د جون پر ۸ مه نیټه د لندن ښار د ایلینګ د سیمې د ډایمن هوټل د هرکلیو په تالار کې د افغان میشتو یو شمیر سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو نهادونو استازو او د کاروبار دساحو یو شمیر وتلو کسبګرو او یو لړ خپلواکو شخصیتونو د سلهاؤ افغانانو په ګډون یوه د جوش او خروشه ډکه غونډه جوړه کړي وه . غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ( تحول او تداوم ) ټیم په ملاتړ جوړه شوي وه .
په داسې حال کې چې غونډه د قران مجیددڅو مبارکو ایاتونو په لوستلو او د ملي سرود په خپرولو پیل شوه ، د غونډي ټولو ګډون کوونکو د ولسمشرۍ ددویم پړاؤ په ټاکنو کې د تحول او تداوم له ټیم څخه چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرئ فعالیت کوي ، په یوه اواز ملاتړ څرګندکړ .
په داسې حال کې چې غونډه د شفیع الله شیرزي او همت له خوا پر مخ وړل کېدله لاندي افغانانو په برتانیا کې د سیاسي ، ټولنیزو او فرهنګي نهادونو او د کاروبار د ساحو د بزنس کوونکو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو له خوا ویناوي وشوي.
ــ نوروهاب څپاند ــ همایون تاچ ــ ډاکټر سخا د ملي اسلامي جنبش په استاریتوب ــ ډاکټر عبدالوهاب زهیر ــ احمد شا امین ــ ګل رحمن دولتزۍ ــ سلیم حیات ــ دینارخیل ــ وکیل خان پاڅون . دوي هر یوه په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې د تحول او تداوم د ټیم په ملاتړ چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ فعالیت کوي ، ټینګار وکړ . ویناکوونکو زیاته کړه چې د تحول او تداوم ټیم د پوهي ، ابادۍ ، سولي او اعتدال د راوستلو ټیم دی . افغانانو ته د ډاکټر اشرف غني په وجود کې تاریخ یو بل چانس ورکړئ چې د جګړي د مخنیوي او د افغانستان د راپورته کيدو په موخه له هغه استفاده وکړي . ویناوالو تکرار کړه چې که افغانان غواړي په افغاني ټولنه کې قانون پلی شي ، زور واکې پاي ته ورسیږي ، د ولایتونو او ولسوالیو اوږدي او خودسره پاچاهۍ ختمي شي ، نو د تحول او تداوم ټیم ته دي رایه ورکړي . دا ټیم دی چې د هېواد سیاسي انقطاب ته یي د پاي ټکی کیښود .
د غونډي په دي برخه کې شمعي شیرزي یو شعر ولوست
وروسته بیا د غوندي په پاي کې د حاجې شامحمود نوروزي له خوا د غونډي د پیغام مسوده ولوستل شوه چې د ګډونوالو له خوا ومنل شوه .
د غونډي په دي برخه کې د تحول او تداوم د مرکزي ټیم په استازیتوب له کابل څخه ښاغلي فاروقي وینا وکړه چې د برخه والو په تودو چکچکو بدرګه شوه .
غونډه د ۴ ساعته جریان وروسته د یوي دوعایي او د ملي اتڼ په کولو پاي ته ورسیده.