احمدالله احمدي/ ګردېز-

د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ودان افغانستان او قومي شورا ګانو غونډې وشوې.

د ودان افغانستان له لوري په مرکز ګردېز کې لومړۍ ولايتي غونډه جوړه شوه چې د دې ګوند مشر محمديار يار ترڅنګ د ولايتي شورا وکيلانو قومي مخورو ځوانانو ګډون کړی و.

د ياد ګوند مشر محمديار ګډونوالو ته وويل، دوئ په دې باوري دي چې د هېواد اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی ايښودلی شي او دا شته ستونزې به يوازې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په واکمني کې هواروي.

يار وويل له ډاکټر غني سره به په يوځای کار کوي او په هېواد کې شته ستونزو ته به د حل لارې لټوي.

د نوموړي په وينا د ودان افغانستان تګلاره او د ډاکتر اشرف غني احمدزي منشور سره ورته والی لري نو ځکه يې له ياد کانديده ملاتړ کړی دی.

محمديار په خپلو خبرو کې د احمدزي د سيال کانديد په اړه ځينې اندېښنې هم د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې.

ده زياته کړه، هغه چې وايي، که بريالي نه شي نو په تاوتريخوالي به لاس پورې کړي نو دا د هيواد لپاره خورا زيانمنه مسله ده.

همدارنګه نوموړي د اويايمې لسيزې هغه ناخوالې يادې کړې، که چېرته د ډاکتر اشرف غني سياله ډله واک ته ورسېږي، نو تاريخ تکرارېږي.

په غونډه کې د محمديار يار تر څنګ د ډاکتر اشرف غني احمدزي يو شمېر ملاتړو مخورو، د ولايتي شوراګانو استازو او د پارلمان وکيلانو هم خبرې وکړې.

د دې غونډې په څېر تېره ورځ په څمکنيو ولسوالۍ کې هم يوه پراخه غونډه وشوه چې د څلورو ولسواليو قومي شوراګانو استازو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني پلويانو له خلکو په ټاکنو کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د دې ولايت په څمکنيو ولسوالئ کې جوړه شوې وه، د ورڅيرمه ولسواليو پټان،جانيخيلو،او لجه منګل ولسواليو د قومي شورا استازو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې ويناوالوپه خلکو غږ وکړ چې ټاکنو کې په پراخ ګډون سره ډاکتر اشرف غني ته بريا ور په برخه کړي.

۱ګډونوالو وويل دا ځل به د سر په قيمت سره په رايه اچونه کې برخه اخلي او په هغو سيمو کې چې وسلوال کسان د ګاونډيو په اشره خلکو ته خنډونه جوړ کړي، د خلکو د وسلوال پاڅون سره به مخ شي.

په غونډه کې د قطب الدين، استاد سياف او زلمي رسول ملاتړي هم د دوام او بدلون له ډلې سره يو ځای شوو.

پکتياوال وسله والو ته خبرداری ورکوی چې د ټاکنو په ورځ امنيتي خنډونه جوړ نه کړي او وايي د دې تاريخي پړاو لپاره هر پکتياوال د سر په قرباني غواړي رايې ډاکټر اشرف غني ته ورکړي.

0 thoughts on “پکتيا: ودان افغانستان د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه”
  1. دسالم وجدان او کامل ایمان په لرلو سره دسالم اوجدان او کا مل ایمان لرونکی او په وطن او دوطن په خلکو مین ملی منا فعو ته وفادار دخاوری او ملی نوا میسو او ملی فر هنګ سا تونکی ډاکتر اشرف غنی ته رایه ور کول په زحمونو پټی ایښودل دی همدا وخت ده ویښ او بیداره اوسی په مادیاتو او په نرمو وعدو دبل چا فریب او غلط نشی میدان ته راوزی رایه ورکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *