه چې انسان خو لږ پورته وختلو خو اوس بېرته کوزېږي خو الله تعالی له دې څخه پاک دی ، هغه همېشه لوړ او د عظمت والا دی .

مسئله : په سفر کې د ماسپښين مازديګر او ماسخوتن فرض لمونځونه دوه دوه رکعته کېږي ، او د سهار لمونځ پوره کېږي ، او د ماښام درې رکعته فرض پوره کېږي ، ځينې خلک د جهل له امله د ماښام لمونځ هم نيموي ، چې د افسوس خبره ده .

د سهار له سنتو نه پرته د نورو سنتو په هکله حکم دادی چې : که وخت ورسره وي ، تکليف ورته نه وي او موټر ورته ولاړ وي نو سنت دې وکړي ، خو که داسې نه وي نو بيا دې سنت پرېږدي .

ځينې جاهلان چې نيمه خبره يې اورېدلې وي ، په سفر کې خلک له سنتو څخه منع کوي ، چې بايد هوښياران يې سمون وکړي .

په بازار کې د يوې دعا ثواب :

له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : څوک چې په بازار کې دا ( کلمه ) اووايي : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ المُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ، وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ – نو الله تعالی به دې کس ته لس لکه نېکۍ وليکي ، او لس لکه ګناهونه به د ده له ( عمل نامې څخه ) لرې کړي ، او په جنت کې به يو کور ورته جوړ کړي . ( شرح السنة )

عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : مَنْ قَالَ فِي سُوقٍ جَامِعٍ يُبَاعُ فِيهِ : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ المُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ، وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، كَتَبَ اللَّهُ لَهُ أَلْفَ أَلْفِ حَسَنَةٍ ، وَمَحَا عَنْهُ أَلْفَ أَلْفِ سَيِّئَةٍ ، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ . هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ ( شرح السنة للبغوي )

د اذان د اورېدو په وخت کې :

د اذان د اورېدلو په وخت کې بايد اورېدونکی اذان کوونکي ته ځواب ورکړي ، داسې چې اذان کوونکی کوم ټکي وايي اورېدونکی دې هم هماغه ورسره وايي ، يواځې د حَيَّ عَلَی الصَّلَاةِ او حَيَّ عَلَی الْفَلَاحِپه ځواب کې دې لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَإِلّا بِاللهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيْمِ وايي ، او د سهار په اذان کې د اَلصَّلَاةُ خَیْرٌ مِنَ النَّومِپه ځواب کې دې اورېدونکی صَدَقْتَ وَ بَرَرْتَوايي ، او د اِقامت د اورېدو په وخت کې دې هم هماغسې ځواب وايي ، يواځېد قَدْ قَامَتِ الصَّلَاةُپهځواب کې دې اورېدونکی أَقَامَهَا اللهَ وَ أَدَامَهَا وايي .

له اذان نه وروسته دعا :                             

له اذان نه وروسته دې دا دعا اووايي : اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَالفَضِيلَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، ( إنك لا تخلف الميعاد )

جابر رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د اذان د اورېدو په وخت کې دا دعا اووایي نو د هغه لپاره زما شفاعت ثابت شو . ( بخاري ، بيهقي )

خو مشهوره دعا داده چې :اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَالفَضِيلَةَ ( و الدرجة الرفیعة ) وَابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، ( و ارزقنا شفاعته يوم القيامة ، إنك لا تخلف الميعاد ) .د دې دعا په هکله بايد اووايو چې دا هم له دې ټولو ټکو سره ثابته ده ، يواځې يو ټکی يې ما پيدا نکړی شو ، خو د هغې مرادف مو پيدا کړو ، و الحمد لله .

له ( و الدرجة الرفیعة )څخه پرتهتر وَعَدْتَهُپورې دعا د بخاري په روايت کې ده ، وارزقنا شفاعته د دې ټکو روايت ما پيدا نکړو خو د ابو الدرداء رضي الله عنه له روايت څخه د دې مرادف ثابتېږي چې طبراني نقل کړی دی ، او إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ د جابر رضي الله عنه په روايت کې راغلی دی چې بيهقي نقل کړی دی . او ( و الدرجة الرفیعة ) د جابر رضي الله عنه په روايت کې راغلی چې ابن السني په عمل اليوم و الليلة کې نقل کړی دی .

عن جابر رضي الله عنه :أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَنْ قَالَ حِيْنَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ : اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَالفَضِيلَةَ ، وَابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتي يَوْمَ القِيَامَةِ .(رواه البخاري) .

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم :مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ : اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ بِحَقِّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلاَةِ الْقَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ ، وَابْعَثْهُ الْمَقَامَ الْمَحْمُودَ الَّذِى وَعَدْتَهُ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ إِلاَّ حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِى . ( السنن الکبری للبيهقي ، كتاب الصلاة , باب ما يقول إذا فرغ من ذلك (أی : الأذان ) )

عن عبد الله بن ضمرة السلولي قال : سمعت ابا الدرداء يقول : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم اذا سمع النداء قال : اللهم رب هذه الدعوة التامة والصلاة القائمة صل على محمد عبدك ورسولك واجعلنا في شفاعته يوم القيامة ، قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: من قال هذا عند النداء جعله الله في شفاعتي يوم القيامة ( المعجم الأوسط للطبراني برقم : 3662 )

عن عبدِ الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما : أنّه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يقول: إِذَا سَمِعْتُمُ النداء فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ ؛ فَإنَّه مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلاَةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْراً ، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الوَسِيلَةَ ؛ فَإنَّهَا مَنْزِلَةٌ في الجَنَّةِ لاَ تَنْبَغِي إِلاَّ لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ وَ أرْجُو أنْ أكونَ أنَا هُوَ ، فَمَنْ سَألَ لِيَ الوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ . (رواه مسلم )

عن جابر بن عبد الله ، رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من قال حين يسمع النداء : اللهم رب هذه الدعوة التامة ، والصلاة القائمة ، آت محمدا الوسيلة والفضيلة والدرجة الرفيعة ، وابعثه مقاما محمودا الذي وعدته ، حلت له الشفاعة يوم القيامة ( عمل اليوم و الليلة لابن السُّنِّي )

عَنْ عَوْنِ بْنِ أَبِى جُحَيْفَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ : رَأَيْتُ بِلاَلاً يُؤَذِّنُ وَقَدْ جَعَلَ أَصْبَعَيْهِ فِى أُذُنَيْهِ وَهُوَ يَلْتَوِى فِى أَذَانِهِ يَمِينًا وَشِمَالاً. ( السن الكبرى للبيهقي , كتاب الصلاة باب وضع الأصبعين في الأذنين عند التأذين )

و آخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحمدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِیْنَ، اَللّهُمَّ صَلِّ عَلی سَيِّدِنَا مُحمَّدٍ و عَلی آلِهِ وَ أَصْحَابِهِ أَجْمَعِيْنَ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *