په بدخشان ولایت کې د ګڼو ولسوالیو ناامني سبب کېدای شي، چې ځايي زورواکي د انتخاباتو د پروسۍ شفافیت ته زیان واړوي او رایې د یوه کاندید په ګټه وکاروي. د تېرې دورې ټاکنو بېلګې په ډاګه کوي، چې جرم یمګان او وردوج هغه ولسوالۍ وې، چې ځايي زورواکو د ناامنۍ له وضعیت استفاده وکړه او ډېری صندقونه یې د عبدالله عبدالله په ګټه ډک کړل.
د وردوج په شمول یمګان او جرم هغه ولسوالۍ دي، چې طالبان د ولسواليو د مقامونو په درې کېلومترۍ کې اوسېږي، ددې سربېره ځينې ناپیژانده نورې وسله والې ډلې هم ګمارل شوې، چې ځايي خلک یې د انتخاباتو یوه کمپ ته منسوب ګڼي.
بل خواته په جرم ولسوالۍ کې ملا امامان خلک ګواښي چې اشرف غني احمدزی او مېرمن یې عیسویان دي او ملاتړي یې په رایو ورکولو کافر کېږي. د خلکو په باور یوه مشخصه ډله منفي تبلیغاتو ته د ملا امامانو په هڅولو کې لاس لري.
که د انتخاباتو د امنیت خوندیتوب د انتخاباتي مرکزونو د پرانستې شرط وي، نو په بدخشان کې درې ولسوالۍ داسې دي، چې که امنیت یې خوندي نشي، په اوسني وضعیت پکې د محلونو پرانسته درغلۍ ته تر زمینې برابرولو پرته له انتخاباتي بهیر سره بله مرسته نشي کولای.
په یادو ولسوالیو کې طالبان د ولسوالیو د مُقرونو په درې کیلومترۍ کې اوسېږي او خلک نشي کولای انتخاباتي مرکزونو ته لاړ شي.
دا وضعیت د انتخاباتو په تېره دوره هم حاکم و، په بدخشان کې هم د ناامنۍ او هم د یخنۍ له کبله ډیر لږ خلک وتوانېدل چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي، مګر له یادو سیمو د رایو ډک صندقونه راووتل. عیني شاهدان وايي، د عبدالله عبدالله پلویانو چې اکثره یې محلي زورواکي او جهادي قوماندانان دي، له خپل قدرت څخه ناوړه استفاده وکړه او ټول صندقونه یې د خپل کاندید لپاره ډک کړل.
ځايي خلک ادعا لري، چې د طالبانو ترڅنګ ځینې نورې مخ پټې وسله والې ډلې هم په بدخشان کې فعالیت کوي، خلک تهدیدوي، غلاګانې کوي، د شپې له خوا په کلیوالو سیمو کې ګرځي او همدا وضعیت سبب شوی، چې په دویم دور ټاکنو کې به ډیری خلک خپله رایه ونه کارولی شي.
په تېره دوره کې بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه و، چې تر مرکز فیض اباد پرته په نورو سیمو کې د ولسمشرۍ د نورو کاندیدانو ناظرین په نشت حساب وو او د ټاکنو کمېسیون محلي کارکوونکي هم د جمعیت اړوند خلک و، چې په ازادانه ډول یې د خپل کاندید لپاره درغلۍ ته لاره هواره کړې وه.
ځايي خلک یوازې ناامني د ټاکنو د پروسې د شفافیت پر وړاندې خنډ نه ګڼي، بلکې ادعا کوي، چې د جوماتونو ملا امامان د ډاکتر اشرف غني په مقابل کې منفي تبلیغاتو ته ګمارل شوي دي. د جرم ولسوالۍ خلک وايي، د جوماتونو ملا امامان په خپلو ویناوو کې خلکو ته وايي، چې د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزی او مېرمن یې عیسویان دي او نوموړي ته په رایه ورکولو کافر کېږی. دغه ډول تبلیغات د خېستک، چتا او کوبې په څېر په ګڼو کلیو کې په منظم ډول د اشرف غني کمپایني سیالانو له خوا ترسره کېږي.
له ځايي خلکو سره د مرکو په ترڅ کې د محور خبریال موندلې چې د ملا امامانو دغو تبلیغاتو د اشرف غني شخصیت ته زیان اړولی او د عبدالله عبدالله لپاره یې میدان هوار کړی دی.
د ښاغلي غني ځايي پلویان ادعا کوي، چې ملا امامانو ته د مشخصو خلکو له خوا چې د جمیعت ځايي قوماندانان او مخور دي، دستور ورکول کېږي او په دې توګه یوه غیر مشروع سیالي د انتخاباتو سلامت ته زیان اړوي.