تاند- د افغانستان حکومت د پاکستان د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر او په دغه هیواد کې پر شیعه زیارتوالو بریدونه وغندل.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د کراچۍ د هوايي ډګر د تېرې شپې حمله او په بلوچستان صوبه کې د شیعه زیارتوالو د موټرو پر کاروان برید، چې له کبله یې زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي.
د کراچۍ پر هوايي ډګر د تېرې شپې پر حملې، چې تر سهاره روانه وه، ډېرو افغانانو په دې خاطر خوښي ښکاره کړې چې پاکستان له تېرو درو لسیزو راهیسي په افغانستان کې د تروریستي بریدونو ملاتړ کړی دی، د افغانستان پلونه، سړکونه، ښوونځي، دولتي ادارې او نور بنیادي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې هم دې مسلې ته په ضمني ډول اشاره شوې او راغلي:«افغانستان په دې باور دی چې د دې ډول حملو دوام په تکرار ثابتوي چې زموږ سیمه لا ناامنه شوې او موږ باید په دې سره پوی شوي یوو چې د وسیلې په توګه له افراطیت او تاوتریخوالي څخه استفاذده د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.»
د کراچۍ د نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۲۸ تنه وژل شوي، په لسګونو ژوبل دي او ګڼ مالي تاوانونه پېښ شوي دي.
د افغانستان حکومت د پاکستان حملو ته په اشارې ویلي:«د افغانستان خلک، چې له کلونو راهیسي له داسي تاوتریخوالو سره مخامخ دي، یو ځل بیا له پاکستانه غواړي چې د تروریزم د ریښو د وچولو لپاره چې له بده مرغه نن سبا د پاکستان خلک یې هم قربانیان دي، ریښتونې همکاري وکړي څو زموږ سیمې ته سوله او سوکالي راشي.»
له دې سره په یووخت د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په خپله غونډه کې وویل چې د جمعې په ورځ په کابل کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان برید د بهرنیو استخباراتو له لوري د لشکر طیبه په وسیله تنظیم شوی و.
افغانستان تر دې مخکې د حمل د ۲۶ نېټې د انتخاباتو په درشل کې د سرینا هوتل حمله هم د آی ایس آی له لوري تنظیم شوې بللې وه.
وایی د مار نیوونکی مرګ د مار دلاسه وی او بله دا چی رحمان بابا څو سوه کاله وړاندی ویلیوو :کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی ««»» چیری ستا به د کوهی په غاړه لارشی::::: ته چی بل په غیشو ولی هسی پوه شه ««»» چی همدا غیشی به ستا په لورګوذارشی لا