ولسي جرګې د افغانستان امنیتي مقامات پر افغان خاوره د پاکستان د توغندیزو او هوایي بریدونو په اړه دغې جرګې ته ورغوښتې و.
د هیواد لوړ پوړي امنیتي مقامات د یوې سیمې او یوې ډلې کسان و، بسم الله محمدي دفاع وزیر، د کورنیو چارو ارشد امنیتي مرستیال ایوب سالنګي او دملي امنیت لومړی مرستیال حسام الدین حسام و چې ټول په یوه ډله او یوه دره پورې اړوند و.
د ولسي جرګې غړو وویل چې د پاکستان د تیري په باب ددغو مقاماتو ځوابونه د خندا وړ وو ځکه دغه مهم مقامات نه مسلکي کسان دي نه هم د افغانستان له پولو کومه خبرتیا لري. ویل کیږي دوی په تیرو کلونو کې هم یوازې د یوې ډلې او یوې سیمې په اړه فکر کړی او کار یې ورته کړی او په راتلونکي کې به هم همداسې وي.
کله چې ښاغلي بسم الله خان محمدي د کورنیو چارو وزیر و ددغه وزارت کارکوونکو او عامو خلکو د کورنیو چارو وزارت نوم داسې ایښی و(( وزارت امور پنجشیر، ریاست بازارک، امریت عمومي خینج، مدیریت عنابه پنجشیر)) ځکه چې ددغه وزارت مهم ریسان، مدیران او امران د یوې سیمې اوسیدونکي و او کارونه یې هم یوې سیمې او یوې ډلې ته ځانګړي شوي وو.
څو ورځې دمخه د جمهورریس لومړي مرستیال یونس قانوني د افغانستان د اردو له جګپوړو قوماندانو او مسوولینو سره لیدنه لرله. له دوو دریو کسانو پرته په غونډه کې ناست کسان ټول د یوې سیمې او یوې ډلې اړوند کسان و.
د پنجشیر خلکو ته د عبدالله عبدالله د ټیم په شبنامه کې چې د پنجشیر والي د پنجشیر په ټولو جوماتونو کې د ملا امامانو له خوا ددغې شپې پاڼې د لوستلو امر کړی هم کړی دی، عبدالله اعتراف کړی دی چې اوس مهال د افغان دولت ۳۵ سلنه لوړ پوړي چارواکي د پنجشیر اوسیدونکي دي.
فکر وکړئ چې د یوه هیواد په مشرتابه کې د یوې کوچنۍ سیمې ونډه ۳۵ فیصده وي د نورو افغانانو ونډه څه شوه. آیا کولی شو چې دې ډول حکومت ته د ټولو افغانانو حکومت ووایو؟
دا خو پخپله د عبدالله د ټیم اعتراف دی خو په دې اړه که نورو حقایقو او شمیرنو ته وګورو یو مخ ټکان ورکوونکي دي. د ۴۴۰ په شاوخوا کې د یوې سیمې اوسیدونکي او د یوې ډلې غړي چې پوره زده کړې هم نه لري له هغه وخته چې عبدالله د بهرنیو چارو وزیر و تر اوسه په بهر کې افغاني دیپلوماتان دي. ممکن هیڅ داسې اداره او پوځي قطعه څوک پیدا نه کړي چې هلته دې د همدې سیمې او همدې ډلې اړوند کس واکمن نه وي. دې سیمې پر افغانستان داسې طلسم خپور کړی دی چې که په کومه اداره کې بل څوک مشر وي خو ددې سیمې او ډلې یو کس هلته عادي کارکوونکی وي د همدې ادارې واکمن کس بلل کیږي.
څه موده دمخه د ولسمشر لومړی مرستیال چې د یوې ځانګړې سیمې او حاکمې ډلې اړوند و، وفات شو. ولسمشر دهغه د ځایناستي واک بیا هم یوازې هماغې سیمې او ډلې ته ورکړ. ولسمشر منتظر و تر څو هماغه سیمه او ډله د نوي مرستیال د مقرري هدایت صادر کړي او یو بل د خپلې خوښې کس ور په ګوته کړي.
هماغسې وشول د هماغې ډلې او سیمې کسان سره کیناستل یونس قانوني یې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکه، ولسمشر هم له معمول سره سم ومانه او ولسي جرګې ته یې د فورملیته پروسیجر د طی کولو لپاره ور وپیژاند. په دې توګه د مدرسې د زده کړو خاوند د افغانستان د دولت د دوهم مقام په توګه خپل څوکۍ اشغال کړه او ورسره یې د خپلې سیمې او ډلې د کاندید د بریالي کولو لپاره په منډو تړو پیل وکړ.
ټول افغانان یې ګوري چې د همدې ډلې اړوندو کسانو هم د تنظیمونو د پاچاهي په وخت کې او هم په تیره دیارلس کلنه دوره کې د ټول افغانستان واک انحصار کړی دی او یوازې ټول امکانات د یوې سیمې او یوې ډلې په ګټه کارولي دي.
ولسمشر کرزی د خپل حکومت مهمه لاس ته راوړنه دا بولي چې وایي افغانستان مې د هر افغان کور کړ. داسمه ده چې په هره ډله او سیمه پورې اړوند افغانان له بهره خپل وطن ته راغلل او دلته یې نسبتآ ارام ژوند پیل کړ. خو که ښه ورته ځیر شو آیا افغانستان د ټولو افغانانو کور دی؟ نه هیڅکله نه. دلته یوازې یوه ډله او یوه سیمه حکومت کوي او ټول امتیازات هم همدې ډلې ته ورکول کیږي.
افغانان نور له دې انحصاره ستړي شوي دي. نور نه غواړي څو تنه زورواکي پرې واک وچلوي.
اوس چې موږ د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې یو په کار ده د یوې سیمې او یوې ډلې انحصار ته د پای ټکی کیږدو، داسې چا ته رایه ورکړو چې هیڅ افغان تر بل افغان ښکته نه بولي او هیڅ افغان تر بل افغان لوړ نه ګڼي.