د پنځو زونونو ترمنځ د (اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې د کرکټ سياليو په نيمه پاىلوبه کې د سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه او پاىلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
پرون تر غرمې وروسته لومړۍ نيمه پاىلوبه د سپين غر پړانګانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. ددې لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ کولو پرېکړه وکړه. د بست ساتونکو په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې . د دوى له لوري نصير احمد ٤٥ او نجيب ځدراڼ ٢٦ منډې جوړې کړې . د سپين غر پړانګانو له لوري حميد حسن او عبدالله عادل دوه دوه ، افتاب عالم او کريم صادق يو يو لوبغاړى وسوځول.
د سپين غر پړانګانو لوبډلې دغه لوبه له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د شلم اوور په وروستي توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو وګټله او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.
د سپين غر پړانګانو له لوري قسيم ډېره ښه لوبه وکړه ، ٤٦ منډې يې جوړې کړې او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. او د بست لخوا نسيم بړيڅ درې لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په پاى کې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار ، د سلاکار وزير او افغانستان کرکټ بورډ د رييس شهزاده مسعود له خوا پر لوبغاړو جايزې ووېشل شوې. دغه راز په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي په غزني ولايت کې د کرکټ ديوه لوبغالي لپاره د ٢٥ جريبه ځمکې ورکولو اعلان وکړ.
نن د امو نهنګانو او بند امير بازانو ترمنځ دويمه نيمه پاى لوبه ترسره کېږي، چې ګټونکې لوبډله به په پاى لوبه کې له سپين غر پړانګانو سره مخامخه شي.