تاند- د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له ۷ سترو او خورا مهمو پروژو سره خپله مالي مرسته بنده کړې ده.

د افغانستان حکومت نن /سې شنبه/ د دې خبرې د کولو په ترڅ کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه او د ماليې او بهرنیو چارو وزارتونو ته یې امر وکړ چې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د کابینې له یوې خبرپاڼې سره سم امریکا د کندهار د دهلې بند د بشپړولو، د شبرغان د ګازو د استخراج، د کجکي بند د رغولو، د بادغیس د کشکه د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې، پکتیا او خوست ولایتونو ته د برېښنا د مزو د غځولو، د بادغیس د حلقوي سړک د جوړولو او دفاع وزارت ته د ۲۰ الوتکو د رانیولو لپاره مالي مرسته درولې ده.

د افغانستان حکومت وايي، دا د افغانستان لپاره سترې او مهمې ملي پروژې وې چې امریکا یې د جوړولو لپاره د پیسو ژمنه کړې وه.

د افغانستان د وزیرانو شورا ویلي:«د امریکا متحدو ایالتونو باید د موافقې له مخې په څو پړاوونو کې د دغو پروژو پیسې ورکړي وای خو تراوسه پوري یې یوازې په لومړي پړاو کې د ځینو پروژو پیسې ورکړي او نورې پیسې یې افغانستان ته نه دي ورکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، حاضردمه د امریکا حکومت له دغو پروژو سره خپلې ټولې مرستې درولي دي.

د افغانستان د وزیرانو شورا په خبرپاڼه کې د امریکا د مالي مرستو د بندېدا د علت په اړه څه نه دي ویل شوي خو هماغسي چې لوېدیځې رسنۍ او کتونکي اټکل کوي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره له افغانستان سره د دوی مرستې هم کمېږي ځکه چې نور افغانستان د دوی له پامه لوېږي.

0 thoughts on “امریکا د افغانستان په ۷ سترو او مهمو پروژو پیسې بندې کړي”
  1. This conclusion is awkward.د افغانستان د وزیرانو شورا په خبرپاڼه کې د امریکا د مالي مرستو د بندېدا د علت په اړه څه نه دي ویل شوي خو هماغسي چې لوېدیځې رسنۍ او کتونکي اټکل کوي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره له افغانستان سره د دوی مرستې هم کمېږي ځکه چې نور افغانستان د دوی له پامه لوېږي.
    It is time to realize our mistakes. America is not an individual, but an influential state that determines global trends. Since Afghan cannot play a game by rules, they always lose. Imagine Mr. Karzai congratulated Mr. Putin for annexation of Crimea, Mr. Bashar Assad from Syrira for winning the election while the whole world remained silent. These kind of issues are major factors that contribute to escalate the issues. Right now the Afghan Government has zero reserve for its spending. Last time, I saw Mr. saying that they have 6 billions in reserve. Afghans need to build, feed and eliminate poverty, so it is important for them to take proper steps for progress.

  2. کله چی د افغانستان اسلامی دولت د اسلامی ورورولی ادعا کوی نوبیا مناسبه نه ده چی د بشارالاسد د اسلام ضد رژیم ته مبارکی وویل شی. هغه رژیم چی هره ورځ سلګونه بیګنا مسلمانان وژنی.
    چی ضرار احمد مقبل عثمانی یی خارجه وزیر وی دا به یی حال وی

  3. زموږ خا لق او رازق جوړونکی او ورانونکی امر یکا نده موږ په خپل ما لک او خا لق عقیده او ایمان لرو ټول ملک به جوړ یږی اشرف غنی دژوندی وی دبر یاوو په هیله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *