دوه درې کاله دمخه مې له یوه خصوصي ټلویزیون څخه د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر جنرال شهنواز تڼي مرکه اوریدله. شهنواز تڼي په ۱۳۶۸ کال د کب په ۱۶ نیټه د پخواني ولسشمر ډاکټر نجیب الله پر ضد کودتا وکړه چې ناکام شو نو پاکستان ته وتښتیده. پر ده تورونه و چې د پاکستان له جاسوسي سازما آی اس آی سره نږدې اړیکې لري. ما د نوموړي مرکه په دقت واوریدله. خبریال چې هر څومره کوښښ وکړ چې د تڼي له خولې د پاکستان پرضد کومه خبره راوباسي ونه توانید. زه دده دې حالت ته په غوصه وم او شک مې په یقین بدل شوی و چې نوموړی د آی ایس آی جاسوس دی.
سهار مې خپل یو لیکوال او ژورنالست دوست چې د جهاد په دوران کې په پاکستان او ایران کې پاتې شوی په دواړو هیوادونو کې یې د لیکوال او ژورنالست په توګه کار کړی دی او د دواړو هیوادونو په برخه کې تر بل هر چا چې ما لیدلي دي، لوی صاحب نظر دی. نوموړي ته مې وویل: دا تڼی خو رښتیا د پاکستان د آی ایس آی ګوداګی دی. هغه وویل: څنګه؟ ما د هغه د ځانګړې مرکې کیسه ورته وکړه ومې ویل چې د پاکستان پر ضد یې یوه خبره هم ونه کړه.
ملګري مې بیا پوښتنه وکړه: رښتیا وایې یوه خبره یې هم د پاکستان پر ضد ونه کړه؟ ما ویل هو سره له دې چې خبریال څو ځله وپوښت خو ده به ځان تیر کړ.
لیکوال او ژورنالست ملګري مې پخپله خبره زه حیران کړم، ویې ویل: نو دا سړی د آی اس آی جاسوس نه دی ډاډه اوسه. ما ترې دلایل وپوښتل. ده د دواړو غرضي ګاونډیو د سیاستونو او جاسوسي شبکو د کار په اړه قانع کوونکي دلایل راته وویل، زیاته یې کړه چې ایران او پاکستان کوښښ کوي هغه کسان چې ددوی په جاسوسي شبکو کې تنظیم دي هیڅکله افشا نه کړي. هغوی ته دستور ورکوي چې د پاکستان پر ضد تر بل هرچا زیات تبلیغ وکړي او پخپلو خبرو کې ځانونه د پاکستان سرسخت دښمنان وښیي. تر څو یو وخت ترې په ډاډه زړه کار واخلي.
زما دغه ملګري ډیر مثالونه هم زما په مخکې کیښودل چې د ټولو نومونه د اوس لپاره نه شم اخیستی. خو ماته هم دا څرګنده شوه چې پاکستان او ایران دواړه زموږ په هیواد کې پټ کسان لري چې هیڅوک تر ډیره پرې پوهیدای نه شي.
یو شمیر داسې قوماندانان او سیاستوال و او شته چې په خبرو کې د پاکستان لومړۍ درجه دښمنان بلل کیدل. خو په عمل کې د پاکستان د ګټو ساتونکي و او لا هم دي. په افغانستان کې د پاکستان پټ دوستان له پاکستان سره ددښمني په جامه کې هغه کارونه کوي چې پایله یې د پاکستان د ستراتیژیکو ګټو ساتنه ده.
په افغانستان کې ناامنۍ رامنځ ته کول، د واک انحصار، دلته قومي تربګنیو ته لمن وهل او د افغانستان بې ثباته کول هغه څه دي چې پاکستان یې تل غواړي او دا ډول کسان په خوله د پاکستان پر ضد شعار ورکوي خو په عمل کې د پاکستان دغو اهدافو ته خدمت کوي.
یو شمیر جګړه مارو ډلو په تیرو دریو لسیزو کې همدغه اهداف تعقیب کړل او په افغانستان کې یې د پاکستان او ایران لاس وهنې ته لاره هواره کړه. په دې منځ کې داسې کسان او ډلې هم شته چې تر بیلابیلو نومونو او بهانو لاندې له پاکستان سره د افغانستان د سرحدي لانجې په اړه هم له پاکستان سره یوه خوله دي.
دوی کله کله په خبرو او بحثونو کې دغه موضوع راپورته کوي او په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې اصلي او یوازنی علت د ډیورنډ تپل شوې کرښه بولي. ددغې لانجې د هواري لپاره بیا داسې کوم نظر هم نه وړاندې کوي چې په هغه کې دې د افغانستان ګټه وي.
دوی چې اوس د عبدالله په مشرۍ د همګرایي په ټیم کې سره را غونډ شوي دي لکه چې د پاکستان سیاسي استازي وي ددغې کرښې پر پیژندلو ټینګار کوي او آن جعلي تاریخي دلایل وړاندې کوي چې ګویا افغانستان حق نه لري چې په دې برخه کې پر خپل حق ټینګار وکړي دوی له خپله نظره دغه موضوع حل شوې بولي.
افغانانو ته په کار ده دا ډول څیرې وپیژني د هغوی اعمال او کردار وڅیړي او د وطن د دښمنانو په خبرو ونه غولیږي. کیدای شي آی ایس آی همدې وخت ته ساتلي وي او ددوی په وسیله افغانستان یو ځل بیا یوې بلې کندې ته ور ټیله کړي.