د افغانستان په دویم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی د ډاکټر عبدالله عبدالله په وړاندې ولاړ دی، چي احمدزي خپلټول عمر په زده کړې، په پوهنتونونو کې د ښوونکي او نورو سترو ځاینو کې په دندهتیر کړی دی، د نړۍ نور ډیر کسانې د علم په ګاڼې روزلي دي.
ښاغلی غني د اداري فساد سابقه نه لري ، د هېواد کورنۍ جګړو او ورانۍو کې یې برخه نه ده درلودلې ، دبې ګناه هېواد والو په وینو یې لاسونه هم سره شوي نه دي، زه د یوه افغان ځوان په توګهپه خپله یوه رایه د ښاغلي ډاکټر صاحب محمد اشرف غني احمدزي په ګټه کاروم او آن خپل نور ملګري هم هڅوم چې دې علمي شخصیت ته رایه ورکړي همدا راز له نورو خلکو څخه به هم هیله کوم چي خپلې رایې د احمدزي صاحب په ګټه وکاروي ځکه دا یې ارزښت لري.
البته دا خبره باید وکړم چي زه خپله رایه نه د کوم مادي یا معنوي امتیاز په خاطر هغه ته کاروم بلکې هغه د یوه علمي شخصیت په توګه پر مونږ حق لري ماته ورته ډیر ځوانانو څخه مې چې کله ډاکټر صاحب غني ته د رایې ورکولو دلیل پتېیلی دی ماته یې په ځواب کې ویلي دي چې هغه یو علمي آکاډیمیک شخصیت دی، نورو په شان یې په فساد او د افغانستان په ویجاړونه کې لاس ښکېل ندی، پوه دی، د افغانستان ټول ملت ورسره دی، ولس ورسره دی هېوادوالو او د افغانستان د پرمختګ لپاره څرګنډه تګلاره او برنامه لري او د هغه پر علمیت او اهلیت باور لرو، ښاغلی غني یو قاطع او جدي سړی دی هر هغه څه یې چې په توان کې وي هغه د عمل جامه ور اغوندي او دریغ ورڅخه نه کوي.
لکه څرنګه مې چې پاس یادونه وکړه یو ځل بیا هم ټینګار کوم چې ما تیرو څو میاشتو څخه کومې لیکنې او مبارزې چې د ښاغلي احمدزي صاحب په ګټه ترسره کړي هغه د ښاغلي غني صاحب حق وه چې پر ما یې درلوده او ما دغه ټولې مبارزې پرته له دې چې زه له هغه څخه د کوم مادي یا معنوي څیز تمه ولرم خپله وجداني دنده بللې ده ځکه مې ترسره کړه، زما په شان په زرګونه او میلونونه نور ځوانان هم شته دي چې هغوی ته هم د افغانستان پرمختګ ، د خلکو سوکالي او ملي ګټو ته د خپلو شخصي ګټو په پرتله ډیر اهمیت ورکوي دوی هغه کسان دي چې د ډاکټر صاحب اهلیت، علمي شخصیت او استعداد لپاره هغه ته رایه ورکوي او ورته مبارزه کوي نه د کومې څوکۍ، دولتي مقام او یا هم د پیسو ترلاسه کولو په خاطر.
زه به د خپلې رښتونې مبارزې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اصولو او د نورو ټولو نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره دوام ورکوم، زمونږ مبارزه د حق، عدالت، ورورولۍ، د هېواد پرمختګ، د خلکو یووالي، د بدمرغیو او کرکې د لمنځه وړلو په موخه ده زه نه د کومې سیاسي ډلې او یا هم نه د کوم ګوند غړیتوب لرم ماته د افغانستان پرمختګ او ټول ولس سوکالي د هر څخه ډیر اهمیت لري، زه په دې پوهیږمه چې دا د ټولو هیله او آرمان دی خو مونږ ته اړینه ده چې هر افغان باید د هیواد او خلکو سره د خدای (ج) په خاطر مینه ولري نه د شهرت، پیسو او یا هم د کوم مقام د ترلاسه کولو لپاره، ځکه هر هغه ګام چې په هغه کې یواځې د یوې ډلې، یوه ګوند، یوې ولسوالۍ او یا هم د یوه ولایت ګټې خوندي وي هغه به ډیر ژر له ماتې سره مخامخ شي او بقا نلري.
په همدې حال کې یو ځل بیا غواړم چې د ښې حکومتدارۍ او د هغې ځانګړتیاوو ته اشاره ولرم چې ښه حکومت داري ټولنه کې ثبات ،د انسانی حقوقو مراعات، سولې او پرمختګ ته لاره هواره ولای شي، د ښې حکومتدارۍ بنسټیزه ځانګړتیا په يوې ټولنې کې ټولنیز عدالت دى او د ټولو بدمرغیو اساس ریا، نورو ته نه درناوی، ځان غوښتنه، ظلم او غرور دی چې دا د احمدزي صاحب په ټیم کې نشته.
همد ارزا کله چې یو ولسمشر په خپل دولتي پړاو کې مسؤلیتونه او مقامونه د واسطې، رابطې، پېژندګلوۍ، ګوندیزو ګټو، سمتي مسایلو، ژبنیزو مواردو پر اساس بې کفایتو کسانو ته ورکړي نو د دا ډول ولسمشر دولت به ډیر ژر دعامو وګړو له لوري ړنګ شي خو باید دا خبره همدا اوس ولس سره شریکه کړم چې ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د دې ټکو پر خلاف یو داسې کس دی چې خپل دولتي مقامونه به په راتلونکي کې د وړتیا، اهلیت او استعداد پر اساس ورکوي، دولت د خکلو بولي نه خلک د دولت هغه ته د یوه افغان لیاقت، زده کړه او پوه له هر څه نه معتبره ده، نو دا د هر افغان وګړي مسؤلیت دی چې خپلې وسې په اندازې دې علمي شخصیت ښاغلي ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي سره ګډه مبارزه پر مخ بوځي تر څو وکولای شو افغانستان او ولس نور له بدمرغیو څخه خلاص کړو، د پرمختللي افغانستان او د افغانانو د سوکالۍ په هیله.