د کاظم خان شيدا په کلام کې د حُباب کلمې د استعمال اړخونه
کاظم خان شيدا هغه نازکخياله شاعر دى چې پخپله شاعرى کې يې د هر لفظ او کلمو خيال ساتلى دى او داسې يې ساتلى دى چې د کاظم خان شيدا د فن مينه وال به دى د تاريخ په پاڼو کې په ډېر احترام، درانه او لوړ نامه يادوى او وياړ به يې کوي، د بيلګې په توګه (د حُباب) کلمه شيدا په داسې رنګ په خپلو اشعارو کې شپږ نوي (96) ځله استعمال کړې ده، چې هر بيت يې د بل څخه جلا معنا او د خيال او پيغام جلا جلا رنګ او اهنگ لري. (حُباب: (Hobab) په لغت کې غوټۍ، پوکاڼه، کوبۍ، خورټۍ، د اوبو پر سر پوکاڼه او دومبکۍ معنا شوې ده.(1)
مونږ دلته د موضوع د پراختيا له مخې ټول اشعار نه شو راوړى، موضوع ته په پام سره به يې ځينې بيتونه وار زو، لکه:
بــــــــــــــــيــــــــــــــــا پـــــــــــــــــه هســـــې شان بې تابه
چــــــــــې سيـــــــــــالــــــــــي کا لــــــــــــــــه حُبــــــــابـــه
پــــــــــــه يــــــــــــوه ســــــــــاعت کـــــــــــې نــــــــــــه وي
د هــــــــــــــــــوا پــــــــــــــــه جـــــــــنبــــــــــــش چوي (2)
کاظم خان شيدا پورته بيتونو کې الله پاک ته زاري کوي او داسې زړه غواړې چې د حُباب سره سيالي وکړي د حُباب په شان بې تابه هم وي. حُباب له ډير جوش و جزبې څخه هر وخت په اوبو کې بې تابه اخوا ديخوا په حرکت کې د هر څه څخه بې پروا وي او په مينه کې مست د خپل ژوند په سفر راروان وي، د حُباب د ژوند په اړه وروستي بيت کې مونږ ته دا راښيي، چې د هوا په يو حرکت يا جنبش د حُباب ژوند پاى ته رسيږي، د حُباب د لږ ژوند ذکر مونږ ته دا سوچ او فکر را کوي چې څوک هر څومره ژوندى وي، نو دغه ژوند دې په جوش، جذبه، حرکت او سيالۍ کې وي.
د حُــبــاب په شان تمام لـــه شرمه آب شي
که يې لري چيرې باد د مخ نقاب که (3)
په دې بيت کې شيدا د محبوب د جمال د مخ خبره کوي او وايې چې د محبوب مخ چې په نقاب يعني پرده کې پټ وي. که چيري باد يا هوا دانقاب لري کړې او مخ يې ښکاره کړي، نو به محبوب له شرمه اوبه اوبه شي دحُباب پرده چې پورته شي. نو خالص د اوبو اثر پاته شي، شاعر د محبوب حيا بيانوي، (له شرمه اوبه کيدل) محاوره ده چې د محبوب د ډيرې حيا لپاره يې په کار کړې ده.
د حُـــــباب په شان يې زړه نمايان نه شي
چــــــــــې سيــنه له در ده چا که بيدلان که
بيدلان يعنې زړه نه لرونکې يا هغه خلک چې زړه وبايلي مجازاً عاشقانو ته وايې.
د عاشقانو وجود خو په ظاهره وي، خو په باطن کې نه ددوى زړه وي او نه د زړه خواهشات، دوى خپله هستې يووهمي وجود ګڼي، په کوم کې چې نه څه خواهشات وي او نه پکې هيلي، د فنا غوښتونکي وي، نو شيدا د دغو عاشقانو بيان داسې کوي:
چې کله د عاشقانو سينه د ډېره غم له درده چاکه يا پرې شي، نو زړه يې بالکل مړ غوندي ښکاري او هغه رنګ ښکاره او نما يان زړه پکې نه وي، نو شيدا يې د حُباب سره تشبيه کوي، کله چې د اوبو کوبۍ وچوي او وجود يې فنا شي، نو د ننه حال يې ښکاري، هر څوک يې ليدلاى شي د شيدا د غه شعر د تصوف يوه ښکلې بېلګه ده چې کله د يو چا سينه چاکه شي نو هر څه د هغه چا په نامه کړي چې د ده خالق او مالک وي نو د هغه زړه بيا د دنيا وي شيانو څخه داسې بدل شي چې هر څه ورته هيڅ نه ښکاري.
د شيدا په دغه شعر کې زه يو وحدت او يووالى وينم او دا ديو ښه شاعر صفت ګڼل کيږي.
لـــــــــــه قــــمــيص سره يې تن لکه حُباب ځي
کم مـــــــــــايه عالم به داد په عريان څه کا (4)
د حُباب ټوله هستي يو قميص وي، خو کله چې يې قميص لري شي، ژوند يې هم فناشي. نو هستي يې هم ختمه شي او د خپل وجود څخه خلاص شي. نو اوس د ټول عالم سره دا توان شته چې هغه به د حُباب هستي او ژوند بيرته ورکړي. عدل او
انصاف به ورسره وکړي، دوى خو يوازې يو قميص هم نه شي ورکولاى چې د ده تن پرې پټ شي، په دې بيت شيدا اصلاً د نړۍ دوکړو د بې ثباتۍ او بې مروتۍ ذکر کوي او وايې که څوک دلته د څه وجهي مجبوره او تنګدسته شي، نو د نړۍ د وګړو عدل او انصاف به ددغه شخص سره څه وي، چې د ده داد رسي وکړي، د ده عزت خوندې وساتي، دوى خو فقط دومره هم نه شي کولاي چې تن يې په يوه جوړه کاليو ورپټ کړي، د داسې خوارانو او غريبانو ژوند خو د حُباب غوندې باطل تباه او برباد شي.
پــــــــــــــه بــــــــــــقا مـــــــــــومې طالب د فنا بحر
د حُـــــــــــــباب قـــــــطره قالــــــــــب په دم تهي کا
په دې شعر کې بحر د سمندر په مانا، طالب د غوښتونکي، قالب د زړه، دم د ساه او تهي د خالي په معنا کارول شوي، نو شيدا د يو شي د وجود د حقيقت خبري کوي.
چې د يو شي وجود کې د هغه اصل څخه لري کړي، نو هغه خپل حقيقت وبايلي او فناشي، لکه د مثال په طور اور بڅرکى يا سپرغۍ چې ترڅو پوري په اور کې وي نو د دوى وجود برقراره وي او هر کله چې دوى د اور څخه ليري شي، نو دوى خپل وجود وبايلي او فنا شي، په پورته شعرکې دغه خبره شيدا د حُباب په باب کوي او وايې چې د اوبو کوبۍ د هوا په مرسته خپل شکل د حُباب په رنګ کې واړوي. دا کوبۍ که دايمي بقا غواړي نو دا به خپل وجود بيرته داسي شکل څخه فنا کوي او په اوبو، سمندر يا سيند کې به ځان اچوي، دغه يوه لاره د بقاده، چې حُباب خپل انفرادي وجود ختم کړي او بيرته په بل شي کې خپل وجود ومومي، که دا نه وي نو دويمه خو د مرګ قبليده دي، چې د هميشه د پاره فنا کيدل دي، د شيدا د دغه پيغام څخه زموږ پام هغه خواته ګرځي چې د انسان وجود هم د خاورو څخه دى او د ده بقا هم په دغه کې ده چې دى د خپل وجود دحقيقت قايله شي ولي چې انسان به بيرته بيا دوباره خاوروته سپارل کيږي، په دغه شعر کې شيدا څومره اوچت پيغام ځاى کړى دى.
بـــلنـــــــــدي يـــــــې د حُباب په شان يودم وه
څــــــــه امـــــاس لري د سر ناکس عجب (5)
اماس د پړسوب او تکبر کولو په معنا او ناکس د نادار او لوچک په معنا راغلي دي، شيدا وايې چې لوچک د خپلې بدعملۍ په وجه د لږ وخت لپاره لکه حُباب چې د هوا
ډک شي وپړسيږي د خپل تکبر په وجه د خلکو په مخه ژوند کوي او د شهرت او نامه ګټلو لپاره منډى او ترړه کوي، خو داچې د بدو انجام بد وي نو د دوى ژوند به هم د لږ وخت لپاره وي، نو دغسې د ناکس سړي، دغه اماس، شهرت او تکبر ډير لږ وخت پورې وي او ډير ژر به د حُباب غوندې نابود شي.
پــکــې بندوم لکه باد له ناتوانۍ
که صياد کاندې حُباب زما قفس
په دغه بيت کې شيدا د خپلي نا توانۍ او بې وسۍ خبره کوي، هو به هو په دغه رنګه لکه هوا چې د خپلې بې وسۍ له کبله د حُباب په ميان کې لکه د قفس بنده وي، ناتواني يو داسې مرض دى، يو داسي حقيقت دى، چې څوک پکې راګيرشي، نو بيا يو ډير لوى قوت به داناتواني د هغه څخه ليري کوي، ولي بې دسه څوک هيڅ هم نه شي کولاى، هغه تل د بل په لورى سترګې غړولي وي، همدغه خبره شيدا په ډيره فني لطافت وړاندې کړې ده.
کــه يــې خوله په درياب کيښوه بې نصيب دى
شـيــدا کــلــــه اب د بـــحر حُــبــاب وچـــــيښ (6)
شيدا دلته د خپل وجود څخه د ګټې خبره کوي، يعني داچې که د حُباب خوله په بحر کې ده خو بيا هم ګټه ترې نه شي اخيستى او همدغه بحر د ده اصل او وجود دى، که څه هم د بدنصيبو لپاره شاعر دا خبره کړې ده او هغوى يې د حُباب سره تشبيه کړي دي، خو زما په اند اصلي پيغام دادى چې په دنيا وي اسبابو ډير فخر او ناز پکار نه دى. په دغه باب يوه پښتو لڼدۍ ده.
چـــــــې د ديــــدن نـــصـــيـــب يــــــــــــــــې نـــــــه وي
په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه (7)
د حُــــبــــــــــاب پـــــــه شـــانـــي پـــوه شـــه پــــه خلل
مــــه کــــړه نـــقــــش پــــه دا خـــپـــل ســـــــاده محل
شيدا د فاني دنيا وګړو ته دا پيغام ورکوي چې دا دنيا فاني ده، نابوده ده تاسو د دې نابودي دنيا په څو ورځو ژوند تير نه وځى، دا نړۍ او دغه اسباب اخر پاتې کيدونکي
دي، دلته د خپل کور او محل په نقش او نګار ځانونه مه غلطوى تاسو ته پکار ده چې د حُباب په شان ساده ژوند غوره کړى. ځکه چې حُباب د خپل فهم او پوهې څخه کار اخيستى او خپل کور يې ساده ساتلى دى، شيدا په دغه بيت کې څومره لوى پيغام پريښى دى.
په نرمۍ د سر دشمن د ځان د مساز کړم
په سيلاب لکه حُباب، عمارت ساز کړم
ښه او نرم اخلاق يوه داسې اله ده چې د سخت څخه سخت دشمن هم مات کړي او زړونه داسې ويلي کړي، چې د عداوت او کيني نخښې تري ختمې کړي، ويل کيږي کله چې الله پاک ج موسى (عليه سلام) فرعون ته د مقابلې لپاره ليږه نو الله پاک موسى (عليه سلام) ته هدايت وکړ چې له فرعون سره په نرمۍ خبرې وکړه،همدغه حقيقت شيدا په خپل کلام کې بيان کړى او د حُباب سره يې تشبيه کړى چې سيلاب د طوفان، تبا کارى او مستۍ با وجود حُباب خپل کور دهغه يانې سيلاب پرسر جوړ کړى. مانا دا چې حُباب د سيلاب سره په نرمۍ دا کار کړى دى.
په داشان به خالي لاس درځينې درومي
تهي دست لکه حُباب راغى و کورته (8)
په دې بيت کې شيدا د دې بې ثباته ژوند د خاتمې او ددې فانې دنيا څخه د تلو خبره کوي او دا پيغام ورکوي چې د دې دنيا څخه څوک مال او دولت نشي وړلاى، هر څه به دلته پاته کيږي او خالي لاس به له دې عدم اباد څخه درومي يواځى خپل اعمال به له ځانه سره وړي لکه حُباب يې د خپل ژوند د خاتمې پس خالي لاس خپل کورته راغلي.
کــار پـــخـــپـــله تــر دستي لکه حُباب کړه
چې محتاج د خياط نه شي پيرهن ته (9)
شيدا دغه بيت کې يو نوى پيغام راکوي، هغه دا چې هر څوک بايد خپل کار پخپله ترسره کړي، د چا محتاجي او خواست ونه کړي، پخپل کار کې د اخلافيت پيداکړي
چې د هر څه کولو جوګه شي، شيدا خلکو ته د بل د احتياجي څخه د ژغورنى پيغام ورکوي لکه حُباب چې هر څه پخپله کوي، او هغه هم په تردستي او چستي کوي،
ځکه چې وخت لکه سره زر دى که وخت څخه ګټه پورته نه شي نو وخت او زمان نه دريږي روان دي.
سرکشي دي په حُباب لکه سيلاب ده
کـــرو فـــــــــــر د زمــــانې په دا کلاه کړه
په دې شعر کې شيدا انسان ته خطاب کوي او ورته وايې چې ستا د وخت سر زوري هم د سيلاب د حُباب په رنګ ده، کوم چې خپل ټول شان او شوکت په دې وړوکې کلا پوري ده ځکه چې کوبۍ د خولۍ او لونګۍ سره مشابهت لري او دا د سړي د عظمت او سړيتوب نخښې دي، يعني حُباب خپل ټول ناز او نزاکت په همدې معمولي کلاه کوي کومه چې تل د خطر سره مخامخ وي نو يو نوى طوفان يا تيزه سيلۍ د حُباب دا وړوکې کلاه ختمولاى شي. نو اى غافل انسانه ته هم سرکشي مه کوه او د دې معمولى دنيا په شان او شوکت ځان مه غولوه.
ستــــا د مـــخ لــــه شــــرمـــه هــسي چــــمــن آب شــــه
چې صورت د غنچې درست، ګوره حُباب شه (10)
په دې شعر کې د محبوب د ښکلي حسن و جمال خبره کوي او وايې چې ستا د ښکلي مخ په ليدلو چمن له شرمه اوبه اوبه شي او د غنچې ټول صورت خوستا د حسن په ليدلو داسي اوبه شي لکه حُباب چې ټول وجود او صورت يې د اوبو له ذاته دى.
دغه بيت کې د غنچې او حُباب مماثلت څومره ښکلي ترکيب دى، هر کله چې غونچه د شبنم په اوبو لمده شي نو تازه يې، بيا نو څومره ښکلا او ځلا کوي زړونه تخنوي يا روح تازه کوي او که د سړي محبوب له دې غنچي نه نور هم ښايسته وي نو بيا ګوره چې په سړي څومره اغيز کولاى شي.
قــــــــــــميــــــــــــــص څيــــــرې د حُباب شــــــــــــــه
لــــــــــــــــه دريــــــــــــــاب ســـــــــــره دريــــــاب شه
د شيدا دا بيت د توحيد او تصوف د سلسلي غوره بيلګه ده.
نه يوازې دا چې شيدا د حُباب توري په خپله شاعرى کې کارولي بلکې د کلاسيکي دوري نورو شاعرانو هم د حُباب توري کارولي لکه حميد مومند، حنان بارکزي، رحمان بابا خوشحال خان او نورو….
د دغو شاعرانو يو يو بيت به هم د خپلې ادعا د ثبوت په خاطر راوړم.
حميد: پــــه يــوه نـــــفس حُباب له بحره بيل شي (11)
نـــشتـــه هــيــــڅ پــــه دم وهـــلو کــې بــهـــبــــــود
حنان: د مـــــــــرګ بــــــــــــاد بـــــــه دې چــپه کړي (12)
نـــــــــيــــــــم نــــفــــــس لـــــــکـــــــــــــــــــه حُـــــــبـــاب
رحمان بابا: هسې آب يې دې د دووسترګو په منځ کې (13)
چــــې بـــې ســــره پــــه ســـــر نــــه لــــري حُـــبـــــاب
خوشحال خان: په وعده يې زړه خوشال مه کړه خوشحاله (14)
د وفــــــا طــــمــــع څــــوک، کــــا لـــــــــــه حُــــــبـــاب
پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه
د حُباب د کلمې له ذکر څخه د شيدا په ټوليز مطلب پوهيږو چې د هغه موخه داده تر څو انسان په دغې فاني دنيا ونه غوليږي او تل د يوې بلې دنيا چې هغه اصلي دنيا ده اماده ګې ونيسي، تر څو هلته سرخروى او سربلندشي، شيدا په ډير مهارت او فني توګه سره د حُباب لفظ ته د ښکلا جامه وراغوستي او دا کار د يو نابغه شاعر او ليکوال پرته بل څوک نه شي کولاى، د شيدا په شاعرى کې د ژوند هر اړخ ښه ځلول شوى، بله خبره چې د شيدا په نابغه توب باندې د حقيقت مهر لګوي، هغه داچي هغه د ژوند تر وروستيو ياني د مرګ تر لمحي پورې مجرد پاتې شو او ښځه يې ونکړه، چې د نړۍ زياترو فيلسوفانو واده نه دى کړى لکه، ګاليله، کانټ، افلاطون، نيوتن، بيقورس، فلاطينوس او نور………….
يو نامتو فيلسوف سسرو خپلې ښځې ته طلاق وړکړ، کله چې ده ته د دويم واده وويل شول نو ده ځواب ورکړ چې يو سړى په يوه وخت کې ښه ميړه او يو ښه فلسفي نه شي کيداى،زياتره په لوى شاعرانو او فيلسوفانو د تخليق او هنر داسي اثر او غلبه وي چې د دوي ټول قوت او صلاحيتونه په تفکر او خپل کار باندې راوڅرخي نو دغه مهال د خپل کور او بچيانو تربيت څخه غافله شي، او داسې ډېر مثالونه شته چې د نړۍ لوى فيلسوفانو چې واده کړى نو د دوي ژوند ډېر تريخ وه لکه: سعدي،سقراط،ميرزاغالب،بايرن، بالزاک، لوى تولستوى او نور… نو د شيدا په ذهن کې هم د يو لوړ شاعر او فلسفي نخښې نښانې ليدل کيږي او دا حقيقت يې د ده د ساحرانه شاعرى څخه په اسانه توګه معلومولاى شو.
اخځليکونه
1- تابان،لياقت.1998 ع . د شيدا او حنان پرتليز جاج، پيښور: صحاف نشراتي موسسه،105-106 مخونه.
2- شيدا، کاظم خان. 1384 ل . ديوان، د حنيف خليل په زيار، پيښور:- دانش څپرندويه ټولنه، 73 مخ.
3- خټک، اقبال نسيم 1991 ع. رنګ او بو قافله، پيښور سبا کتابتون،144 مخ.
4- بريکوټى،لندن 1995ع . پښتو شعر او ادب تاريخ،لاهور: ملت پرنټر، 142 مخ.
5- شيدا، کاظم خان ديوان، 85 مخ.
6- پورتنى اثر،110 مخ.
7- لايق،سليمان 1386 لمريز.پښتو لنډۍ، پيښور: ميهن خپرندويه ټولنه، 177 مخ.
8- طائر،محمد نواز 1978 ع . روهي ادب، پيښور: سپين زر پرنټر، 57 مخ.
9- پورتنى اثر. 88 مخ.
10- پورتني اثر 99 مخ.
11- مومند،حميد. 1363 .حميد ديوان، زلمي هيواد مل په زيار،کابل پښتو ټولنه، دولتى مطبعه، 134 مخ.
12- تابان،لياقت، د شيدا او حنان پرتليز جاج، 180 مخ.
13- بابا، رحمان، 2000 ع. رحمان بابا ديوان، افضل خان په زيار، پيښور: زيب ارټ پبلژر، 56 مخ.
14- خټک، خوشحال خان،2001 ع . ارمغان، سيد رسول رسا په زيار، پيښور: يونيورستي بک ايجنسي، 334 مخ.