د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې نن د میدان وردګو لوبډلې د پنجشیر لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر سره ماتې وکړه.
نن د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې د میدان وردګ ولایتي لوبډلې پنجشیر لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
نننۍ سیالي چې د زرملوال په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، پچه یې د پنجشیر لوبډلمشر وګټله او میدان وردګ لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د میدان وردګ لوبډلې د سیالۍ په ۴۹ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې بابر ۶۳ او حضرت ۵۵ منډې جوړې کړې. د پنجشیر توپ اچونکو له لوري سید نصرت ۳ او بهاوالدین د میدان وردګو ۲ لوبغاړي وسوځول.
د پنجشیر لوبډلې ونه کړای شول ورکړل شوی هدف بشپړ کړي. دوی د سیالۍ په ۴۲ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۵ منډې جوړې او سیالي یې د میدان وردګ لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله. ددوی له لوري حیات ۵۱ او دل آغا ۳۵ منډې جوړې کړې. د میدان وردګ لوبډلې له لوري سیف الله د سیالې لوبډلې څلور او حکیم دوه لوبغاړي وسوځول.
د سیالۍ غوره لوبغاړی سیف الله ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د سیالیو په ترڅ کې د بریالیو لوبډلې له بریالۍ موازینې ستاینه وکړه. نوموړي د پنجشیر له لوبډلې چې یوه ځوانه لوبډله ده او په دیره بریالۍ توګه لوبیږي، ځانګړې یادونه وکړه.