له محور ورځپاڼې په منننې.
د ټاکنو د مشروعیت له اصلونو څخه یو هم د سراسري انتخاباتو ترسره کول دي. هغه پدې معنا چې دولت باید د یوه هېواد ټولو وګړو ته د دې شرایط مساعد کړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
په ډېرو هېوادونو کې داسې بېلګې شته چې د یوې کوچنۍ کتلې انسانانو لپاره په ټاکنو کې د برخې اخیستو په پار چارواکي ډېرې لویې مادي او انساني قربانۍ ورکوي.
لرې به نه ځو موږ ته په نېږدې چم هېواد هندوستان کې به یوه بېلګه را واخلو. د یاد هېواد په وړمو ټاکنو کې یو کم شمېر د رایو ورکولو په شرایطو برابر کسان د همالیا د غرونو د لړۍ په یوه هسکه سیمه کې د واورو په منځ کې داسې ځای و چې هلته حتا د هوا له لارې ورتګ ستونزمن و.
د هندوستان دولت ځان د دغو کسان لپاره د رایې ورکولو شرایطو مساعدول خپله وجیبه وګڼله، د څو ورځو پرله پسې کار او هڅو په پایله کې د دغه هېواد پوځ د سر د قربانۍ په ورکولو سره پدې وتوانېد چې انتخاباتي توکي سیمې ته ورسوي او هلته ټاکنې ترسره کړي. دیته ورته بېلګې ښايي د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم وي.
دا د دې معنا لري چې هغه دولتونه او چارواکي یې د ټاکنو د سراسري کېدو اصل ته چې په رښتیا هم ټاکنو ته حقوقي او همدا راز سیاسي مشروعیت ورکوي، درناوی لري. خو زموږ هغه بیا یوازې دیته خوشحاله دي، چې د ښارونو په منځ کې ټاکنې وشي، د سراسري کېدو اصل ته یې هېڅ توجه نه کوي. همدا اوس د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ټاکنې یوازې د ولایت او ولسوالیو په مرکزونو کې کېږي، کلي او عام ولس ته د امنیتي ملحوظاتو له مخې د دې شرایط ندي مساعد چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
که وګڼو چې افغانستان ۲۸ میلیونه نفوس لري حد اقل ۸ میلیون کسان خو پدې ولایتونو کې اوسېږي او په هغو کې تر نیمايي زیات د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي. امنیتي ارګانونه چې کوم رقم او د پرانستو مرکزونو او محلونو اعلان کوي، پدې کې هغه هم شامل دي چې د امنیتي ځواکونو په پوستو او قاغوشونو کې دي، چې هلته په هېڅ ډول هم عام خلک نشي ورتللی.
که نا امني د یوې ملي ستونزې په توګه ومنو او حل لاره یې اوږدمهالې هڅې او هاند ته اړ وبولو، په ښځینه مرکزونو کې د ښځینه نه ګمارل خو زموږ ملي تکلیف نشي ګڼل کېدلی. دا منم چې د هېواد په ځتیځ، سویل، سویل ختیځ او ځینو مرکزي سیمو کې به د لوستو ښځو د نشتوالي له کبله دا ستونزه یو تکلیف وي، خو په لویو ښارونو کې ولې دې ټکي ته پاملرنه نده شوې.
په بله ورځینیو ټاکنو کې به ۲۱۰۰ د رایې ورکولو ښځینه مرکزونو کې نارینه کار کوي. داسې اټکل کېږي چې په دغو مرکزونو کې باید تر یو ملیون زیاته رایه وکاریږي، خو د کولتوري ستونزو له کبله به ډېرې ښځې ونه کولی شي د رایو مرکزونو ته ولاړې شي او خپلې رایې وکاروي.
د ښځینه کارکوونکیو موندل اوس دومره لویه ستونزه هم نده، د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې کافي لوستې او نیمه لوستې ښځې پیدا کېږي. د ټاکنو کمیسیون کولی شوی چې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ ښځینه ښوونکې د یوې ورځې لپاره ګمارلې وی، هسې خو هم هغوی پدې ورځ رخصت دي.
دا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو ډېرکمزوری ټکی دی، چې ښايي د راتلونکي کال تر پارلماني ټاکنو پورې یې په حل لارو کار وکړي.
همدا راز د امنیتي ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې یو ښه بدیل په بېلابېلو حوزو کې د ټاکنو په جلا ورځو ترسره کول دي.
پدې ډول دولت کولی شي په هره حوزه یا زون چې ټاکنې پکې کېږي، توجه ډېره کړي او په څلور پنځو ورځو کې سراسري ټاکنې ترسره کړي. پدې سره د درغلۍ مخه هم تر ډېره نیول کېدلی شي.