تاند- پاکستاني طالبان وايي چې د کراچۍ پر هوايي ډګر د دوشنبې د شپې حمله د دوی د بریدونو یوازې پیلامه وه.
د طالبانو د اسلامي تحریک ویندوی شاهد الله شاهد وویل چې د کراچۍ پر هوايي ډګر حمله د حکیم الله مسعود د وژلو بدل و.
ده چې پرون له فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل:«موږ د کراچۍ پر هوايي ډګر برید وکړ او دا برید د بې پېلوټه الوتکي په وسیله د خپل وژل شوي مشر حکیم الله مسعود او پر قبایلي سیمو د پاکستان د پوځ د حملو بدل ګڼو چې په لړ کې یې ګڼ شمېر بېګناه خلک ووژل شول.»
شاهد الله شاهد وویل چې د کراچۍ پر هوايي ډګر حمله یوازې د بریدونو یوه پیلامه وه او دا ډول ګڼې نورې حملې به په راتلونکو ورځو کې د خپلو ملګرو د وژل کېدا په غچ کې وکړو.
د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر د دوشنبې په شپه شاوخوا لسو وسله والو، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د هوايي ډګر د ساتونکو یونیفورم یې اغوستی و، برید وکړ او تر سهاره پوري يې د پاکستان له پوځ او امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.
په دې جګړه کې د پاکستان لږترلږه ۱۸ امنیتي ځواکونه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.