د میدان وردګو ولایت په جلریز او چک ولسوالیو کې امنیتی ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د دوه قوماندانانو او درې وزیرستانيو په ګډون ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور شکمن کسان ژوندي نیول شوي.
امنیتي ځواکونو تېره شپه د جلریز ولسوالۍ په زیولاتو سیمه کې عملیات ترسره کړل،چې د هوایي برید په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول،چې به وژل شویو کې درې وزیرستانیان او دوه قوماندانان هم شامل دي.
د دغه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو زیات شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
بلخوا امنیتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې څلور شکمن کسان نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکی وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
په درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند