تاند- سپینه ماڼۍ وايي چې له ګوانتنامو بند څخه قطر ته د ۵ طالب بندیانو د لېږلو په بدل کې له وسله والو طالبانو سره وروستۍ معامله کېدای شي په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیلېدو سره مرسته وکړي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې سپینې ماڼۍ د دوسنبې په ورځ د امریکايي پوځي بو بریګدال د ژغورلو لپاره له طالبانو سره د لانجمنې معاملې د توجیه کولو هڅه وکړه، ویې ویل چې دا معامله ممکن د افغانانو ترمنځ د سولې د پراخو خبرو اترو سبب شي.

د اوباما ویندوی جاش ایرنیسټ د بریګدال په بدل کې د ۵ طالب بندیانو خلاصون ته په اشارې وویل:«د وروستیو هلوځلو هدف دا و چې د بریګدال خوشي کېدا یقیني شي، دا کار وشو، که دا یو څه باور رامنځته کړي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنخ به د خبرو لار هم اواره کړي.»

د اوباما حکومت د دې معاملې په خاطر تر سخت فشار لاندې دی. د کانګریس جمهوریتپال او حتي دیموکرات غړي نیوکه کوي چې ولي د امریکا حکومت د دوی په وینا له ترهګرو سره معامله کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *