مناظرې چې د ټاکنیزو مبارزو اساس او بنسټ جوړوي، د نړۍ په هغه ټولو هیوادونو کې دود دي چې ټاکنې په کې تر سره کیږي. نوماندان نه یوازې دا چې په مناظرو کې خپل پلانونه تشریح او واضح کوي بلکه د خپل سیال نوماند په پروګرامونو او پلانونو هم نقد او نیوکې کوي. ددې مناظرو پایله بیا دا شي چې خلک د خپل راتلونکي زعیم په ټاکلو کې په اسانۍ تفکیک او فیصله وکړي.

اوس چې دلته په هیواد کې له یوې خوا دویم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي او ټاکنیزې مبارزې به هم د جوزا د میاشتې په ۲۱ نیټه پای ته رسيږي، نو ډاکټر عبدالله چې مخکښ نوماند هم دی او سر له اوسه د خپلې بریا خبرې کوي نو بیا ولې د ډاکټر اشرف غني سره مناظرې ته نه حاضریږي؟

ولې د هیوادوالو پوښتنو اوغوښتنو مثبت ځواب نه وايې؟

ولې خلکو ته د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه، د پوښتنو کولو موقع نه ورکوي؟

دلته بیا دوه اساسي سببونه موجود دي:

یا خو دا چې ډاکټر عبدالله د هیواد د بهبود او پرمختګ لپاره منطقي او سالم پلان نه لري، او یاخو که پلان هم ولري نو د خپل شاوخوا هغو یارانو چې د خاصو امتیازونو په منلو س��ه یې له ځان سره یو ځاي کړي دي، د هغوي په شتون کې د خپلو پلانونو د عملي کیدو څرکونه نه ویني.

او ممکن همدا علت هم وي، ځکه ددې په ټیم کې ټول اور او اوبه سره یو ځاي شوي دي.

ددې په ټیم کې داسې خلک سره را ټول شوي چې له ده سره د معاملې له کولو مخکې یې یو او بل ته بې ناموسه ویل.

ددې په ټیم کې داسې خلک سره را ټول شوي دي چې یو و بل ته د ایران جاسوس وايې او مقابل لوری ورته بیا د تهمت ویلو ماهر وایې.

په دې ټیم کې داسې خلک یو ځاي شوي دي چې پخوا یې ګوندي شخړې لرلې.

په دې ټیم کې داسې خلک یو ځاي شوي دي چې یو و بل د ننګرهار د ګمرک ټیکدار وايې خو اوس د امتیاز په مقابل کې سره یو ځاي مجلسونه کوي.

او په دې ټیم کې داسې خلک هم شته چې د افغانستان له سوداګرۍ وزارت څخه یې د لسو شرکتونو په نوم جعلي جوازونه جوړ کړی وو او د دغو شرکتونو په نوم یې له کابل بانک څخه ۲۲۱۹۳۵۵۵ امریکايي ډالره قرضه اېستلې، ضمانت یې ندی ورکړی او په دې توګه یې کابل بانک دېوالي کړی و.

کله چې د ټاکنو کمیسیون د دویم پړاو ته د ټاکنو د تللو اعلان وکړ نو دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه وکړه چې په مناظرو کې به گډون وکړي او د خلکو پوښتنو ته به ځوابونه ووایي.

داچې د دویم پړاو د کمپایني منډو ترړو د پيل سره سم ډاکټر اشرف غني احمدزي هم خپل سیال نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ته په مناظرو کې د ګډون بلنه ورکړې وه او اوس هم بار بار د مناظرو غوښتنه کوي، خو عبدالله عبدالله وایې چې د وخت د کمۍ له کبله به یوازې په یوې مناظرې کې حاضر شي: (که زموږ خلک په اصطلاح د یوې جانانې مناظرې غوښتونکي وي، نو موږ یې په خدمت کې یو)

پدې اړه د عامو خلکو له غوښتنو وروسته د مشرانو جرګې ځینو غړو هم له دواړو نوماندانو غوښتن�� وکړه چې د مخامخ مناظرو له لارې خپل پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړي. خو عبدالله په خپله خبره کلک ولاړ دی.

عبدالله اوس په دوه جالو کې ډوب دی، که مناظرې ته حاضریږي نو پروګرامونه یې د سیال نومان له پروګرامونو ټیټ او کمزوري دي نو مناظره بایلي، او که نه حاضریږي نو بیا هم د خلکو په منځ کې یې باور کمیږي او د ( مناظرې څخه د ډاریدونکي) په نوم یې یادوي.

په اخر کې دا وایم ، هر هغه څوک چې خلکو ته پروګرام نه لري نه هغه په خلکو د حکومت کولو حق هم نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *