په شېخ زايد پوهنتون کې د ((١٤١)) مليونه افغانيو په ارزښت د څلورپوړيزې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې

دخوست ولايت په شېخ زايد پوهنتون کې د شرعياتو د پوهنځي لپاره د ((١٤١)) مليونه افغانيو په ارزښت څلورپوړيزه ودانۍ چې درې بلاکونه لري، په ((٦٩٢٠)) متره مربع ځمکه کې به يې ټولې ساختماني چارې د دوو کالونو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت په انکشافي بودجه سرته ورسيږي.

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست والي عبدالجبارنعيمي ،د شېخ زايدپوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري، د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار او د همدې شورا غړو ،د لوړو زده کړو ��زارت په ساختماني چارو کې د تحليل او ارزيابۍ د برخې مسوول دوکتور شېرباز ځدراڼ، استادانو، محصلينو او د بېلابېلو ادارو مسوولينو ګډون درلود.

مراسمو ته د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري وويل ، چې دغه پوهنتون دوولس پوهنځۍ لري، چې دا مهال په اتو ودانيو کې د تدريس چارې پرمخ وړل کيږي.دده په خبره هر پوهنځى بايد ځانګړي ودانۍ ولري، ترڅو محصلين په کې په ازاده فضا کې خپلې زده کړې ترسره کړي، خو دا چې د پوهنځيو او محصلينو شمېر زيات شوى او ودانۍ کمې دي، نو په همدې مناسبت په هر ټولګي کې يو سلو اتيا تنه محصلين زده کړې کوي، چې د ژمي او ګرمۍ په موسمو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.باوري د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي استازي ته ورياده کړه، چې شېخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه له مخکښو او سترو پوهنتونونو حسابيږي، نو په همدې مناسبت دې د لوړو زده کړو وزارت ددغه پوهنتون انکشاف او پرمختګ ته زياته توجه کړي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي شېخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه يو داسې ستر علمي مرکز وباله، چې هرکال سلګونه ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه روزي.دده په خبره د علمي او اکاډوميکو مراکزو پياوړتيا کولى شي، چې په هېواد کې شته ناخوالو او بدبختيو ته د پاى ټکى کېږدي.

نوموړي وويل د شېخ زايد پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړولو بودجه په تېر ١٣٩٢ لمريز کال کې منظوره شوي وه، خو له بده مرغه د ځينو هغو کسانو له امله چې د شخصي ګټو په لاسته راوړلو کې د پام وړ مهارت لري ، تر دې وخته وځنډېده.دده په خبره که چېرې دغه پروژه چې ټوله بودجه يې نغده موجوده وه، په ٩٢ لمريز کال کې په خپل وخت پيل شوي واى،نو نن به يې ساختماني چارې تر اويا سلنه پرمخ تللي واى.

نوموړي د لوړو زده کړو په وزارت نيوکه وکړه، چې د ځينو مافيايي کړيو د فشار له امله يې د شرعياتو پوهنځي لپاره منظوره شوي پروژه څه د پاسه يو کال بېځايه وځنډوله او له بلې خوا ټاکل شوې درې مليونه امريکايي ډالره بودجه دوه نيم مليونه ډالرو ته راټيټه شوي ده.نعيمي په وزارت غږ وکړ، چې پاتې پنځه لکه ډالره دې د شېخ زايد پوهنتون ادارې ته په واک کې ورکړي، ترڅو هغه تعميرونه چې د تخريب او ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دي، په اساسي توګه پرې ورغوي.

عبدالجبارنعيمي د لوړو زده کړو وزارت پدې هم پړ وباله ، چې د شېخ زايد پوهنتون له جوړېدو يوولس کاله تېريږي، خو تر دې دمه يې په ساختماني برخو کې هغو اساسي ستونزو ته پام ندى کړى، چې د پوهنتون انکشاف ورپورې تړلى دى، دده په خبره که په کال کې يو تعمير جوړولو ته هم پاملرنه شوي واى، نن به د شېخ زايد پوهنتون په تعميراتي لحاظ له دومره مشکلاتو سره مخامخ نه واى.نوموړي په ياد وزارت غږ وکړ، چې د پوهنتون بنسټيزو غوښتنو ته لومړيتوب ورکړي او په ټولو هغو ژمنو عمل وکړي، چې د خوست ولايتي ادارې او ورغلو پلاوو سره يې کړي دي.((کليپ))

د لوړو زده کړو وزارت په ساختماني چارو کې د تحليل او ارزيابۍ د برخې مسوول دوکتور شېرباز ځدراڼ دخوست د والي عبدالجبارنعيمي نيوکې تاييد کړې او ويې ويل چې دوى هم د قراردادونو د ترسره کولو او د پروژو په ژر پيلولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي، دده په خبره ډېرى ستونزې د تداراکاتو په قانون کې د شته نيمګړتياوو له امله رامنځته کيږي.

د شېرباز ځدراڼ په خبره چې د تداراکاتو سېستم دومره مغلق جوړ شوى، چې هره پروژه د عادي ستونزو له امله د يوه کال څخه بل کال ته انتقالوي، چې دده په خبره رښتيا هم د بيارغونې په برخه کې دغه مشکلات ولسونه له مايوسۍ سره مخامخ کوي.

نوموړي زياتوله ، د خوست د شېخ زايد پوهنتون تاسيسات په خورا ټيټ کيفيت جوړ شوي او دا مهال ددې ضرورت لري، چې په اساسي توګه ترميم شي،دده په خبره دا ستونزه يې تر وزارت پورې رسولي ، هيله مند دى، چې وزارت به يې په نږدې راتلونکي کې دغه ستونزې هوارې کړي.((کليپ))

دخوست د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار هم د لوړو زده کړو په وزارت نيوکه وکړه، چې د انکشافي بودجې په لېږد او له دوى سره په کړيو ژمنو کې وفا نه کوي، بلکې د شېخ زايد پوهنتون لپاره منظورې شوې پروژې هم له يوه کال څخه بل کال ته اړوي.خاکسار د ياد وزارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون د انکشاف لپاره اړينې مرستې ترسره کړي.

وروسته د خوست والي عبدالجبارنعيمي، د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري،د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي استازي دوکتور شېربازځدراڼ، د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار او نورو استادانو، ديني عالمانو او مشرانو له خوا په هغه ځاى کې د بنسټ ډبرې کېښودل شوې ، چې د شرعياتو د پوهنځي لپاره په کې ودانۍ جوړيږي.

دغه څلورپوړيزه ودانۍ چې درې بلاکونه به ولري، ((١٧)) تدريسي خونې،(( ١٥)) لېکچر خونې،((١٥)) دفتري کوټې، عصري تشنابونه او همداشان د غونډو او کنفرانسونو لپاره به يو ستر سالون هم ولري، چې د شپږ سوه ګډونوالو دځاييدو قابليت به ولري.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

١٩-٣-١٣٩٣ دوشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *