پوهنوال پښتون اقا شېرزاد
د پښتو ژبې منلى ليکوال مرحوم نوري د کابل کالنۍ د 1322 کال په ګڼه کې چې پر ملي لوبو غږيدلى نو د اتڼ په باب يې کښلي: (د اتڼ تعبير ځينې په نڅا او رقص کوي، او وايې چې دا د پښتنو ملي نڅا يا رقص دى، مګر دا نه نڅا ده او نه رقص دى، بلکه دا د پښتنو يوه مهمه لوبه او ورزش دى، رقص خو يو بيل ډول دى، چې هغه ته پښتانه نڅا يا ايشله وايې).
خو د همدغې کلنۍ په 258 مخ کې يې ايشله د اتڼ يو ډول ښوولى دى، پورته مو ولوستل چې هلته يې اتڼ ورزش او ايشله نڅا ښودلې، خو بل ځاى يې د اتڼ په ډولونو کې د ايشلې اتڼ هم ياد کړى دى.
که سړى په سم ډول پورتنيو يادونو ته ځير شي له پورته اړوپيچو (ضدو نقيصو) ويناو څخه دا پايله تر لاسه کوي چې اتڼ،نڅا او ګډا يو شى دي.
اريانا دايرت المعارف د 1332 کال چاپ په 403 مخ کې يې هم اتڼ په لوبو کې شمارلى.
د پښتو ولسي ادب لارې ليکوال دوست د خپل کتاب په 87 مخ کې د اتڼ په اړوند ليکلي (اتڼ برسيره پر دې چې يو ښه سپورت دى، د بشري ګرځنده يا محرک هنر په زړه پورې قسم او ډول دى) (١)
که د ښاغلي دوست پورتنۍ خبروته ښه ځير شو، نو دى پخپله، خپله لومړنۍ خبره ردوي، ځکه چې ګرځنده هنر کې نڅا يا ګډا چې فارسي کې ورته رقص وايي راځي. نو نڅا مترادف شو او د سپورت له زولنو خلاص شو.
د پښتو – پښتو تشريحي قاموس په 15 مخ کې د اتڼ په اړه کښل شوي چې (اتڼ د پښتنو ډله ييزه ولسي نڅا پښتانه د قهرمانۍ، بهادرۍ، يووالي او ځينو نورو برياليتوبونو کې ډله يېزې مستۍ، خوشحالۍ او نمانځنې ته اتڼ وايې، اتڼ په تاريخي لحاظ د پښتون ټبر د يوه پاخه ملي کلتور ښکارندوى دى…. د يوې مخصوصي او منظمي نڅا په ترڅ کې د ځوانانو او سپين ږيرو له خوا د ميرترلارښوونې اجرا کيږي، د غرونو څوکې اثر کې د قاضى خيرالله او راحت زاخيلي د ليکنو په استناد اتڼ ته يې د ناچ نوم ورکړى چې پښتو کې نڅا ورته ويل کيږي.
د لوى استاد پوهاند حبيبي او مرحوم لعل محمد خان کاکړ د کښنو له مخې يې چې (اتڼ = رقص ملي پښتون) دى. چې مرحوم محمد اعظم ايازي، مرحوم نوري، مرحوم عبدالله خان افغاني هم ورته رقص ملي پښتون ويلى. په پښتو انګليسي قاموس کې معنا ډانس (Dance)يانې نڅا کښلې. د غرونو څوکې اثر د سريزې ليکوال: دپښتو ژبه او ظفر الغات د قاموسونو له مخې ليکلي چې اتڼ په مانا د ګډا،نڅا،دريس،بلبله،بنګړه او شاډوله دى.
چې دريس شرقي بلوڅان اتڼ ته وايي، همدا شان خټک د ښځو يو ډول نڅا ته بلبله وايې، او ځينې خټک اتڼ ته هم بلبله وايي، بنګړه او شاډوله هم خټک نڅا او اتڼ ته وايې (2).
مرحوم حبيبي د (ناچ) تشريح داسې کړې ده: په سنسګريت کې اتڼ ناچ بولي، او دا کلمه تر اوسه هم په هند کې پر رقص (Dance) اطلاقيږي، په پښتو کې د دې فعل له پاره د اتڼ مخصوصه کلمه شته، مګر د ناچ او رقص لپاره له هغې قديمي ريښې څخه نڅا او نڅل هم لرو (3).
استاد حبيبي په خپل يو بل اثر چې په (شلمه پيړۍ کې د افغانستان هنر نوميږي) ليکي (اتڼ هغه هنر دى يا دسته جمعى دبدن مرتب او ښکلي حرکات دي چې په عربي کې رقص او په انګريزي کې ډانس ورته وايې.
ځينې پښتانه د نرو اتڼ (ګډا) او د ښځو اتڼ (نڅا) بولي په کندهار کې د ښځو اتڼ ته اشيله وايي.
د ژوب په سيمو کې کله کله د نرو او ښځو اتڼ په ګډه کيږي چې په کاکړو کې يې (کمره امۍ) يا (ګډه امۍ) يا (برګ مۍ) او نور پښتانه يې برک اتڼ بولي.
شا پاتري، شين اتڼ او طالبي اتڼ زياتره وخت بې ډوله او سورنا وي.) (4).
کومو ختيځ پوهانو چې زموږ پر کلتور او تاريخ څه ليکلي د خپلو کتابو او بحثونو په مختلفو مواردو کې يې چې په اتڼ بحث کړى دى. دغه کتلوري پديده يې د ډانس (Dance) په بڼه ضبط کړي ده، چې د لغت په کتابونو کې په رقص مانا شوې ده.
په اردو کې د اتڼ کلمه د ناچ په نوم ياده شوې ده، چې پورته د مرحوم حبيبي له خوا يې تشريح کښل شوې ده.
ما د خپلي وسې سره برابر د اتڼ په بابا د لغت له مخې څيړنه وکړه. ښايې ډېره نيمګړتيا ولري اما له دې سره سره باور لرم چې د اتڼ په باب د ځوانو څيړونکو لپاره پکې يو څه موندل کيږي.
اوس به راشو دې ته چې د اتڼ، نڅا او ګډا کلمې له کوم مهاله پښتو شاعرى ته لاره پيداکړې ده.
پښتو شاعرى کې د اتڼ،نڅا او ګډا د ويېونو پيدايښت.
1- په لرغوني پېر کې!
د پښتو شاعرى ليکنى بهير د امير کروړ (1050 هق) له شعر څخه راپيليږي او تر 1000 هق شاوخوا رسيږي کوم اثار چې تر دغه مهاله زمونږ په واک کې دي هغو کې مې يوازې دوو قصيدو کې د اتڼ او نڅا وييونه وموندل، خو د پوهانو د اندونو په اساس اتڼ د ډيرو پخوا زمانو راهيسې په پښتنې ټولنه کې موجود و، د اتڼ وخت او زمان څوک نه شي تعينولاى يوازې دومره ويلاى شو چې اتڼ په ويدي او اوستا يې دورو کې هم شتون درلود.
په ښاديو او خوشحاليو کې به يې اتڼوڼه کول. په هر صورت لومړى ځل په پښتو شاعرى کې د شيخ اسعد سورى شاعرى کې چې ژوند يې په پنځمه قمري پيړۍ کې يقيني دى، د اتڼ او نڅا وييونه ځان څرګندوي لکه:
چـې بـه نـجـليو په نڅا پکې خندله
چـې بـه پـيغلو کا اتـڼ قــطار قـــطــار
ښکارندوى غوري چې د شپږمې پيړۍ شاوخوا يې ژوند کاوه ده هم د اتڼ او نڅا وييونه په ډير ښه ډول په خپله قصيده کې راوړي دي.
لکه: د غــــــاټــــــولـــــو جــنــډي خـانــدې وريـــدي تـــه
زرغــــــــــــونــــــو بــڼــو کـې نــــاڅــــې زلـــــمـــي جــــونــه
پـښـتـونـخــــــــــــــوا ښـکلـي زلـمـي چـې ځـغـلي هـند ته
نـــو اغــلـيــه پــــــــــــــــــيــغـــلې کانــــدې اتـــڼــــوڼـــــــــه (5)
له همدغو پورته يادو شو بيتونو څخه سړى دا ويلاى شي چې له نن څخه زر کاله وړاندې هم د نارينه وو ترڅنګ پښتنو انجونو هم اتڼ او نڅا کوله. بله خبره داده چې پورته بيتونو کې اتڼ او نڅا ځانته هنر ګڼل شوى او د سپورت يا ورزش نوم ورباندې نه شو ايښوداى.
2- په کلاسيکه شاعرى کې:
د کلاسيکې دورې تر ټولو ځواکمن، بريالى، ننګيالى، توريالى او فرهنګپال شاعر خوشحال خان خټک دى، ما دده فراقنامه، فضل نامه، بازنامه، سوات نامه، کابل چاپ لومړى او دويم ټوک کليات مطالعه کړل د اتڼ او نڅا کلمې مې په کې ونه موندلې، د سيد رسول رسا په ارمغان خوشحال کې مې د رباعياتو په برخه کې صرف يو ځاى د رقص کلمه پيداکړه او يوځاى د ګډا کلمه، چې هماغه بيتونه دلته راوړم.
مــــــــــــــست يــــــــــــــــم پــــــــــــــه سر کې مستې د مى لرم
چـــــــــــــــې پـــــــــــه نشه يې کـــــــى کـــى کـــــــى کـــــــى لرم
رقــــــــــــــــــــص مـــــــــــــې پــــــــــــه تار د هــــــــغه ربــــاب دى
چـــــــــــــــــې پــــــــــــــه نـــــــــــغمه يـــــــــې هى هى هى هى لرم
يا
کــــــــــــــــه پـــــــــــــــه تــوره ميړنــــــــــــــــــى يـــــــــــــــې ګډه ويې
ليـــــــــــــــــــونى جـــــــــــــــــاهل دې بــــــــــــــولـــــــي هـــم بتر (6)
رحمان بابا (1128-1042 هق) چې تقريباً د خوشحال خان معاصر دى د ده په لاس ته راغلو اشعارو کې د نڅا يا اتڼ کلمې نه ليدل کيږي خو يو بيت کې يې د رقص کلمه چې پښتو کې يې نڅا بولي راغلې ده لکه:
هـــــــــــــــم نـــــــــــغمــــــــــــــــــې کانـــــــدې هم رقص کا هم خاندې
د رحـــــــــــــــــمان پـــــــــــــــــه شـــــــــــــــــعر تــــــــــــرکې د بګرام (7)
حميد مومند چې د هندي سبک موسس شاعر دى په اشعارو کې يې يو نيم ځاى د نڅا کلمه ليدلى شو لکه:
هـــــــــــسـې شـــــــــــان بــــــــه پــــــه نڅــا کې دست افشان شو
چــــــــــــــې زهــــــــــــــرې څــــــــــخه بـــــه جمع شان پريشان شو
يا
هــــــــــــــــسـې رنـــــــــــــــــګ بـــــــــــــــــه پـه نـڅا تالا کوثر شو
چــې بـــــــــــــــــه فـــــــــــــــــــکر د پـــــــــــــــــــــرې ورته اوتر شو
يا
رســــــــــــــــــتمـــــــــــــــان د صــــــــــــبر ذهد ستا په عشق کې
نــــــــــــڅول يـــــــــــــــــــــــې در پـــــــــــــدر لـکــــــــــه بيـزو (8)
د شمس الدين کاکړ ديوان مې هم مطالعه کړو، هلته مې دغه کلمات په نظر رانغلل.
3- اوسنۍ شاعرى کې:
په اوسنۍ شاعرى کې د اتڼ،نڅا او ګډا وييونه په ډيره زياته کچه استعمال شوې دى، چې د ټولو راوړل د يو کتاب له کچې هم اوړې نو هغه اشعار مې راوړې دي چې زما لاس ورته رسيدلى دى.
د ټولو نه وړاندې به د پښتو ژبې د ريالست شاعر استاد ګل پاچا الفت (1356-1287 هـ ش) اشعارو ته ورشو، وبه وينو چې هغه خپلو اشعارو کې د ګډا، او اتڼ وييونه څه ډول رانغښتي دي.
پـــــــــــــــــــــــــه رنـګـينـو ښـو جـــــــــــــــــــــــــامــــــــــــو کې ګډا کاندې
لــــــــــــــــه مـــــــــــــــــــــستـۍ شـــــــــــــــــــــــــکـــوي يــو د بل هــــارونه
هــــــــــــــــــيڅ پـــــــــــــــــروايې پـــــــــــــه چـــــا نـشــــته ورتــــــــه ګـــورى
پـــــــــــــــــــه اتـــــــــــــــڼ کـــــــــــــــــــې ښکلــــــــوي څانـــــګـــې ښـاخـونه
يا
چـــــــــــــــې کـــــرلــي اســتـعــــــــــــمـار دي هـــــــــــغـو ګلـوتـه نـه ګورم
پــــــــــــــــــــر دې ســــــــــــــــــازتــه چې ګډيږي هغه ښکلوته نه ګورم (9)
مرحوم استاد عبدالروف بينوا (1293-1363) هم خپلو اشعارو کې يو نيم ځاى د اتڼ کلمه راوړې ده لکه:
تـــــــــــــــه واجــــــــوړ مــلي اختر دى نجونو سره کړل خپل لاسـونه
پــــــــــــه مــــــــــــلالـــــو غـــاړو زانـــګــــــې د روپـو ســـپـيـن اميلونه
لـــــــــــــــور پــــــــه لــــــــور يـې خپاره کـــړې پـــه تــنــدې تـور اميلونه
لـــــــــــــــه کـيـــــــــــږد يــــــو راوتـلي پـر دښـتــو کــړي اتـڼــونــــه (10)
د استاد بينوا پورتنى شعر د يو تحريري او تمثلى شعر غوره نمونه ده چې د اتڼ کلمه يې د جمع په ډول په کې په رښتنې معنا استعمال کړې ده.
يانې دا چې له دغه شعره په ډاګه ښکاري چې اتڼ د پښتنو د کلتور يوه ځانګړې برخه ده.
قدرمن شاعر عزيز الرحمن ممنون هم په خپل يو شعر کې د نڅا کمله راوړې ده.
پــــــــــــــــيـــالــــــــــې تــــــه کــــــړنـــګ ورکــــــه خــــيــــال ورپـــاوه
چــــې پـــــــــــــــــاس اســمـــــــــــــان هـــــــم پــــــه کـــړنـــګا راولـــي
سـتــــــــــــــــا د پــــــيــالــي د کـړنـګ او کـړونـګ پــه ســـاز کې
چـــــې کــايـــئـــنــــــات هــــــــــــــــــــم پـــــــه نـــڅــا راشي. (11)
ښاغلي استاد صديق پسرلى ( د نى په کوڅه کې )هم ګډا او هم نڅا دواړه په خپلو اشعارو کې دا ډول استعمال کړي دي.
تـــــيــــــــــــــــاره زنـــــــــــــــــــــدان پـــــــــــــــه ګـــــــډا راولــــــي
دا زولـنــــــــــــــــــې چـــــــــــــــــــــــــې شـــرنــګـــومــــه پـــکـــې
يا
تـــــــــــــل يـــــې پــــه ذهـــــن کې نـڅــيـږي پـرده دارې نـغـمـې
چــــــــې د عشوو غبرګې سندرې يې په زړه ور وې څوک
يا
پــســرليه! يا نڅاوه د مـوسـکاه پـه نـرو شـونـډو
يا څو دمه د ميـنې ټـنګ ټکورو، نور څه نه وو
يا
مست نظر دې خپلواک ښه دى چې فنا کړې نغمه خيزه
اولـــســونـــه پــه ګـــډا کـــړه هيـوادونـه لـيـونـې کړه (12)
په لومړى بيت کې د ګډا د کلمې د استعمال څخه دا څرګنديږي چې يا ګډا بدون له موسيقى څخه نه وي، ځکه چې شاعر زولنې شرنګوي، نو دغه شرنګا يې د موسيقى سمبول ګرځولى، ځکه چې زندانيانو دغه شرنګا اوريدلې نو هغوى په نڅا راوستي.
په دويم بيت کې خو د نڅا ټول لوازم بيان شوي لکه نغمه،سندرې او عشق نو بناً دلته نڅا په اصلي معنا کارول شوې ده.
دريم بيت هم همدا شان در واخله.
او څلورم بيت کې نو بيا ګډا د اتڼ په مفهوم راوړل شوې ده، ځکه چې د اتڼ لوازم، خپلواک،اولس،هيواد او نغمه ټول د اتڼ اړوند کلمې دي. مونږ وړاندې وويل چې اتڼ د خوشحاليو، خوښيو، غزاګانو خپلواکۍ ګټلو او نورو مراسمو کې د ولسونو له خوا تر سره کيږي.
قدرمن شاعر نصرالله حافظ هم په خپلو ځينو اشعارو کې د اتڼ، او نڅا کلمې په ډيره ښکلې بڼه راوړې دي.لکه:
کــــږلـــيـــچـــونــه پـه نڅا دي غاړې غرونه تما شادى
نوى شــور دى، نوى زور دى د پکتين په کاشانه کې
يا
د زلمــيــو اتــڼ جــــوړ دى پــکـې نـوي ځـوانۍ ناڅي
نوى کار دى، نوى زيار دى، هره خوا جوړه ميله د
يا
د اسمان په شنه لـمن کې د بهار وريځي نڅا کړي
خوشحالي کړي اتڼوڼه چې خندا ورته بريښنا کړي
يا
جــــــــــــــــــــوړه خــــــــــــــوشحـالي ده اتڼوڼه دي نڅا ده
څــــــــــــــــــــــــه ښـــــــــــــــــکلــــي فــــضــــــــــــــا ده.(130)
استاد لعل پاچا ازمون په خپله شاعرى کې د اتڼ،نڅا او ګډا وييونه په زياته کچه رانغښتي دي او په ډير خوند او رنګ يې استعمال کړي دي د نمونې په توګه به يې ځينيې بيتونه راوړو.
سـپـوږمـۍ چـمــبـه کـړي او دا سـتـوري پـه نـڅــا راولي
زمـــا د کلـي شــــاعــــــر دغـــــه صــــــفـــــت ښـــــاره لــري
يا
د کـــــــــــــوکـنارو دغـــــــــــــــــه فـــصل خـدايه ښـه کړي
د واده جـــــــــــــــــــوړې اخـيـــــــــــستي مـونږ په پور دي
کـلــــيــــوالــــــــــــــــــو مــــــــــــــــــلا ټـــــړلـــــې ده اتــڼ تـه
د نـــــــــــــــــړۍ پــــــــــــه خـــوځـــيــدلـو پـه ډګ شـور دى
يا
د شـپــــــــــــې پــه يـکـه زار بـه د رابـيا کيسه کړه پيله
تـــــارونــــــــــــه د ربـــاب بــه پـه ګډا کـړو ترسهاره (4)
دا ځمکه به د شنې خنـــــــدا پـه شـنو خالونو نمانځي
د وريـځــــو پـــه اتـــڼ کـــې نــــو بـهـاره جــــلۍ راغله
يا
زمـــــــــــا د مـــــينې د بـيـم سيـورى شـاهي داده پاچا
چې پــــــــــه نڅا هـم لـه مـغرورو غرونو مـارې کاږي
يا
پــه کــــرونــــده بـــانــــدې بـــه جـوړ کـړي د مـرغـــيــو اتـڼ
چا ويل ښـــه يــو سپېــنـکۍ دنــګــه سندر ماره لري (15)
ښاغلي عبدالغفور ليوال په دا ډول د اتڼ کلمه استعمال کړې ده.
د ستورو اتڼ ګډ دى چيري ناوې د سپوږمۍ وړي
قاتل باد د سندرو د زړه شپون نه مې شپيلۍ وړي.
ښاغلى اجمل اند د پښتو ژبې شاعر او ليکوال دى، ده هم په ښکلي انداز د اتڼ کلمه څوځلي په خپلو اشعارو کې راوړې ده، زه به يې تاسوته دوه بيته د نمونې په توګه راوړم.
بــــــــــــس هـــــــــمغې تــــــه د رود دشنـې غـاړې اتڼ اچوي
چـــــــــــــې لـــــــــــــړ زوي څــــوک په ټپو او پـه سـنـدو غرونه
يا
اى کـاش کــــــــــــه مــــا هـــــم مـــستـــــي د زلـــمــــو څـــڼـــې لــرلى
نــــــــــــور مست غږ د اتــڼ يــم خـو پـه ډول کې را ايسار يم (16)
د اند د دويم بيت څخه زه دا پايله اخلم چې اتڼ د موسيقۍ څخه سوا نه اجرا کيږي او د اتڼ سره اصلى موسيقى ډوول او سورنا دى، دا ددې معنا هم نه لرې چې ګويا اتڼ د موسيقۍ د نورو الاتو سره نه اجراکيږې، بلکې د موسيقۍ د ټولو الاتو سره اتڼ د اجرا وړ دى، خو په ډوول او سورنا کې يو ځانګړى خوند او رنګ پروت دى، همدغه لامل دى چې سيمو او بانډو کې د ډول او سُرنې سره اتڼ کيږي. او بيا همدغه لامل دى چې اند هغه په ډول کې اسيار ګڼلى دى.
اغلې شريفه ساپى يو بيت کې د نڅا کلمه داسې رانغښتي ده.
د زړه مــــــــــــــحفل کې مې ستا مـينه پـه نـڅا ښـکاري
ځـــــــــــکه ويجاړ زړه راته داښکلې دنيا ښکاري (16)
فضل محمد پنهان يو بل معاصر شاعر داسې وايې:
تــــــــــــــه تـــــقــوا لــــره پــــيــــدايـــې زه نــــڅـــــا تـــــــه
زيـــاتـــــــــې مـــــــــه کــړه ډيــر و مــاتـه بيانونه (17)
قـاضي محمد حسن حقيار بيا ويلي چې:
مـــــجاز به دې تم نه شي د ښکلا د برښنا ځل ته
فطـــــــرت ټول په نڅا کـړه پـه وږمو کې وموسيږه
معاصر شاعر احسان الله درمل په يو بيت کې ويلي دي.
د هـــــــــغـو څــــڼو لـه خـيــال ســره پــه لاره راغــلو
دســـــــــــتر ګـورپ کې په نڅا نڅا تر داره راغلو
همدا شان سيد جيلاني جلان د اتڼ په اړه ډيره ښه شاعرى کړې ده او د ده د اشعارو ټولګه هم د ګلپاڼو اتڼ نوميږي.
دى وايې:
د ګـــــلپـــــــاڼـــــــــو پـــــــــــــــــه اتـــڼ پســې جـــلان
لــيـــــــــــــــــونــيــو خـــپــلـــــو زړونــه راګـــذاريــــو
يا
وجـــــــــــــــيـلانــــــــــــــه ډېــرې جــنـکۍ به ليونى کړم
زه چــــــــــــــــې شـــــــــړۍ واغوندم اتڼ ته مټي ورکړمه
يا
ستــــــــــــــا پـــــــــه نه خپـل ځان ته داسې شرمينده شوم
لــکـه څـــــــــــوک چــــــــــــې د اتــــڼ مــنــځ کې دربل شي
4- ولسي شاعرى کې:
په ولسي شاعرى کې د اتڼ کلمه نظر نڅا او ګډا ته ډيره استعمال شوې ده، خو دا چې موضوع ډيره اوږده نه شي په يوه دوه نمونو يې بسنه کوو:
د ولسي شاعر ملنګ جان (1136-1296 هـ ش ) شاعرى کې په لاندې ډول د اتڼ او ګډا کلمې استعمال شوې دي.
خــــــــــــدايـــــــــــــه څـــــــــــــــه شول پښتنو کې
هــــــــــغـــــه ګـــــــــــــــــڼ ګــــــــــڼ کـــــمــــيـسونه
چــــــــــې بــــــــــه تـــــــــــــــــــله د نـــنـــګ ډګر ته
پــــــــــه ګـــــــــــــــډا پـــــــــــــــه اتڼو کې (18)
ملنګ جان ولسي شاعر اتڼ او ګډا په يوه معنا استعمال کړي دي، د ميرمن نغمې په يوه سندره کې د اتڼ او ګډا کلمې راغلې دي لکه:
اتــــــــــــــــــــڼ دى ګـــــــــــــــــــــــــــــــــــډا ده
اخ شــــــــنـــا نــــــيـــــــــــــــــنـــــــــــــــــــــــــا
واده دي نـــــــــــــــــــــــــــڅــــــــــــــــــــا ده
اخ شــــــــــــنــــــا نـــــــيـــــــــــــــــــــنــــــــــــــا
پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه
اتڼ د پښتنو ډير پخوانى دود دى. چې پښتانه يې د بزم او رزم په وختونو کې اجرا کوي، د جنګ ميدان ته هم په اتڼ او نڅا ور روان وي. نر او ښځې دواړه د اتڼ په اجرا کولو کې ونډه لري، د اتڼ د پيل نيټه څوک نه شي ښودلاى، ځکه چې دا هم فولکوري ميراث دى او د فولکوري توکو د رامنځ ته کيدو نيټه او مهال معلومول ستونزمن کار دى. خو دومره ويلاى شو چې اتڼ له ډيرې پخوا زمانې څخه په پښتنو کې موجود و، دومره سړى ويلاى شي چې د نن څخه 3 زره يا څلور زره کاله پخوا د ويدي او اوستايې تمدونونو پر مهال اتڼ موجود و. د افغانستان د پخوانې تاريخ ليکوال ښاغلې کهزاد په دغه اثر کې ليکې: چې اريايې ځوانانو به خپلې څڼې غوړولي او ځانونه به يې په دښتي ګلانو ښکلي کړى و او ډله ډله به د سندرو په ويلو اتڼ ته ورتلل اتڼ به د نن په شان په ازاده هوا او ميدانونو کې کيده، دى زياتوي په ريګويد کې ليکل شوي چې (( ډيرې دوړې او ګردونه به د هغو کسانو له پښو چې اتڼ به يې اچاوه پورته کيده)) له همدغو بيانو ښکاري چې اتڼ له ډير پخوا موجود و او سينه په سينه تر دې دمه رارسيدلى، له هماغه لومړيو څخه يې ادب ته لاره هم موندلې ده، چې د دغې کلمې لومړنى نښې مو د اسعد سوري او ښکارندوى غوري په اشعارو کې وښودې، په معاصره شاعرى کې خو د نڅا ګډا او اتڼ کلمې ډيرې زياتې استعمال شوې، چې ځينې نمونې يې تاسي قدر منو لوستونکو ته وړاندې شوي.
اخځليکونه
1- شينواري، دوست 1356 هـ ش. د پښتو ولسى ادب لارې، کابل: پښتو ټولنه، دولتى مطبعه 870 مخ.
2- پتنګ، عبدالکريم. 1359 هــ ش. د غرونو څوکې،کابل: پښتو ټولنه، دولتى مطبعه، 34 مخ.
3- حبيبى، عبدالحي. 1354 هــ ش. پښتو ادبياتو تاريخ ، کابل: پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، 142 مخ.
4- حبيبى، عبدالحي. 1383 هــ ش. په شلمه پيړۍ د افغانستان هنر،د تدبير په اهتمام کابل: احمد مطبعه، 23 مخ.
5- هيوادمل، زلمي. 1379 هـــ ش،پښتو ادبياتو تاريخ،پيښور: دانش خپرندويه ټولنه، 98 مخ.
6-رسا،سيدرسول.1967.ارمغان خوشحال،پيښور: پښتو اکاډمې يونيورسټي، 675 مخ.
7- بابا،رحمان. 1983 ع. کليات،د دوست محمد کامل او قلندر مومند په زيار، پيښور: کوهاټ روډ،132 مخ.
8- مومند،حميد، 1988 هـــ ش. کليات ،د اصف صميم په زيار،پيښور: دانش خپرندويه اداره، 87 مخ.
9- الفت،ګل پاچا، 1375 هــــ ش. الفت مرغلرې د شهرت ننګيالي په زيار، پيښور:سبا کتابخانه،39 مخ.
10- جهانى، عبدالبارى. 1384. د مشکو کاروان،کوټه،صحاف نشراتى موسسه، 272 مخ.
11- پسرلي، صديق. 1378 هــ ش. دنى کوڅه، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه. 358 مخ.
12 حافظ، نصر الله. 1386هــ ش. هيواد، ¸ کابل: دولتى مطبعه، 152 مخ.
13- ازمون، لعل پاچا. 1385 هـــ ش رانه بې خوبه نه شى ، پيښور: دانش خپرندويه ډولنه، 118 مخ.
14- اند، اجمل: 1379 هــــ ش، څپو کې انځورونه، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه 23 مخ.
15 پنهان: فضل محمد: 1387 هـــ ش. د مشکو بهير، کوټه، صحاف نشراتى موسسه 110 مخ.
16 پتنګ، عبدالکريم، د غرونو څوکې: 39 مخ.
In Pashto poetry the history of National ATAN and DANCE.
Summary.
In this Topic the history of national Atan and Dance has been well researched and beside its typical meaning I have also researched about the deferent usage of them too, which means in the history Pashto literature ancient, classical, and medium phases deferent poems of poem writers have been researched and above mentioned Items have been Identified And well explained, and I also wrote some ethnic poetry forinstances.
(Respectfully)
Professor.PAshton Aq