ليکوال: قدرت الله ځواک
سریزه
انسان يو ټولنيز مخلوق دى، ټولنه کې راڅرګندېږي – ټولنه کې اوسېږي – له نورو انسانانو سره د اړيکو د ټينګولو ليواله او د اړيکو پر ټينګولو اړ دى، او د دغو اړيکو د ښه تنظيم او د انساني غرايزو، تمايلاتو او تنفراتو د پوره کولو په موخه يې مختلفې لارې چارې او د اجرا ضمانتونه په پام کې نيولي تر څو له يوه اړخه په ټولنه کې نظم او ثبات رامنځ ته او بشري ټولنه د خير، سولې، سوکالي او تکامل پر لور روانه کړي او له بلې خوا د مساواتو، امنيت، انصاف او عدالت په راوستلو سره د شخړو او تېريو مخنيوى وکړي تر څو حق، حق لرونکي ته وسپارل شي.
حد اقله حقوقي پوهه او لږ تر لږه سياسي بصيرت د يوې انساني ټولنې د بقا او ښېګڼې لپاره بنسټيز ارزښت او رول لري. په اوسني نړۍ کې د مدني ټولنو، سياسي ګوندونو، ډله ايزه رسنيو او معلوماتي ټکنالوژۍ په منځ ته راتللو سره د انساني ټولنو سياسي شعور لوړ او د خپلو سرنوشتونو په ټاکلو کې يې ونډه له بل هر وخت څخه زياته او ټاکونکې ده. عامه افکار د حکومتونو د نظارت لپاره د يوه منل شوي ځواک په توګه راڅرګند او د ټولنې په چارو کې يې ونډه د انساني ټولنو د پرمختګ د يوه معيار (Indicator) په توګه بلل کېږي.
ګران هېواد افغانستان چې يو وياړلى خو دردېدلى تاريخ لري، اسلام او افغانيت – دوه ستر ارزښتونه – او د سياسي پوهې په ډګر کې وتلې څېرې او اتلان لري، خو له بده مرغه بايد ووايو چې د بشري ژوند په ډېرو برخو کې له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان يو، %٦٥ سلنه وګړي مو د فقر تر ليکې لاندې ژوند کوي، له خپلو بنسټيزو حقوقو او مکلفيتونو ډېره کمه پوهه لرو، د ټولنيز ژوند ريښې مو سستې او د څلورو لسيزو راپدېخوا ويجاړوونکو جګړو ځپلي يو….
خويندو ته ځانګړى پيغام!
په دې کې هېڅ شک نشته چې تاسې او ستاسو تر څنګ ماشومان، له يادو ناخوالو څخه ډېر زيانمن او دردېدلي ياست او د تولې نړۍ ډېره پاملرنه ستاسې پر لور ده او بايد چې هم وي، خو له ياده و نه باسو چې مونږ په لومړي سر کې مسلمانان او بيا افغانان يو، زيار به وباسو تر څو د اسلام د مقدسو او انساني پولو په حدودو کې تاسې ته ستاسو خپل انساني حقوق در ستانه کړو او له افغاني (ناروا او غير انساني) دودونو سره به مقابله کوو.
ښځه او عامه چارې
Woman and Public Affairs
د يوې ټولنې په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري چارو کې د يوې ښځې ونډه، او په دې برخه کې به مو زيار دا وي تر څو د اسلامي او ملي پولو په محدوده کې د موضوع فقهي، عقلي او تاريخي بنسټونه وپلټو.
په لومړي سر کې بايد دا ووايو چې ښځه او نر دواړه په خلقت، حقوقو، وجايبو او مکلفيتونو کې سره برابر دي، د خداى ج او سالم عقل لرونکي انسان پر وړاندې د يو ډول انساني حقوقو او مکلفيتونو درلودونکي دي او په قرآنکريم کې دايم ټولو انسانانو ته د (يا ايهالناس، يا ايهالذين، …آمنوا، …) پرته له کوم توپيره خطاب کوي. خو دا بايد ومنو چې ښځه له نر څخه په ځينو چارو کې د فطري جوړښت پر بنسټ يو څه توپيرونه لري لکه، زېږول، شيدې ورکول، د اولاد روزنه او ځيني نور کورني چارې؛ او برعکس په ځينو نورو برخو کې هېڅ او يا هم لږ مکلفيت لري لکه، عسکري چارې چې قوي بدني جوړښت ته اړتيا لري.
لکه د نورو چارو په شان ښځه او نر د عادي انسانانو په حيث (د استثنااتو په منلو سره) په عمومي چارو کې هم يو شان حقوق او مکلفيتونه لري، يعني دواړه جنسه کولى شي په برابر ډول سياسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيز حقوق ولري او په مقابل کې د مساوي مکلفيت درلودونکي دي.
د ښځې او عامه چارو د بحث د علمي څېړلو لپاره په لومړي سر کې د هغو پوهانو او فقهاوو نظريات او دلايل وړاندې کوو چې په عامه چارو کې د ښځو د ونډې په محدودولو ټينګار کوي، دويم ګام به مو د قرآنکريم، احاديثو او فتاواوو په رڼا کې د مخالفينو پر نظرياتو علمي نقد وي او په عمومي چارو کې د ښځو د ګډون په اړه د امت اکثرو فقهاوو ته د منل شوي فتوا بيانول وي.
په عامه چارو کې د ښځو د (پراخې) ونډېمخالفين:
د يادولو وړ ده چې دغه ډله پوهان د دنيا په ګوټ ګوټ د تاريخ په اوږدو کې شتون لري، د وياړ ځاى دى چې په اسلامي پوهانو کې يې شمېره ډېره کمه او د ګوتو په شمار ده او په دغه برخه کې لوېديځ وال تر ټولو دمخه دي ( د يونان، روم، کليسا او د اروپا د منځني دورې تاريخ، او هم د پخواني چين، هند او بابل…… تاريخونه دې وکتل شي).
د دوى ځيني دلايل په لاندې توګه خلاصه کېږي:
- قرن في بيوتکن. الايه. (کښېنئ په خپلو کورونو کې، ژباړه)، خداى پاک په قرآنکريم کې ښځو ته په کور کښيناستلو امر کوي او د عامه چارو لازمه دا ده چې ښځه بايد له کوره د باندې ووځي، نو ځکه بايد د ښځو په عامه چارو کې له ونډې مخنيوى وشي.
- الرجال قوامون على النسا. الايه. (سړي د ښځو سرپرسته دي، ژباړه)، خداى پاک په قرآنکريم کې سړي پر ښځو سرپرسته ګرځولي او دا د دې ښکارندوى دى چې ښځې نشي کولى د عامه چارو سرپرستي پر غاړه واخلي.
- و للرجال عليهن درجه. الايه. (د سړو پر ښځو درجه (لوړه) ده، ژباړه). د قرآنکريم دغه مبارک آيت دا څرګندوي چې ښځې نبايد په عامه چارو کې ونډه ولري تر څو د سړيو درجه لوړه او پر خپل ځاى پاته وي.
- لن يفلح قوم ولو امرهم امراة. الحديث. (هغه ملت به هېڅکله بريا ونه مومي چې خپلې عمومي چارې يې ښځې ته سپارلې وي، ژباړه)، په دغه حديث شريف کې پيغمبرص په ډاګه ښځو ته د سياسي او عمومي چارو مسئوليت له سپارلو مخنيوى کوي.
- سد ذرايع. فقهي قاعده. (د فساد له عواملو څخه مخنيوى، ژباړه)، په اسلامي فقه کې د فساد پر مخنيوي او د هغه د عواملو په له منځه وړلو ډېر زيات ټينګار شوى؛ نو ځکه بايد د ښځو او سړو له اختلاط څخه د مخنيوي په موخه، ښځې له عامه چارو څخه ليرې وساتلې شي تر څو د فحشا د خپرېدو څخه مخنيوى وشي.
- ښځې ناقص العقله دي او نبايد په مشورو يې عمل وشي. دغه حديث شريف د ښځو په خام عقل او بصيرت دلالت کوي او د عامه چارو د پر مخ بيولو لپاره پاخه عقل او سالم بصيرت ته اړتيا ده نو ځکه بايد ښځې له عامه چارو څخه ګوښه وساتلې شي.
د مخالفينو د دليلونو له وړاندې کولو وروسته اوس به د نصوصو (قرآنکريم او احاديث شريف)، د امت د علماوو اجماع، تاريخي واقعيتونه او سليم عقل په رڼا کې د دوى دلايل يو په يو په ترتيب سره نقد کړو تر څو حقايق راڅرګند او د ښځو په عامه چارو کې د ونډې اړوند د امت د جمهورو علماوو فتوا منځ ته راشي.
د (په عامه چارو کې د ښځې د ونډې) مخالفينو د دلايلو علمي نقد: د پورتنيو شپږو دلايلو نقد په ترتيب سره څېړو:
- دغه ايت شريف د پيغمبرص د بي بيانو په اړه نازل شوى: په دې کې هيڅوک اختلاف نلري چې د قرن في بيوتکن آيت شريف د محمد مطهرو بي بيانو په اړه نازل شوى او عام حکم نلري. په داسې حال کې چې محمدص له دې آيت له نازلېدو وروسته هم خپلې بي بيانې د حج او نورو ديني او تفريحي چارو په موخه له کوره دباندې ايستلي. او پر دې سربېره د اسلامي تاريخ په اوږدو کې ښځې د مختلفو مشروعو چارو لپاره له کوره د باندې وتلې او هېچا پرې اعتراض ندى کړى.
- دغه آيت د کورنيو چارو په اړه نازل شوى (دويم او دريم دليلونه): د دې آيتونو له مخکنيو او وروستيو آيتونو څخه واضحه ښکاري چې د کورني نظام د سرپرستۍ په اړه نازل شوي او په هېڅ صورت د ښځې په عامه چارو کې له ونډې مخنيوى نشي کولى!. پر دې سربېره په اوسنيو سياسي نظامونو کې سياسي واک داسې وېشل شوى چې په کې برلاسي، قيموميت او سرپرستي نده مطرح او ټولې سياسي چارې په مشترکه همکارۍ مخ ته ځي.
- دغه حديث شريف په خاص مورد کې نازل شوى او ښځو ته د خلافت له سپارلو څخه منع کوي: د دې حديث شريف په لومړي برخه کې داسې راغلي چې (( کله چې د کسرى لور د خپل پر ځاى پر تخت کښېناسته نو رسول اکرم ص داسې وفرمايل چې هغه ملت به هېڅکله بريا ونه مومي چې خپلې عمومي چارې يې ښځې ته سپارلې وي)). او که چېرې د دې حديث شريف حکم عام هم شي نو د ښځو له خلافت او رياست جمهوري څخه مخنيوى کوي، نه له ټولو سياسي او عامه چارو څخه.
- سد ذرايع، نبايد ډېر مصلحتونه پر دې بنسټ له لاسه ورکړو: په دې کې هېڅ شک نشته چې د ستونزې له پېښېدو دمخه بايد مختلفې لارې چارې وپلټل شي تر څو ستونزه اصلا واقع نشي، خو نبايد د دغې قاعدې په تطبيق کې دومره افراط وشي چې ډېر مصلحتونه او مثبت مسايل له لاسه ورکړو. دا بايد ومنو چې د ټولنې رغاوي او هراړخيزه پرمختګ د ټولنې د هر وګړي نر او ښځه، ځوان او بوډا، باسواد او بي سواده… د مشترکو هلوځلو پر مټ راتللى شي او هېڅوک له دې څخه انکار نشي کولى چې ښځه د يوې انساني ټولنې د نيمايي برخې په حيث د ټولنې په آبادولو او پرمختګ کې فعاله ونډه لري. نو ځکه د سد ذرايع په پلمه ښځه له عامه چارو څخه نشو منع کولى.
- د ښځې ناقص العقل توب د بحث وړ ده: دا حديث شريف چې ويل کېږي ښځه ناقص العقله ده په خپل ذات کې د بحث وړ ده:
- ځيني محدثين دغه حديث شريف د ښځو د مغزو (په فزيکي لحاظ) او نورو جسماني نيمګړتياوو باندې تعبيروي، چې په دې حالت کې د ښځې او سړي تر منځ په استعداد کې کوم توپير نه څرګندوي.
- دغه حديث شريف په ټوليزه توګه د ښځو نيمګړتيا د سړو پر وړاندې ښکاره کوي، نه په انفرادي لحاظ. په دې معنا چې ټول سړي (د مختلفو جسماني، رواني… توپيرونو) له ټولو ښځو څخه يو څه ډېر عقلي بشپړتيا لري.
- دا حديث شريف دا نه ردوي چې يوه ښځه دې له يوه سړي زياته پوهه وي، په دې کې هېڅوک شک نه لري چې عايشه رض له ډېرو اصحابو کرامو او نورو پوهانو څخه ډېره بااستعداده او پوهه وه.
- آيا دا هېڅ ممکنه نه ده چې يو سړى دې په فکري او عقلي لحاظ کمزورى وي!!؟؟
- اوسنيو دولتونو کې د واک وېش داسې شوى او چارې په کې داسې تر سره کېږي چې په ځينو حالاتو کې په استعدادي لحاظ يو کمزورى شخص له ډېرو بااستعدادو اشخاصو څخه مثبته او ښه رايه ولري.
- د دې حديث شريف وروسته هم د اسلامي تاريخ په اوږدو کې په هره مرحله کې ښځو په عامه چارو کې ونډه لرلې او هېچا پرې اعتراض ندى کړى.
د پورتنيو نقلي دلايلو تر څنګ چې د ښځو په عامه چارو کې د ونډې د مخالفينو لخوا وړاندې کېږي، په تاريخي لحاظ هم ښځې د اسلامي تاريخ په اوږدو کې عملا له کوره د باندې په عامه چارو کې ونډه لرلې او هيچا د رسول اکرم ص ، صحابه کرامو او تابعينو په ګډون د اسلامي امت متفکرينو پرې کوم اعتراض ندى کړى چې دا په خپله د يو ډول اجماع او جواز ښکارندوى ده.
او په عقلي لحاظ هم دا د منلو وړ نده چې ښځې له عامه چارو څخه په منع کولو سره د ټولنې او په تېره بيا د دردېدلي او کړېدلي اسلامي امت د ټولو وګړو ٥٠ سلنه عاطله او بيکاره پاته شي.
د نبي کريم ص په ژوند کې عايشه، ام سلمه، خديجه الکبرى، حفصه رض او نورو صحابياتو عملا درسي او روزنيزې دندې لرلي او د رسول اکرم ص په ګډون نورو اصحابو کرامو له دو څخه مشورې اخيستې او دوى به په غزاګانو کې ګډون درلود. د صحابه کرامو په زمانه کې ٢٠ داسې ښځې وې چې فتوا به يې ورکوله. عمر رض د بازارونو او نرخونو د کنټرول لپاره شفا بنت عبدالله ټاکلې وه او سمره بنت نهيک به په بازارونو ګرځېده او مجرمين به يې په درو وهل.
نو واضحه شوه چې هېڅ داسې نقلي، عقلي او تاريخي دليل نشته چې د هغه له مخې وتوانيږو ښځه له سياست او عامه چارو څخه ليرې وساتو او دغه حوزه يواځي سړو ته ځانګړې کړو. ښځه کولى شي وزيره، رئيسه، ښارواله، د شورا يا پارلمان غړې، قاضيه او څارنواله شي او يا هم تجارت او ټولنيزې چارې تر سره کړي، د ټولنې او د دولت د درې ګونو قواوو دروازې د هرې ښځې لپاره پرانېستې دي او ښځه کولى شي په دې لړ کې د سړو برابر حقوق او مکلفيتونه ولري. خو دا هم بايد هېر نکړو چې ښځه هم د سړو په شان په دې مکلفه ده چې شرعي پولې او حدود مراعات کړي، لنډه دا چې هېڅ داسې غير مشروع عمل دې نه تر سره کوي چې په پايله کې يې ټولنه د اصلاح پر ځاى د فساد پر لور روانه کړي.
استثنا:
د اسلام د سياسي نظام په جوړښت کې تر ټولو زيات مسئوليت د خلافت لپاره په نظر کې نيول شوى او خليفه د حقوقي – سياسي حيثيت له نظره د يوې اسلامي ټولنې لمړى سياسي چارواکى بلل کېږي. د دغه پست درنو مکلفيتونو ته په کتلو سره د اسلام فطري – انساني دين، ښځه له دغه مسئوليت څخه د هغې کورني مسئوليتونو ته په کتلو سره معافه کړې. او پر دې د امت د علماوو اتفاق دى چې ښځې نشي کولى خليفه شي او د دې اصل پر بنسټ په اوسنيو سياسي نظامونو کې له رياست جمهوري او وزير اعظمي څخه هم معافې بللې شوي.
د پايلو پر ځاى:
شمېر | هېواد | مقننه قوه کې د ښځو سلنه | ښځه د صدراعظم/ وزيراعظم په حيث |
١ | افغانستان | ٢٨ | نه يې لري |
٢ | بريتانيا | ٢٢ | يوه |
٣ | فرانسه | ١٨ | نه يې لري |
٤ | د امريکا متحده ايالات | ١٦ | نه يې لري |
٥ | روسيه | نه يې لري | |
٦ | هندوستان | ١٠ | دوې |
د ۲۰۱۲کال د احصائيو پر بنسټ