افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې بې له شکه ډیر پرمختګ کړی او په ګڼو برخو کې خورا ارزښتناکه لاسته بریاوې لري. افغانستان نن یو جمهوری دیموکراتیک نظام، او منظم وسله وال امنیتی ځواکونه لري، شاوخوا دوولس میلیونه نجونې او هلکان ښوونځیوته ځي، په لسګونه زره ځوانان او پیغلې په کور دننه او بهرکې په لوړو زده کړو بوخت دي. د نړۍ له شاوخوا یوولسو لویو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لري، د سپورت په ډګر کې مو ځوانان په نړیواله کچه ځلیړی. شل میلیونه افغانان په ښارونو او لری پرتو سیمو کې موبایل ته لاس رسی لری، مطبوعات مو د سیمې په کچه ساری نلري، ملی یووالي مو له تنظیمی جګرو وروسته یوځل بیا په راټوکیدو دي.

خو له دې سره سره له بده مرغه افغانستان په تیرو دیارلسو کلونوکې له یوشمیر ننګونو سره هم مخ و افغانستان د اداری فساد په ډګر کې د نړۍ اتل دی د مخدره مواد تولید کې هم د نړۍ په کچه لومړی ځای لری.

د قانون نه حاکمیت، قاچاق،قتل، اخطتاف، کار د اهل کار ته نه سپارل کیدل، په دولتی ادارو کې د ضوابطو پر ځای د روابطو پالل خو چې دا هره ستونزه به وڅېړل شوه روښانه به شوه چې تر شا یی زورواکی لاس لری .داداری فساد لوی لامل زورواکی ،د قاچاق تر شاه زورواکی،د نا اهله چارواکو ملاتړکونکی زورواکی، دا زورواکی څوک دی ؟ ولسمشر کرزی راته وایی “دا چې کوچنیان او د پارلمان استازی وژنی دا طالبان او القاعده نه بلکه زموږ خپل بد خلک دی دا د پوتین ملګری (ایتلاف شمال) دي چې دهیواد شمال یی له خطر سره مخ کړي دي”

دغه دولسمشر په اصطلاح زمونږ بد خلک چې تر اویا سلنه ډیر پر دولتی مهمو چوکیوواک لری په دی بسنه نکوی او غواړی چې پوره سلنه واک تر لاسه کړی. دغه زورواکو ټولو لاس سره یو کړي اوډاکتر عبدلله عبدالله یی د ۹۳ هـ ش کال د جمهوری ریاست په ټولټاکنو کې نوماند کړي تر څو دجمهوری ریاست چوکي وګټی خو داچې عبدالله عبدالله یي ګټی افغانستان هم څه ګټی او یاهم بر عکس بایلی یي.

افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته د سولی او امنیت سربیره چې دهر افغان لومړني هیله ده له یو لړستروآزموینو چې امنیتی او اقتصادی لیږد دي مخ دي چی هر هغه څوک چی غواړی په دغه حساس او تاریخی وضعیت کې واک ته ورسیږی نو باید د دغو ازمینو څخه د بریالی وتلو لپاره دقیق او علمی پروګرامونه ولری چې عبدالله پرته د حکومت د شکل تغیر د ریاستی متمرکز څخه پارلمانی غیر متمرکز شکل ته چې ملی او پراخ بنسټه سیاسی ګونډونو شتوالي یي دمهمو ضروریتونو څخه دی او افغانستان يي نلری په عمل کې له وړاندی د ماتی سره مخ ښکاری نورهیڅ پروګرام نلری چې ثبوت یي د خپل سیال سره د مناظرو څخه پرله پسی تیښته ده .

له بلی خوا سوله چې دافغانستان د لومړنیو ضروریتونو څخه ده آیا د عبدالله عبدالله په وجود کې ورته رسیدلي شو؟ د عبدالله عبدالله تیر ته په کتو او هغی ‌ډلی او ډلګي ته چې دي یی استازولی کوی نه یوازی شونی نه ده بلکه دا تش په نامه د سولی پروسه به هم ودریږی هه خوا که وغواړو یا ونه غواړود افغانستان سیاست کې لاتراوسه هم قومی مسایل مهم او حتی لومړی ځای لری په تیره بیا په لرو او پرتو سیموکې چې د عبدالله عبدالله په ګټلو سره به پښتانه چې دافغانستان لوي اکثریت جوړوی د حکومت څخه ځانونه پردی او اوسني دخلکو او حکومت تر منځ واټن به نور هم زیات او نا امنی به لاپراخه شی.

د امریکا دمتحده ایالاتو سره امنیتی او دفاعی تړون چی د امضا په صورت کې به د افغانستان په کورنی او بیرونی سیاست په نیغه اغیزه ولری چې کورني مشروعیت یي د افغانستان تاریخ ته په کتو خورا مهم دي د دی تړوڼ امضا کیدل د عبدالله عبدالله په وسیله د هغه بدنامی کارنامی په وجه چې هغه یی د (ام.تی.ای) تړون دامضا کولو په وجه لری ددغی تړون کورنی مشروعیت ته لوي تاوان رسوی چې دجنګ دزیاتوالی سره به په لوي لاس مرسته وکړی.توکم پالنه او تنظیمی اړیکی چې اوس زمونږ په امنیتی څواکونو کې دهمدغه ډلګی او زورواکو لخوا د یو خوګلن په څیرپالل او ساتل کیږی د دوي د واک ته رسیدو سره به دا خوګلن تازه شی.

لکه مو چې وړاندی اشاره وکړه له ۲۰۱۴ کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به دهغوي په اقتصادی مرستو کې چې د افغانستان د عادی بودجی شاوخوا شپیته سلنه جوړوی د پام وړکموالي راشی او وروسته له هغه به د مرستو څرنګوالي د اداری فساد سره د مبارزی په څرنګوالی تړلی وی چې عبدالله عبدالله نه یوازی د اداری فساد سره د مبارزی لپاره روښانه تګلاره نلری بلکه دهغه ډله په اداری فساد کې لوي لاس لری چې بیلګی یی له لمر څخه روښانه دی نو له دی وجه به افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالو مرستو د کموالی له امله له اقتصادی ناورین سره مخ شی.

بهرني تګلاره کې یي تر ټولو د پام وړ برخه چې ډیر هم ورباندی حساب کوی هغه د پاکستان سره د ‌ډیورنډ کرښی په اړه د دیپلوماسي له لاری د دوی په اصطلاح یو جوړجاړی ته رسیدل دی چې په ریښتیا کې همغه د ډیورنډ کرښه د یو ډالی په څیر پاکستان ته وړاندی کول دی تر څو په دی توګه د پاکستان باور خپل کړی چې دا موضوع په خپله د لوي ناورینونو د رامنڅ ته کیدو سبب کیداي شی لنډه داچې که عبدالله د جوزا په ۲۴ ټاکنی وګټی له شک پرته چې زورواکی به د دغو تاکنو اصلی ګټونکی او افغانستان به یي اصلی بایلونکي وی او دفضل اوریا د وینا برخلاف افغانستان کی همدااوس د وینو ویالی

بهیږی چې د عبدالله واک به په رسیدلو سره به همداسی روانی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *