ټپـه ، فصـاحت او بـلاغت:
ماپه يوه بې نومه مقاله كې چې دليكوال نوم يې څرګندنه ؤ، ولوستل چې ټپه د روښانې ګړيدنې )فصاحت( اود روانې ګړېدنې )بلاغت( ځواك ته توان وربښي.
روانه ګړېدنه (بلاغت) د سړيتوب (Personality) يولړدى چې په ساپوهنه كې داسې تللى شو، مثلاً يوڅوك هغه مانا لرونكي وييونه چې په يوټاكلي توري لكه (ن) پيل كيږي ليكي لكه ننګ، نور، ننګرهار، ننګور، ننداره او نور…. نوڅومره چې سړى دغسې زيات لغات وليكي د روانې ګړيدنې )بلاغت( توان يې زيات وي. ورسره د روښانه ګړېدنې )فصاحت( توان يې هم زيات وي. دمقالې ليكوال وايي: )) په ۱۹۷۶ م كال موږ كنړكې ديو ښوونځي د زده كوونكو څخه وغوښتل هغه لغات چې په (ك) پېل كيږي وليكئ، لس دقيقې وخت مو وركړ. بله ورځ مو بيا لس دقيقې وخت وركړ او ورته وموويل كومې ټپې چې تاسوته يادې وي ويې ليكئ. په پاى كې مو وليدل چې دهغو لغتونو چې په )ك( پېل كيږي شمېركې اود هغو ټپوشمېر كې چې دوى ليكلې وې دوه اړخيزې مثبتې اړيكې شته دي، مانا داچې هرڅومره چې چا ډېرلغات ليكلي ؤ هغومره يې ډېرې ټپې هم ليكلې وې، له دې څخه سړى دانتيجه اخلي څومره چې دچا ډېرې ټپې زده وي د روانې ګړېدنې (بلاغت) توان يې هم زيات وي، خو لنډۍ يوازې د رواني ګړېدنې تله نه ده بلكې د پښتني كلتور او دود دستور سره د شتون اندازه هم راپه ګوته كوي)).
نو هرڅومره چې څوك د پښتني كلتورڅخه بهرپاتې شوى، هغومره يې لږې لنډۍ يادې وي او څوك چې په پښتني كلتوركې دننه پاتې شوى، هغومره يې ډېرې لنډۍ يادې وي. په هرصورت دلنډيو بحث دلته پريږدم اود هايكو سره يې په اړيكو يوڅه لنډه رڼا اچوم:
ټپـه او هايـكو
هايكو يوجاپانى شعر دى چې ځيني وخت ويل كيږي، لنډۍ ته نږدې دى، يا د لنډۍ مينه په هايكو ماتيداى شي او ځني نور……..
په داسې حال كې چې لنډۍ د پښتو ولسي فورم يومهم ځېل دى، هايكو بيا دجاپاني شاعرۍ زيږنده دى چې شاعر يې معلوم اود سيلابونوشمېريې په جاپاني ژبه كې ۱۷ ته رسيږي. هايكو دخاص او ځانګړي فكري تګلارې انځور دى چې دموسمي او ديني موضوعاتو ځانګو وه، خوكله چې پښتوته راغله هم دموضوع اوهم دشكل له اړخه پكې زياتى او كمى راغى په دغه اړه ښاغلى جلان وايي:)) په جاپاني ادب كې هايكو يو مذهبي رنګ اوپه هره هايكو كې بايد مستقيم يا غيرمستقيم ديو موسم يادونه شوې وي، خو بدبختانه هايكوهم چې كله د پښتو ادب ته راغله هغه رنګ او خوند چې يې جاپاني ادب كې درلود په پښتو ادب كې يې له لاسه وركړ او دلته يې مزهيه بڼه خپله كړه(( . په يوې هايكو به خپلې خبرې ټپېزې ته ويسو.
پــــــــــربــــــــــــام نــــــــــــاستــــــــــه وه هـلال كمېټـه
موږيې په تمه وو چې مــــــــــــــــياشت بـه ګـــوري
هــــــــغوى دوربــــــــين كې جنكوته كتل (۷۰:۳مخ)
پـه پښتوكـې د ټپيزې دوديـدل
الف: جوړښت:
په تېربحث كې مو دټپو په جوړښت اومانا خبرې وكړې دلته نو ډېرې خبرې په ټپو نه بلكې په ټپيزو كوو، دغه ځېل كه څه هم ډېر نوى دى زما په اند شايد ديويشتمې پيړۍ دلومړۍ لسيزې په پيل كې دود شوی وي، خوپه هرصورت دغه ځېل هم بدبين لري اوهم خوښبين، خولومړى به يې په جوړښت خبرې وكړو: ټپېزې دټپو څخه رغول كيږي هغه داسې چې دلنډۍ په لومړۍ ۹ سيلابيزه مسره درې مسرې نورې په همدغه وزن او قافيه ورزياتيږي چې دغه ورزياتې شوې مسرې دلنډۍ يا ټپې مفهوم لاپسې توضيح او روښانه كوي اوپه دې ډول جوړيږي.
لومړى د لنډۍ لومړى مسره راځي، ورپسې په همدغه وزن اوقافيه درې نورې مسرې ور اچول كيږي، په پاى كې دلنډۍ اوږده يعني ديارلس سيلابيزه مسره راوړل كيږي. بل ډول يې لومړى درې مسرې دلنډۍ دلومړۍمسرې په وزن او قافيه جوړيږي، څلورمه اوپنځمه په خپله ټپه وي، له ټپو پرته ټپيزه نه جوړيږي او ټپيزه ځكه ورته وايي چې له ټپوجوړيږي. (۶۹:۳ مخ)
دلنډۍ په لومړۍ كرښه ۹ سيلابه كرښې پسې درې نورې كرښې ۹ سيلابه اچول كيږي، چې دټپې له لومړۍ كرښې سره هم قافيه اوهم وزن وي او پنځمه كرښه دټپې ۱۳ سيلابيزه مسره ورسره يوځاى كيږي، چې له ټپې نه ټپيزه جوړوي.
ګل رحمان رحماني دبختيارتلاش دټپيزو پراثر )په زړه مې ته وې خداى رانكړې( سريزه كې ليكلي: له دوه ډوله ټپو ټپيزې جوړيږي، يوهغه پخوانې ولسي ټپې دي چې دهغې پرسر يونيم بيت، يا درې مسرې نورې علاوه كيږي اوپه دې ترتيب ټپيزه جوړيږي او بل يې هغه دى چې هغه هم ټپه او هم ټپيزه د شاعرخپل تخليق وي، ټپه هم خپله جوړوي او ټپيزه هم خپله جوړوي، ټپيزو ته ځني شاعران د ټپيزو، مسريزو، لنډيزو، پنځه ايزو ا و شپږيزو نومونه وركوي، په ټپيزو كې له دغو دوه نيم بيتو دزياتو ټپيزو شاعران كم دي او څوك يې نه خوښوي.
له دې بحث نه سړى دا انتيجه اخلي چې دشپږو مسرو ټپيزې هم جوړې شوي خو دا چې خوند او رنګ يې پيكه ؤ دود يې نه دى موندلى. نوهمدغه اوسنۍ پنځه مسريزې ټپې دود شوي لكه) دغه لاندې ټپيزه چې هم ټپه اوهم ټپيزه د ثناشررعثماني پنځونه ده) :
چـــــــــــــــې دمـــــــــــاښام خـــــړه خپره شي
پـــــــرمــــــــا لـــــــــه غمــــــــه توره شپه شي
جـــــــــــوړه لـــــــــــه اوښكــــومې چينه شي
زمـــــــــــا زړګــــــــــــى زره زره شــــــــــــــــــي
چې دې رايادې غټې سترګې شي مينه(۷)
ب: د ټپيزې سكالو (موضوع) :
د ټپيزې، سكالو، موضوع، محتوا او منځپانګې په اړه بايد ووايم، چې دپښتو شعر ځينو ژانرونو په شان يوې موضوع ته ځانګړې شوي وي ياني دا چې د غزل په شان هره مسره او هربيت كې بيل بيل موضوعات نه شي ځايدلاى. بلكې دقطعې او رباعي په شان پنځه واړه مسرې ديوې موضوع بار ليږدولاى شي. خوټپيزه يوې پراخې موضوع ته ځان بستر كولاى شي خو يوې موضوع نه وتلى نه شي او ټپيزه بايد د ټپې پ��محور وچورليږي. مانا داچې ټپيزه بايد اصلاً ټپه وسپړي يعني داچې ټپه تحليل او تفسيركړي. لكه لاندې ټپيزه چې ټپه او ټپيزه دواړه د ايمل، عظيمي )وردګ( پنځونه ده:
چــې پــــه پــــښـــتوكې ليـــكوال نـــشې
څــــــښتن دپـــــــوهــــې اوكـــمال نشې
دخـــــپلوخـــويـــندو رويمــــــــال نـشې
لــــــــه هـــريـــــوسيـال سره سيال نشې
زمانه واوره واده نه درتـــــه كومه (۸)
پورته ټپه ګورو چې يوپلارخپل زوى ته وايي چې، ته بايد دسيالانو سره سيال شې اوكه سيال نه شې نو واده درته نه كوم، نو ګورو چې هغه پورتنې درې مسرې چې له ټپې نه يې ټپيزه جوړه كړې د اصلي ټپې تفسير، تحليل او سپړنه ده، ځكه سيالي په پوهه اوكمال كيږي او بيايې ترينه غوښتي چې دخپلو خويندو اوښكې هم بايد وچې كړې اوپه پښتو ژبه كې يوښه ليكوال شې نوبيا به درته واده وكړم، كه نه نو، نه يې درته كوم. وموكتل چې اصلي ټپه دټپيزې په مرسته لږغځول شوې اود ځينو په اند خوندوره شوې.
دښاغلي جلان په اند دغه درې كرښې چې په ټپه اضافه كيږي دټپې جوړښت او موضوع دواړوته تاوان رسوي دى وايي ) په ټپه كې خيال سيند په كوزه كې ځايول دي نو يوتاوان خو موږ دا وكړ چې خيال اود ټپې جوړښت ته مو زيان ورسوه، هغه خوند او شرنګ چې په يوې ټپې كې وي هغه له منځه لاړ ترڅنګ يې په جوړښت كې د دووكرښو سره درې كرښې نورې يوځاى شوې چې په هره كرښه كې بېلې بېلې موضوع ګانې راځي)).
ج: په ټپيزه كې دتخلص راوړل:
كه چېرې په پخوانيو ټپو، ټپزې جوړيږي يايې څوك جوړوي نو دتخلص راوړل يا ځايول به په هغه يونيم بيت كې سمه خبر نه وي ، ځكه كه څوك دا كار وكړي نو د مومن خان ښامار په شان كار به يې كړى وي ، ښامار مومن خان مړ كړو ،خو پوزه او غوږونه ترينه د پاچا سپاهيانو غوڅ كړه چې دا مونږ مړ كړو ، خو په هغو ټپيزو كې چې پنځه واړه مسرې شاعر جوړې كړې وي، هم ټپيزه او هم ټپه دده خپله وي نو بيا كولاى شي چې خپل تخلص هم ذكر كړي او دا كار بيا ښه هم دى ، ځكه چې لوستونكي پوه شي چې دا ټپيزه د چا ده او دا چې خپل تخلص په كومه مسره كې ذكر كړي، په دې اړه خو دود دادى چې شاعران زياتر خپل تخلص په مقطع كې ذكر وي او كله كله دوه مقطي شعرونه هم جوړوي، خو دا چې په ټپيزه كې بايد خپل تخلص كوم بيت يا مسره كې ذكر كړي، كوم بنديز نشته ، نو دلته به لومړی د رحیم الله ارماني یوه ټپیزه چې تخلص یې په څلورمه مسره کې ذکر کړی ورپسې به دصادق الله صادق یوه ټبیزه چې تخلص یې په دریمه مسره کې ذکر کړی او په پای کې د بختيار تلاش هغه ټپیزه چې تخلص پکې په پنځمه مسره کې ذکر کړی دی.
دا خـــــــــو ستـــــــــا دمـــیـــــــــــــــــــــنــــــې زور دی
رنــــــــــــــــــــــــګ تـــــــه مـــــــې وګوره دسکور دی
جــــــــوړ دهـــــــــرچـــــــــا راتـــه پــــیـــــغـــــــــــور دی
لـــــــه ارمـــــــــــــــــانـــــــي نــــه پــــاتــې کــــــور دی
پــه عالم خیلوکې یې مه کړه تپوسونه(۵۲:۹مخ)
1- مـــــــــــاتـــــــــه دخــــــــــــــوږ زړګـــــــــــي ارمـــان دی
جــــــانـــــــان زمـــــــــا دګل پــــــــه شـــــــــــــــــــان دی
صـــــــــادق زمـــــــــا دی، زمـــــــا ځــــــــــــــــــان دی
پـــــــــه نـــــــنــــــــګرهـــــار کــــــې عـــــــمر ګران دی
دا پاتې عمر یې په څنګ کې تیرومه (۶۵:۱۰ مخ)
2- هـــــــــر يـــــــــــو ارمــــــــــــان چـــــــــې راته ياد شي
ژونــــــــــــدون مـــــــــــــــې ستا مخـــكې برباد شي
اوس بــــــــــــه مـــــــــــې څــــــنــــګه زړګى ښاد شي
چـــــــــې پـــــــــــه ژړا او پـــــــــــــه فـــــــريــــــــــــاد شي
تلاش ته وايم چې زړه صبر كړي مينه (۴۳:۱۱ مخ)
د:د ټپيـزو لومړنـى شاعر:
تردې دمه خو ټول دا وايي چې استاد پوهاند ډاكټر مجاور احمد زيار د ټپيزو لومړنى شاعر دى ، ښاغلى ګل رحمان رحماني د بختيار تلاش د ټپيزو د كتاب په سريزه كې وايي )په پښتو كې تر ټولو لومړى ټپيزې درانه استاد پوهاند مجاور احمد زيار ليكلې او دا وياړ دهغه په برخه دى … ما په كومه پخوانۍ مجله كې لوستي وه چې ټپه مې ياده او ټپيزه مې له ياده وتلې :
د ښــــــــــــــــو ټــــــــــــوپــــــــــــــــكو اوستــا كــاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وينه (۹:مخ)
که څه هم په دغه پورته ټپه باندې صادق الله صادق هم ټپیږه جوړه کړې نو کېدلی شي چې په یوه ټپه څو تنه ټپیزه جوړه کړي.
د ټپیزو په اړه ښاغلي جلان په يوه مقاله كې ليكلي ” دا چې ټپيزې په پښتو شاعرۍ كې له څه مهاله باب شوي دقيق معلومات نه لرم . خو دومره خبر يم چې په لومړي ځل دا ژانر د استاد زيار لخوا رامنځ ته شوى. (۲:۶ مخ)
پخپله استاد زيار چې په خپل اثر پښتو بد لميچ كې په لنډيو خبرې كوي نو د لنډيو په وروستي کرښه كې ليكي ) ددې لپاره چې ددغه ولسي مرغلرو (ټپه) د غلا مخنيوى شوى وي او ورسره ورسره هايكو نه وي ننګولې، ليكوال چې تر څنګه له پينځيزونې )تخميس( سره ) ټپيزه( نومې شعري لړۍ را نښلولې او نن سبا يې ښايسته دود موندلى .(۲۷۵:۵مخ)
اوس نو په ښكاره ويلى شو چې دا لړۍ استاد زيار پيل كړې ده ، وروسته يا نن سبا نورو هم دغه ځېل خوښ كړى او ټولګې يې پكې چاپ كړي دي لكه د ښاغلي حنيف حيران ) يو ځلي بيا په دې لار راشه ( د بختيار تلاش په زړه مې ته وي خداى را نه كړې، دصادق الله صادق (چې نیمه شپه شي ته رایاد شې) اود رحیم الله ارماني، لیونۍ لاړه کلی وران شو) همدا شان نصرت الله الهام او عالم ګل سحر هم ديوې يوې ټولګې په شمير شايد په ټپيزو كې شاعري كړي وي په سندرو كې كرن خان را دود كړې .
ذ:د ټپيزو مخالفين او موافقين :
ځينې ادب پوهان، شاعران او ليكوال په دې اند دي چې د ټپيزو دودول به اصلي يا طبعي ټپو ته زيان ورسوي او د خلكو د سينو څخه به بهر شي، يا به د هغو خوند او رنګ پيكه شي، خو برخلاف ځينې ادب پوهان، شاعران او ليكوال بيا وايې چې په دې كار سره به ټپه په ټپيزه كې خوندې شي، سينو كې به نوره هم ټينګه شي ، خوند او رنګ به يې زيات شي .
ګل رحمان رحماني ليكي ” د هغو ټپيزو سره چې ټپه يې پخوانۍ وه ځينو خلكو مخالفت وښوده او د هغوي په آند چې تاريخي ټپې ته زيان رسيږي، خو بر خلاف ځينې وايي چې په دغه كار سره ټپه ژوندۍ پاتې كيږي ځكه چې ټپيزې د خلكو په ژبه بار بار تكراريږي نو ټپې هم د خلكو په ذهن كې ځاى نيسي ” .
ښاغلى جلان د ټپيزو د دودولو مخالف دى او ليكي ” ټپه د يو چا لخوا جوړ شوى شعر وي مونږ په هغه پسې درې نورې كرښې ورزياتوو همغه خيال او خبره سره غزوو نو دا خو ابتكار يا نوښت نه شو ، د جلان له خبرو ښكاري چې كه يو شاعر ټپه او ټپيزه دواړه خپله جوړ كړي نو ابتكار دى او كه نه ، نو ابتكار نه دى ، همدا شان جلان د ښځو لخوانه د ټپيزو جوړول سم كار ګڼي خو ابتكار يې نه ګڼي او ليكي ” البته چې ټپې پښتنې ښځې جوړوي نو تر يو حده له خويندو شاعرانو سره د ټپيزو په جوړولو كې هم نظره يم، چې د جنس له نظره هم ښځينه شاعرانو ته جواز لري . خو دومره وايم چې دا ابتكار نه دى ” . )۳:۶ مخ(
په هر صورت دا د هر چا خپل خپل اند او فكر دى خو زما په آند كه شاعران ټپې او ټپيزې خپله جوړې كړې نو دا به يو نوى پنځ وګڼل شي . خو كه چيرې په زړو ټپو هم ټپيزې جوړې شي زما په آند دغه درې اضافه كرښې دومره توان نه لري چې اصلي ټپې ته زيان ورسولى شي يا دغه درې كرښې هغه طبعي او اصلي ټپه د ځان تابع كړاى شي .
هـ: ټپیزه او غلا:
داسې شاعران هم شته، چې دوی فکرکوي مونږ نوښت یا ابتکار کړی دی خو اصلاً دوی غلا کړې ده او دې ته ادبي غلا وایي، ځکه یوڅوک چې د یوبل چا له ټپوڅخه لوموړۍ، لومړۍ مسره راټوله کړي او بیا هغه درې مسرې له يوې بلې ټپې سره یوځای کړي او ټپیزه ترې جوړه شي دې ته مونږ غلا وایو نه نوښت، یوڅوک راپاڅیږي او درې داسې ټپې پيداکوي چې ۹ سیلابیزې مسرې وزن او قافیه کې یو شی وي بیا یوه بشپړه ټپه چې دهغې هم ۹ سیلابیزه مسره دهمدغو دریو مسرو سره وزن او قافیه برابره وي، سره یوځای کوي او ټپیزه ترې رغوي او بیا یې خپل مال ګڼي نو آیا دا ابتکار شو او که غلا؟
لکه دا لاندې ټپیزه چې د څلوور پخوانیو ټپو له لومړیو مسروچې هم وزنه او هم قافیه دي جوړه شوې ده.
مـــــــیـــــــــن ســـــــــــړی ډېـــــــــره خــــــــطا کـړي
پـــــــــــه بــیـــلـــــــتـانــه کـــې چــــــې ژړا کــــــړي
ځــــــــــان بــــــــه پــــــــه ټــــول جــــــهان رسواکړي
یـــــــــارانــــــــــه هـــــــــلـــــــــه خـــــــــوند پیداکړي
چــــــــــې کـــــــله کلـــــــــه جــــــدایي پکې راځینه
دپورته لومړیو مسرو اصلي ټپې په دې ډول دي:
۱. مـــــــــین ســـــــړی ډیره خــــــطا کــــــــــړي
دجانان نوم یې په لمانځه خولې ته راځینه
۲. پــــــه بــیــلــتانـــه کـــې چــــــــې ژړا کـــړي
یاریـــــــې خـــــــندا کـــړي په ده اور ولګوینه
۳. ځان بــــــــه پــــــــه ټـــول جـــهان رسوا کړي
یارمـــــــې دمـــــینې پــــــه دستور نه پوهیدنه
نوڅرګنده شوه چې ټوله ټپیزه یا لږ ترلږه هغه درې مسرې هم که خپله شاعر وپنځوي نو نوښت اوابتکار به یې وګڼو او که هرڅه دنورو را واخلو او ترتیب ورکړو اود ځان په نوم یې کړو فکرکوم خیانت به وي.
پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه
د ټولو وړاندې زه د هغو ليكوالو او شاعرانو څخه بخښنه غواړم چې د ټپيزو په تيورۍ او شاعرۍ كې لوى لاس لري خو ماته نه وو معلوم چې ما يې په دغه مقاله كې يادونه كړي واى ، بله خبره دا چې ټپيزه نوې پنځونه ده په اړه يې لا تر اوسه ډير معلومات نه دي خپاره شوي ما هم په دغه مقاله كې د خپلې وسې سره سم ، د ټپيزو ، جوړښت ، محتوا ، دود او ځينو نورو برخو په اړه معلومات وړاندې كړل او دا هم په هغو ټولګيو كې چې ما درس درلود، نو زما څخه زده كړيالانو پوښتنې كولې ، چې ټپيزه څه ته وايي او څنګه شكل لري او نور … نو ما هم د هغو پوښتنو ته په پام سره يو څه وليكل، خداى دې وكړي چې د ټپيزو د مينه والو او د زده كړيالانو خيال پكې تر يوې اندازې پورې انعكاس موندلاى وي
بيا هم كه تاسو قدرمنو لوستونكو سره په دې اړه زيات معلومات وي نو كولاى شۍ له ماسره يې شريك كړۍ تر څو په بله مقاله كې يې ځاى كړم او په دې وسيله يې نورو