له پېړيو پېړيو را په دې خوا د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې د واک د تر لاسه کولو پر مهال، د واکمنۍ په بهیر او د واکسپارنې په پړاو کې فکري اختلافات، جګړې او ورانۍ را منځ ته کېږي چې د هېوادونو د کمزورۍ، فقر، ناپوهۍ، سیاسي او اقتصادي تجرید او… لامل کرځي.

د واک کیسې د انسان په تاریخ کې له پېچومو او کږلېچونو ډک داستان. له هغه مهاله چې بن‌آدمانو ډله‌ییز ژوند پیل کړی دی؛ د دوی تر منځ ځینو مناسبتونو او اړيکو روغون موندلی چې د واک په نوم ښکارنده (پدیده) یې زېږولې ده.

واک یا قدرت چې له کومې شېبې را پيدا کېږي؛ د یوه خپلواک عامل په توګه عمل پیلوي او سره له دې چې په ښکاره یې چلول د داسې کسانو په لاس کې وي چې واکمن او پياوړي بلل کېږي؛ خو په عمل کې دا واک دی چې پر نورو واک چلوي او که واکمنان د هغه له منطقه سرغړونه وکړي؛ سمدستي به د واک له ډګره وایستل شي، اګر که د واک د هرم په سر کې هم وي.

واک په خپل ذات کې یوه وحشي او سرکښه ښکارنده ده چې بل منطق نه شي زغملای، نه د اخلاقو د منطق په خوله کوي، نه د پوهې منطق ته ځان سپاري او نه هم د دین د منطق پر پله پل ږدي.

قدرت خپل ځانګړی منطق لري او بل هیڅ منطق ته سر نه ټیټوي. د واک منطق د بل هر منطق په نظر بې منطقي ښکاري او واک یوه بې منطقه ښکارنده پېژندل شوې. خو قدرت خپل منطق ته په اصالت قایل دی او هيڅ بل منطق په رسمیت نه پېژني. (ډاکټر محق)

دا چې یو واک وحشي او له هره منطقه مروره ښکارنده ده، نو که چېري کوم نااهل او بې نسبه؛ ها د عوامو په اصطلاح سپک او بې ظرفه کس ته په لاس ور شي؛ ښکاره ده چې د بلوڅو اتڼ به ترې ساز شي.

د لیکنې په پیل کې غواړم چې دا ټکی له لوستونکیو سره ګد کړم چې دا لیکنه مې څه باندې یو کال وړاندې د «نکاح» د یوې اړوندې موضوع په لمنلیک کې کښلې وه. یانې خدای مه کړه لیکنه د هېواد د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د لوړ، ورک او ټیټ نسب لرونکي د ډلبندۍ په موخه نه ده لیکل شوې او نه هم پرې د ارګ د وړوالي او ناوړوالي د ټاپې لګول دي.

په لیکنه کې هڅه شوې چې د اسلام له نظره د هر مشرتوب په اړه که هغه د ناحيې، ولسوالۍ، ولایت او یا هم هېواد په کچه وي؛ د نسب ارزښت په ډاګه شي.

په هر حال نه غواړم چې خبرې اوږدې کړم؛ راځو د نسب په اړه بحث ته سر ور ښکاره کوو.

د پنځو سترو انساني ارزښتونو په ساتنه او خونديتوب باندې انسانان شرعاً او عقلاً مامور شوي چې یو له هغو څخه د نسل او نسب ساتل دي. په اسلامي شریعت کې ځکه زنا حرامه ګڼل شوې تر څو نسبونه ګډوډ نه شي، د هر چا خپل پلار او مور ته نسبت وشي، په خپل ټبر، پښه او سیمه کې وپېژندل شي. الله تعالی جل جلا له په دې اړه فرمایي:

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا} [الحجرات-13]

ژباړه:اې خلکو! ما تاسې له یوه نر او ښځې (آدم او حوا) پیدا کړئ، تاسې مو ډلې ډلې او قبیلې وګرځولئ،تر څو یو بل سره وپېژنئ.

د نسب په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

“تعلموا من أنسابكم ما تصلون به أرحامكم “په هغه اندازه خپل نسب (د پلرونو، نیکونو او نږدې خپلوانو نومونه) وپېژنئ چې په هغه سره خپلوۍ وپاللای شئ.

بناء د قومونو او قبايلو پېژندنه هغه وخت را منځ ته کېږي چې نسبونه وپېژندل شي، د هغوی ساتنه وشي او یو نسب له بل سره ګډوډ نه شي.

اسلامي شریعت د نر او ښځې تر منځ په اړيکه او تړاو باندې ډېر ترکیز او ورته زیاته پاملرنه کوي، ترڅو د دوی دواړو ترمنځ اړيکو ته داسې سمون وروبخښي چې نسب پکې روغ او خوندي پاتې شي؛ له همدې امله د نر او ښځې تر منځ ټول هغه تعلقات حرام دي چې په هغوی کې له اسلامي مطهره شریعته کږون وي.

امام سیوطی رحمه الله په خپل کتاب الاشباه والنظائر کې کاږي:

(يترتب على النسب اثناعشر حكما:توريث المال ، والولاية وتحريم الوصية…).

په نسب باندې دوولس حکمه مرتب کېږي چې یو له هغو څخه ولایت دی. مانا دا چې هغه څوک مشر، والي او حاکم نه شي کېدلای چې نسب یې مالوم نه وي. زمان مموزی

میر معین / شاه اغا

د بې نسبۍ زیانونه:

لومړی:

د ارواپوهنې له نظره کوم کس چې د مور او پلار همدارنګه د نورو نږدې خپلوانو مینه نه وي لیدلې او له تشدده په ډک چاپېریال کې را لوی شوی وي؛ د عمر تر پایه د هغوی چلندې او ډېری پرېکړي د کینې او کرکې پر بنسټ وي او منفي ذهن لري.

دویم:

ارواپوهان وايي چې که کوم کس ورک یا هم ټیټ نسبی وي؛ په ډېری ټولنو کې ورته په سپکه سترګه کتل کېږي چې په پایله کې همدا کس له ستر روحي دباو او ذهني ګډوډۍ سره مخ کېږي.

درېیم:

ارواپوهان دا هم زیاتوي چې د والدینو د مینې او شفقت نه شتون؛ انسان بې جرائت او پر ځان باور له لاسه ور کوي.

څلورم:

که ماشوم پرته له مور او پلار څخه د بل چا پر مټ لوی شي؛ طبعي خبره ده چې پالونکی، ماشوم ته د هغه د والدینو په څېر مینه نه شي ورکولای، اړتیاوې او غوښتنې یې نه شي پوره کولای او په ځینو مواردو کې کېدای شي ور سره غیرعاطفي چلند وکړي چې دا په خپله د ماشوم د شخصیت د کمزورتیا او وژنې لامل ګرځي چې دا زیان په هیڅ توګه د جبران وړ نه دی.

د انساني تاریخ تر ټولو وینبهاندې او سخت زړې څېرې لکه حجاج بن یوسف، چنګېز، هیټلر، صدام او نور هغه کسان وو چې د مور او پلار د محبت د ونې تر سیوري لاندې نه دي روزل شوي.

پنځم:

ورکنسبی/ بې پلاره او بې موره ماشوم په ټولنه کې رټل او وهل کېږي. ټول ناسم ټولنیز برخوردونه د دې کس شعور او لاشعور ته کښته کې چې په اوږدمهال کې ماشوم د تبعیض، تعصب او تندلارۍ ډنډ ته ور ټېل وهي.

همدارنګه د واکمن او امر لپاره لاندې مواصفات او ځانګړتیاوې هم علماوو په نښه کړې:

۱ـ په دې ګروهه د هېواد او ولس واګې په لاس کې واخلي او وپتېيي چې واک زما لپاره یو ربړ (تکلیف) دی او په هیڅ ډول لوړتیا (تشریف) نه دی. هسې نه چې ښاغلی یې د ځان خپل حق وبولي او له خپله واکه هر ډول ګټه واخلي.

د اسلام لومړی خلیفه حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خلافت پر ګدۍ له کښېناستلو ورسته وویل:

په هغه څه کې زما یونپلي شئ، په کوم څه کې چې الله تعالی او د هغه رسول ته غاړه ایښوندګ وي.

۲ـ واکمن او امر باید په دې وپوهېږي چې ور سپارل شوې څوکۍ زما لپاره امانت ده، د امانت په ډول به ور څخه ساتنه کوي او بېرته به یې خپل څښتن (اهل) ته سپاري. الله تعالی فرمایې:

}إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا{ [النساء-58].

ژباړه: الله جل جلا له تاسو ته امر کوي؛ چې امانتونه وړ کسانو (خپل اهل) ته وسپارئ.

۳ـ د خپل ولس لپاره به ناصح او نېکي غوښتونکی وي.

۴ـ پوه، ځیرک او په دیني مسائلو به خبر وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *